کور / راپور / د علم ګل سحر دآثارو د مخکتنې اوادبي خدمتونود درناوي غونډه

د علم ګل سحر دآثارو د مخکتنې اوادبي خدمتونود درناوي غونډه

د ۱۳۹۰ کال د غبرګولي(جوزا) د میاشتي په پنځمه نیټه  د افغانستان د قلم ټولني دتکړه لیکوال، شاعر او ژورنالست استاد علم ګل سحر د آثارو د مخکتني د ادبي خدمتونو  د درناوي غونډه  جوړه کړه . پدغه غونډه کې ګڼ شمیر فرهنګیانو ، ادبي شخصیتونو ، د افغان ادبي بهیر او د میرمن کلتوري ټولنیز  بهیر غړو د سحر صیب ګڼ شمیر مینوالو ګډون کړی وو .
 غونډه د ماسپښین په درې بجو د قلم نړیوالې ټولني د مرکزي  دفتر په انګړ کې په ښکلي شاعرانه فضا کې د څیړونکي او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د غړي محمد نبي صلاحي په ویاندویې پیل شوه .
د غونډي په پیل کې ښاغلي محمد اسماعیل څپه ته بلنه ورکړه شوه  چې د قران کریم څو مبارک آیتونه تلاو ت کړي  او بیا د قلم ټولني مشر سید فخرالدین هاشمي  د غونډي په ارزښت او د سحر صیب په شخصیت باندي خبري وکړې . بیایې د سحر صیب په پنځلسو لیکل شویو آثارو  او د هغو آثارو په بیلا بیلو برخو رڼا واچوله .
د غونډي دویمه وینا واله د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړې طوبی ندا ساپۍ وه . آغلي ساپۍ پخپله لیکل شوې مقاله کې سحر صیب د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ته  د سحر صیب د خدمتونو یادونه وکړه . هغې د خپلې مقالې په یوه برخه کې داسي لیکلي وو .
( پدغه مصروف وخت کې چې هرڅوک دخپل ځان لپاره کار کوي ، سحر صیب هغه کس دی چې خپل ډیروخت ادبي فعالیتونو او دنورو روزلو ته ورکوي او د خپل ورکړي وخت احسان هم په چا نه کوي . )
هغې له سحر صیب څخه لدغې مرستي  اوهمکارۍ له کبله مننه وکړه .


ځوان نوښتګر شاعر اوژورنالست سید جیلاني جلان د غونډي بل ویناوال وو . هغه په خپلو خبرو کې د سحر صیب په شاعرۍ کې د شعري هنر ته نغوته وکړه او د هغه یو شعر چې ( ستالپاره) د سحر صیب د ښکلي خیال او لوړ فکر  ښکلې بیلګه وبلله .
تکړه لیکوال او ژورنالست استاد امیرجان وحید احمدزي د علم ګل سحر د ژورنالیستیکو کارونو په اړه علمي مقاله ولوسته.
د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر  غړې او تکړه شاعرې ګل میني یوسفزی په خپلو خبروکې د سحر صیب ادبي او ټولنیز خدمتونو ته د درناوي په وړاندي کولو سره د خپل شخصي شخصیت په جوړولو  او ادبي کارونو کې د سحر صیب د کړنو څخه مننه وکړه .
د غونډې بل وینا وال تکړه لیکوال او ژورنالست او ادبپوه استاد اسد الله غضنفر وو . ښاغلي غضنفر د سحر صیب شخصیت وستایه او  د سحر صیب پدغه بیت کې :


خدایه چې غواړم یې هغه راځینې لیري ګرځي
ټول را نژدې دي خو یوه راځینې لیري ګرځي


په دغه بیت کې یې په شعري ځانګړتیا باندي خبري وکړې .
ښآغلي غضنفر پدغه بیت کې چې په ساده الفاظو لیکل شوی د څلورو ادبي ماهیتونو شتون ته اشاره وکړه او وی ویل ،هر هغه شعر چې څو ماناوي  ونه رسوي ، هغه له شعري هنر څخه خالي وي . هغه د  سحر صیب پدغه بیت کې د شعر د هنر په ښکلاوو او پکي پراته فکر په اړه په زړه پوري معلومات وړاندي کړل .
تکړه لیکوال، شاعر او ژورنالست صدیق الله بدر وویل چې د سحر لنډې کيسې زموږ د عصر رښتني انځورونه دي. او سحر صیب یې پخپلو تجربو ولاړ لیکوال یاد کړ..
ځوان شاعر اجمل تورمان بیا د سحر صیب په شخصیت  او بیلا بیلو ځانګړتیاوو په زړه پوري خبري وکړې. 
ځوان شاعر جاوید اوربل د سحر صیب په پخواني او نوي شعر کې د توپیر په بیلا بیلو اړخونو رڼا واچوله .
څیړونکی محمد نبي صلاحي د سحر صیب د مینې او جګړې په ناول وغږید او دغه ناول یې د سحر صیب د ادبي کړنو  ادبي لیکنو ښکلې بیلګه وبلله او په ناول کې د پرتو ځانګړتیاوو باندي یې خبري وکړې .
تکړه طنز لیکونکی عبدالنافع همت د سحر صیب د طنز لیکنې د تخنیکي برخو په ښیګڼو باندي  رڼا واچوله او سحر صیب یې ښه طنز لیکونکی وباله .
لیکوال او ژورنالست نور محمد سعید د سحر صیب په دندو او کاري خدمتونو باندي مفصل معلومات وړاندي کړل .
د غونډي وروستني وینا وال  شاعر او حقوقپوه عبدالستارسعادت ، شاعر او لیکوال اومان نیازي د سحر صیب په  شخصیت او شاعرۍ لنډي ویناوي وکړې .
د غونډي په پای کې ډاکټر خوشحال روهي ته بلنه ورکړل شوه چې غونډه وارزوي . ډاکټر صیب روهي غونډه ګټوره او ښه و ارزوله او د سحر صیب د شخصیت ستاینه یې وکړه .
ورپسې دهیواد وتلي شاعر، لیکوال او څیړونکي عبدالله خدمتګار بختاني صاحب د سحر صیب په شخصیت او لیکنو په زړه پورې خبرې وکړې.
د غونډي په پای کې استاد علم ګل سحر  د قلم له ټولني او هغو لیکوالو څخه چې دده په اثارو یې لیکنې کړې وې مننه وکړه هیله یې وښوده چې دهیواد دنورو لیکوالو د اثارو د ارزونې او خدمتونو دنمانځنې غونډې جوړې شي نوموړي وړاندیز وکړ چې دداسې غونډو ترڅنګ دې دلیکوالو د حساب ورکولو غونډې هم جوړې شي څو دا څرګنده شي چې زموږ لیکوالو په ټولنه کې دنوي فکر د رواجولو او دناخوالو په له منځه وړلو کې څومره کار کړی دی او ټولنې ته یې کوم مشخص خدمتونه تر سره کړي دي. غونډه دمازدیګر په  ۳۰: ۵  دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده .