د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کي د کوټي د ښار د چمن ښارګوټي تر منځ د بايمېټريک سيسټم فعال سو.
په دې اړه نن تر غرمې وړاندي يوه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د بولدک ولسوال ، د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې يو اس اې آى ډي استازي ، د درېيم سرحدي زون د لوا رئېس او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و او پکښي د دې سيسټم د فعاله کېدو په اړه خبري وسوې .
د دې ولسوالۍ ولسوال وايي چي د دې کار په ترسره کېدو سره به په ټول کندهار کي امنيت ښه سي .
بولدک ولسوالي د کندهار ښار څخه ختيځ لور ته په سل کيلوميترۍ پرته ولسوالي ده او په لومړۍ درجه ولسوالۍ کي قرار لري .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه