كندهارښاركې دماين چاودنې د ملي اوردو د ۳ سرتيروپه گډون ۳ عام وگړي ټپيان كړل.
په ولسي وگړوكې يوه انجلۍ هم شامله ده .
پېښه دقيقآدښارپه جنوبي څنډه كاريزبازاركې هغه مهال رامنځ ته سول كله چې له سيمي څخه دملي اوردو يورينجرموټردتيرېدوپه حال كې وو .
دكندهاردامنيت آمرسمونوال شيرشاه يوسفزي لراوبرته وويل چې ماين په يوه كثافت دانۍ كې ځاۍ پرځاى سوى وو.
دنوموړي په وينادپېښي ټول قربانيان ميرويس روغتون ته لېږدول سوي اوروغتيايې حالت يې دډاډوړدى.
تردې ۲ ورځي مخكې دارغنداب والسوالۍ په شاه آغادوراهي كې دسړك دغاړي دماين چاودنې ديوې كورنۍ ۱۵ تنه ووژل اويوتن يې ټپي كړ.