کور / تازه خبرونه / زابل : فراهي له چاودني روغرمټ وتلى

زابل : فراهي له چاودني روغرمټ وتلى

دزابل دامنيت آمرله يوې بمي چاودني څخه روغ رمټ وتلى .
ددې ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليارلراوبرته وويل چې سمونوال غلام جيلاني فراهي تيره شپه ۷ بجې كلات ښارته نږدې په گزمه بوخت وو چې پرې له لوري واټن څخه كنټرولېدونكي ماين چاودنه وكړل.
دنوموړي په ويناچې پدې پېښه كې له فراهي سره سره هيچاته هم زيان ندى رسېدلي .
دښاغلي رسوليارپه ويناچې له پېښي څخه وروسته امنيتي كسانو۲ تنه دريموټ كنترول ماين له آلوسره يوځاى دپېښي په تړاو ونيول .
دزابل مركزكلات چې له امنيتي پلوه نسبتآارام بلل كېږي ،داپه تيره يوه اونۍ كې ۲ دوهمه دماين چاودنه ده چې رامنځ كېږي .