د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې يو شمېر نشيي توکي چي ١٥ کيلو ګرامه هېرويين او ١٠ کيلو ګرامه نور نشيي توکي دي نيولي . د چارواکو په وينا چي ياد نشيي توکي يې د کندهار او هلمند پر لويه لاره د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو لخوا د دوو کسانو سره يو ځاى نيولي .
چارواکي وايي چي نيول سوي کسان تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .