کندهار افغانستان: لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره شپه يې د يو شمېر چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي دوه تنه ځانوژونکى بريدګران نيولي .
د خبرپاڼي په حواله چي په يادو کسانو کي يو تن پنجابى دئ او غوښتل يې چي د کندهار پر امنيه قومانداني بابندي د موټر په وسيله يو ځانوژونکى بريد ترسره کړي .
خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان يې د حاجي نعيم په مارکېټ کي نيولي .
حاجي نعيم مارکېټ د کندهار ښار او بولدک ولسوالۍ پر لار د ښار څخه شاوخوا پر ٥ کيلومترۍ کي پروت دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .