کور / علمي / دافغانانوتاریخ،ددولتونوسیاست اودپښتني ټولني ارزښتونه (۱)

دافغانانوتاریخ،ددولتونوسیاست اودپښتني ټولني ارزښتونه (۱)

سریزه   :


افغانستان د خپل ستراتجیک موقعیت له امله تل د نړیوال سیاست د لیوالتیا مرکز ګرځیدلي دی .


په اسیا کې دافغانستان جیو ستراتجیک موقعیت د فارس اوعربوخلیج،مرکزي اسیا، چین او د هند نیمې وچې ترمنځ  دسیمه یزواو نړیوال  زبرځواکونو لپاره  ځښت  ډیر مهم لامل دی  چې  دوی  په خپلو  کولونیالستي، امپریالستي یرغلګر و تورو پلانو کې  په بیلا بیلو نومونو د نړۍ ډیره ارزښتناکه  سیمه   افغانستان ته  ځای ورکوي . نړیوال یرغلګر  زبرځواکونه افغانستان  ته  داسیا دنیواک ،زبیښاک او ښکیلاک  دکلی  په څیر ګوري .


 په نولسمه پیړۍ کې انګرېزان،په شلمه پیړۍ کې شوروي اتحاد یواځیني زبرځواکونه نه وو،چې دوی په افغانستان  کې خونړي  ټپونه  درلودل  او دوی مجبور کړل  شول خپل  تور پلانونه مخکې تر هغي  چې افغانستان کولوني کړي یا کمونیستي ایدیالوجۍ په کې خپره کړي  ټول کړل  . د افغانستان ورستي حکومتونه د یرغلګرو زبرځواکواوسیمه یزوځواکونو له خوا راوستل شوي دي،بیا دغه حکومتونه  دښکیلاکګرو،زبیښاکګرو،یرغلګرو  او دګاوندیو هیوادو د شومو پلانو په ګټه او دخپل ولس دملي ګټو په وړاندې سمبال شوي دي .  لاسپوڅې ګوډاګې حکومتونه د افغان  ولس غوښتنې،ملي تاریخ ،ملي اراده ،ملي ویارونه او اتلولي،بشري بنسټیزه حقوق، ملي ارزښتونه ،ملي دودونه،کولتوري ملي میراث،ملي هویت، مذهبي هویت  ته دافغانستان ملي خپلواکې عالي احساس ته هېڅ درناوي  او پام  نه دی کړي . دیرغلګرو په لاس جوړ شوي حکومتونو د افغانستان په خونړي تاریخ کې برخلیک ټاکوونکې اونه بښوونکې تاریخي،سیاسي  تیروتني کړي دي .


تجروبو ښودلي چې دسیاست په ډګر کې د یوې ملکې ټولني د بری  راز  په انقلابونو کې نه،بلکې په ریفورمونو او  په  پرلپسي ډول ټولیزو بدلونو کې نغښتې  دی .                                                                                   افغانان  دوه ډوله  ملکې ټولني  پېژني،یوه مډرنه ملکې ټولنه چې فعالیت نن ډیر محدود دی ،افغاني ملکي  مدني ټولنه په ورستیو دیرشو کلونوکې بلکل لمنځه تللي ده .بله دودیزه ټولنه چې ډیر اوږد تاریخ ، خورا شتمن کولتور او ژوري ریښې  په افغان ولس کې  لري  . دغه دوهمه  ټولنه  د افغاني ټولني د تاریخ په اوږدوکې یو شمیر بشري  اصول اوځانګړي  انساني ،ټولنیز نورمونه او ارزښتونوته وده  ورکړي، دغه  ټولیز نورمونه او ارزښتونه  نن د افغانستان په کلیوالي او ښاري ټولنه  کې  شتون لري . پښتونوالي یا افغانیت  دافغاني ټولني  ولسواکې، دوینا خپلواکي،د ولسیز ځواک ګرانټي  او دافغانانو ملي وحدت سمبول  ګرځیدلي ده .  


دافغانستان دوه پر دریو برخې خلک قبایلي  دودیزه ژوند لري ،له همدې امله  افغانستان یوه قبایلي  دودیزه ټولنه ده .  قبایلو د افغانستان په دولتونو کې یوه قبایلي دودیزه ټولنه  رامنځ ته کړي ده .دا حتمي نه ده چې دغه دوه برخې خلک  د هوسا ټولنیز ژوند او ټولنیز پرمختګ  او مډرنیزم سره  مخالفت لري  .


 په دغه لیکنه کې په لاندې ټکو باندې لږ څه رڼا اچولکیږي . دافغانانولرغوني تاریخ ،ددولتونوسیا ست او  په څه ډول په ورستیو څولسیزوکې دحکومتونو اوافغان ولس ترمنځ  بسنټیز ه واټن رامنځته شوي . ولي د کابل څخه دسیاسي  دولتي اداري نظام  یا دسیاسي سیستم ریفورمونه ټول افغانستان ته اوپه  خاصه توګه  تر قبایلي ټولني  پوري نه رسیږي .ولي افغان  حکومتونه قبایلي  افغاستان  ته قبایلي ارزښتونو ته په یوه مدني دوډیزه ټولنه کې سم  فکر نه کوي . ولي  افغان دولتونه  افغانان یې  په قبیلویت کې له پامه غورځولي . ولي قبایلي ډودیزه ټولنه  ډیر لږ باور  پر افغان  دولتونو باندې  لري اودافغان قبایلو غبرګون  دولتونو  پروړاند ي  په څه ډول دی .


 


۱ .  دافغانانوتاریخ  یواځې د نړۍ دیرغلګرو امپراتورېو دماتولوتاریخ  نه دی


افغانانو نه یواځی خپله  په سیمه کې ځواکمنې باثباته امپراتورې رامنځته کړي ،بلکې دوی هم د نړۍ سیاسي،اقتصادي ،پوځې جګړیزو تجربو،تاریخي پیښو اود نړۍ د برسیرنو تاریخ   ډیر څپرکې لیکلي دي .غرني افغانستان د نړۍ  دلرغوني تاریخي یو ستر سر خلاصي په زړه پوړي  تاریخي موزیم دی، لکه  اراخوزیا ( کندهار او کویټه ) بلخ،باختر،هري واه،غور،غزني،پکتسیا،بامیان ، زابلستان ، سیستان ،هیرمند،ټکسیله، بګرام  او دکابل،ننګرهار، پیښور  دګندهارا  لرغوني کولتوري څانګې .


لرغونپوهانو دافغانستان  په سمنګان کې دهزار سم  په سمڅو کې تر تاریخ دمخه دمدنیت آ ثار موندلي . د  ۲۰۰۰۰  څخه تر  ۵۰۰۰۰  کلونو پوري دمسیحیت څخه مخکې  په افغاستان کې د ډبرو پیر ټکنالوجۍ وسایل  را برسیره شوي  دي . د هندوکش په غرنو کې د واښو او بټو داسي ټوټې  یا نمونې موندل شوي دي  چې دا ثابتوي  افغانستان په نړۍ کې لومړنۍ  سیمه د څارویو او شنه واښو لپاره  وه .


د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کالونودمسیحیت څخه  مخکې  په لومړۍ ځل مس یا ژړ فلز په افغانستان  کې وموندل شول .


د افغانستان  لومړني پلازمېنه د ننني لوی کندهار ښار ته نږدې د مونډیګک  په سیمه کې د نړۍ لومړنې  ښارګوټې بنسټ کېښودل شو . دمونډیګک ښار اقتصادي بنسټ پر کرهنه،غنمو،اوربشو،میږو او اوزو باندې ولاړ وو . دمندیګګ  ښار د اریایي ولسونو د یو ولایت  پلازمېنه وو .افغانستان له هغه مهاله  دنړۍ د کلتورنو ترمنځ  د کولتورنو په  څلور لاره کې پروت  هیواد دی .


د افغانستان ښارونه  د لرغونو زمانوڅخه د وریښمینو لارو د سوداګريو مرکزونه وو . همال په دغه ښارونو کې اقتصادي ، ټولنیزو اود نويو شیانو تمایلات  مخ پر وده  وو. افغانستان ته بهرني  اقتصادي او کلتوري  توکې په مسلسل ډول راتلل . افغاني کلیوالي سیمي له بهرنیو اغیزو سره  بیا ترنننه خپل زوړځواکمن پښتني احساس، ټولنیز قبایلي ارزښتونه اوټولنیز نظم اوسیستم ساتلي دی .                               د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  په افغانستان  کې اریایې کوچې  قومو او ولسونو شتون درلود . دوی د خپل هیواد نوم اریانا کیښود .


د ۴۸۶ څخه تر ۵۲۲  کالونو کې په لومړۍ ځل  د ایران  ستر داریوش  د افغانستان ډیرې برخې ، لکه هرات، بلخ، د ګندهارا  ستر او ځلانده کلتوري  سیمې کابل، ننګرهار او پېښور، غزنې،سیستان، ګویټه او کندهار دخپلی امپراتوري  تر اغیزې لاندې  راوستي  . په دغو سیموکې په مسلسل ډول د داریوش په وړاندې ولسې پاڅونونه  او ډیرې سختي خونړې جګړې پیل شوي  او بلاخره افغانانو دپارس  د داریوش ستري امپراتورۍ  ته د کندهار او کویټې په منځکې سخته ماته ورکړه .


له ۳۲۶څخه  تر ۳۲۹ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  کله چې افغانستان پر پارس  امپراتورۍ باندې برۍ وموند،بیا  مقدوني سترسکندر  له ۳۲۳ څخه تر ۳۵۶ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  افغانستان اشغال کړو. ده هڅه وکړه چې خلک تر خپلی ولکې لاندې راولي ، سکندر هم  د افغانانو ولسې پرلپسي   سر سختو پاڅونو په ترڅ کې مات شو.


د مسیحیت  څخه ۵۰ کاله ورسته د کنشکاه پادشاه په مشرې د کوشانیانو سلسله رامنځته شوه او  ورسره د افغانانو د ګندهارا ستر  کلتور  د خپل ځلانده شتمنې  لوړې کچې ته ورسیده .


د مسیحیت  څخه ۵۵۰ کاله ورسته پارسیانو بیا د افغانستا ن ځیني برخي لاندې کړو .


افغان تاریخ ته په کتوسره له ۵۵۰  کاله د مسیحیت څخه  را په دېخوا د ایرانیانو یرغلګرې  جګړې او د     ا فغانانو  دفاعې جګړې ،بیا  په ۱۷۹۵ او په ۱۸۳۲ ، ۱۸۳۳  کالونو کې  دایرانیانو له خوا د افغانستان خراسان ولایت  ونیول  . په ۱۸۰۵ کال   کې د افغانانو سرسخته مقاومت  دایرانیانو په وړاندې  د هرات له ښار څخه په میړانه دفاع کول  . دجګړو  تاریخ  دا ښیي  چې دافغانستان  په لودیدیځ کې ګاوندې هیواد زموږ سره  تر نننه ژوره  سیاسي، تاریخي، جغرافیایي، مذهبي او کولتوري دښمنۍ لري .


په ۱۸۳۴ کال کې دافغانستان په سهیل کې سیکانو دافغانستان ښار پیښور لاندې کړ و، افغانانو  د وزیر اکبر خان په مشري سیکانو ته په جمرود کې دجنرال هرې سنګ  دووژل  سره  سم سخته ماته ورکړه .


افغانستان په ورستیوسلو کالونو کې پنځه ځله د نړیوالوزبرځواکونو دیرغلونو سره مخامخ شوي دی .     په نولسمه او شلمه پیړۍ کې افغانستان  د بهرنیوزبرځواکونو هیوادو  دلوی لوبي دلوبو ستډیوم  وګرځیدو. د ۱۸۳۸ څخه تر ۱۹۱۹ کالونو پوري افغانانو دري ځله د انګرېزانو له امپراتوري سره  دفاعې  او د خپلواکې  دګټلو لپاره جګړي کړي دي . افغانستان د انګرېزي امپراتوري  او د روس د تزار ي امپراتوري دجګړو ډګر وګرځید،افغانان یې په  ډیره ظالمانه او ناروا  ټوګه  نه یواځې سره وویشل بلکې افغانستان خپل ستراتجیک سیمې لکه پیښور،کویټه اوسمندري لار یې  په موقت ډول له لاسه ورکړي. د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کالونو کې افغانستان  د سړې جګړي له امله د پخوانې شوروي اتحاد له یرغل سره مخامخ شو . د دوهمي نړیوالي جګړې څخه ورسته  د انګرېزانو او روسانوامپراتورېو جګړې  په مرکزي اسیا کې  دوام درلود،بیا ورسته  دا جګړه د پخواني شوروي  اتحاد  سیال متحده ایالاتو له خوا  پرمخ بیول کیده . د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د وومې نېټې څخه  را په دې خوا افغانستان د متحده ایالاتو او انګرېزي ځواکو له یرغل سره مخاخ دی . د زبرځواکو هیوادو یرغلګري جګړې د افغان ولس له سخت  مقاومت سره مخامخ  شوي دي . دا ظالمانه  او د هر نړیوال  قانون او نورم خلاف یرغلونه یې د چریکې جګړو له لارې ګټلې دي او یرغلګرځواکونه  یې له افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړي دي .                                په افغانستان کې  ډیرو یرغلګرو پوځونوخپل  مړه او ژوندي علایم پريښي دي .لکه یونانیانو،عربو، منګلولیایانو،مغلو،هندوانو،سیکانو،ایرانیانو،انګریزانو، د روسانود ورسا تړون غړي هیوادونه او د امریکایې ناټو تړون غړې هیوادونه چې شمیر یې له  څلویښتو څخه ډیر  دي، په افغانستان کې  همداوس فعال حضور لري  .


افغانان یوه  بېسارې او بې کچه  مینه له خپلواکې ،له خپل برخلیک ټاکنې  او له خپل ملي ویښ کولتور سره لري، ځکه چې بهرنیانو څو ځله له دوی څخه دا لوړ  ملي ویاړونه ارزښتونه  په زرو او ظلم  سره اخیستلي دي  .


دخپلواکي سره  دغه  ټینګه مینه او کلکه  اراده  د دې لامل هم شوي چې افغانان په خپلو قبیلو او قومونو کې ځانونه  خپلواک احساس وي اوقبیلویت ته مخه کړي تر  هغه چې یو واحدځواکمن ملت ته مخه کړي .


په نولسمه پیړۍ کې  مسوول انګرېزي  جګپوړیو پوځیانو،انګرېزي سیاستپوهانو  او ورسته  انګرېزي تاریخپوهانو دا یې نه شوه  تشرح  کولي ،چې څنګه دسرکښو پښتانو  بې نظمه  خپلواکې ډلې  یواځي په توروسمبال  دبرتانیې نړیوال  تجربه لرونکې، په وسلوسمبال ، دنوم او ښان  پوځونو فوتوحات په ټپه  ودروي  . په ۱۸۴۲ کال افغانانو  د افغان او انګلیس  لومړۍ جګړه کې  انګرېزانو ته په نړیواله کچه  بېسارې ماته ورکړي . د انګرېزانو په ستر ګو کې دغه سر کښه خپلواک  پښتانه  ډیر ژر په توریالي جنګیاليو بدل شول ،لکه  دستر سکندر د زړور سرتیرو په شان ورته ولیدل شول . انګرېزانو ته د ستر سکندر سرتیرو څخه ورسته  دافغان اریایې ولس  سرتیرو په لومړۍ ځل  له شرمه ډګه  ماته وکړه . دنړۍ په تاریخ  کې دافغانانو برۍ لکه  دجرمنیانو برۍ  د روم پر امپراتوري باندې ستایل  اولمنځل شوي  دی .


په ۱۸۱۵ کال کې یو بل انګرېزي  افغانیکپوه یا  افغانستان پلټوونکې   ښاغلي  الفیستون  په خپل ستر  استندرد اثر کې په نامه « د افغانانو سیاسي او ټولنیز اورګانیزیشن  «   دی د کتاب په یو برخه کې د پښتونو په اړه  داسي لیکي . د پښتونوقومونو له انارشي ډکه خپلواکې  او اړیکې  د سکاټلندي قومونو یا د یوناني رومي جمهوري غوښتونکو قومونو  او ولسونو په څیرده ،لیکوال  پښتانه له دغو اروپایې  ولسي قومي جوړښتونو سره  په یوه کچه پرتله کړي دي .  ده په خپل اثر کې دافغانانو اودځینو اروپایي قومونو دمیړاني، اتلولي  او خپلمنځي اړیکې  په ډیر ښه ډول  سره پرتله کړي دي  .                                                افغان شاعرانو او لیکوالانو دافغانانو د ننګیليتوب ،ټوریاليتوب  اتلولي  ښکلي انځور ونه په خپلو لیکنو، شعرونو او لنډېوکې کښلي دي . دغه  لیکنې او اثار ډیر زر په  افغان ولس کې خپارشوي او  په ولس کې له ډیر ګرانښت سره مخامخ شوي دي ، لویدیځوال لیکوالو کله چې د انګرېرانو د پوځې ماتي په اړه لیکلنې کړي ، دوی له همدې زړه کښوونکې  له میړاني او اتلولي  ډکو افغاني اثارو څخه پخپلو اثارو کې هم  کاراخیستي دی .په  همدي پوهنیزوادبي  ګډو چاروکې د افغانانو د شخصیت او کرکټر  یو ایډیال انځور  نړیوالو ته وړاندي  شوي دی . په دغه اثاروکې دپښتون  حماسي انځور بیا د دودیزه قومي سیستم  پښتونوالي  سره یو ځای  ګډ ښودل کیږي . نړیوال له دې لاري  هم دافغانانوله  تورې ،میړاني ، اتلوالي او ایدیالوجیک فکر سره مخامخ او اشنا شوي  دي .


 


۲.  دافغان دولتونوځواک او سیاست


په ۱۷۰۷ کال کې هوتکیانو د میرویس نیکه په مشري د یوي لویې جرګې څخه ورسته د صفوي دولت د ظلم ګورګین په وړاندې پا څون وکړو او د هوتکیانو دولت رامنځته شو. د همدي  دولت پر بنسټ


په ۱۷۴۷ کال کې د لوی ټولواک ستر احمد شاه بابا له خوا د محاصر افغانستان  بنسټ کیښودل شو .     په اتلسمه پیړۍ کې د افغان  دوراني امپراتوري  د اسلامي نړۍ د یوي ستري امپراتوري   نړیوال  تاریخ لیکلي دی .


 په ۱۹۷۳ کال د پادشاهي پر تاج باندې د یو شمیر پرلپسې جګړوسره  سره د دوراني  امپراتوي د سلسلي   ورستي پادشاه   دملت بابا اعلیحضرت  محمد ظاهر شاه  پادشاهي ته د پاۍ ټکې کیښودل شو .


له کله نه چې په نولسمه پیړۍ کې دافغاني مډرن دولت بنسټ ایښودلې شوي دی، دافغانستان   د دولتونو سیاسي  ځواک پر دوو برخو باندې متمرکز شوي دی،  له یوې خوا یو مرکزي باثباته خپلواک دولت ،له بلې خوا دولت   هڅه کړي  خپل ټولنیز سیاسي ځواک له پلازمېنه څخه بهر په کلیوالي او قبایلې سیمو کې ټینګ کړي .په خواشیني سره د دولت سیاسي لاس د پلازمېني څخه  ټول افغانستان ته وونه رسیدو . په  کابل او څو نور ستر ښارونه  کې نسبي  دولتي اداري سیستم شتون درلود، نور ۹۰ سلنې  افغان ولس  په قبایلي کلیوالي چاپیریال کې بوخت او خپل  ژوند یې  پرته  له دولتي ځواک شتون  یا دوی سولیز ژوند پرته له  دولتي  قانون  څخه  کړي دی . دکابل  په دولتونو کې د کلیوالي افغانستان  یا  قبایلي ټولني اراده نه   په قوانیونوکې ، نه د حکومتونو دسیاست په اجنداکې  تمثیلده او حکومتونو قبایلي ولس  خپل برخلیک او الله  (ج ) ته سپارلي  دي .


دکلیوالي سیمو خلکو  په کابل  کې حکومتونوته  دپردېو او د دښمن حکومتونو په سترګه کتلي دي . حکومتونو به له دوی څخه مالیه را ټولوله او دوی به یې عسکري ته راغوښتل ، بې له دې چې حکومت په بدل کې خلکو ته د ژونداسانتیاوي برابري کړي  او نور پرمختیایې پروګرامونه پلي کړي . دولت  به د دوی له ملي منافعو څخه دفاع نه شوه کولي اوخلک مجبور ووچې  پخپله خپلو سیموکې عمل وکړي  .


 


په ټولو افغانانو کې په خاصه ټوګه په پښتونو کې د یوواحد افغان ولس یا واحد افغان ملت جوړونې فکر او احساس ډیر ژور او جدي دی . ځکه د نړۍ تاریخ او نړیوال سیاست  پښتانه  د افغانستان  د دولتي ولس  په څیر پېژني او د دولت فورم،دولتي  ایدیالوجۍ،ملي يوالي اوملي دولت جوړولو مشروعیت  هم  دوی ته ور په غاړه کړي دی . بې له شکه له یوي خوا پښتنوننني افغانستان یې  له ډیرو سختو سیاسي جګړیزو حالاتو څخه رایستلې دی،له بلې خوا په خواشیني سره  د افغانانو پښتنود ځینو سیاسي مشرانو د خپل منځي اختلافاتو،قومي  تربګنیو، لنډفکري ،په نړیوال سیاست  اوحکومتوالي   کې د لږو تجربو  له امله افغانستان   اوسنیو حالاتو ته هم ور ټیل وهلي دی .


په ورستیو څه باندې سلوکالونو کې دلوی افغانستان ټوله خاوره دهیڅ کوم ټولواک له خواد یو واحد ملت او د دولت په ادارې چوکاټ کې اداره شوي  نه ده . دبیلګې په توګه د افغانستان  پښتونخوا او قبایلي خاوره .


افغاني دولتونو  هیڅ دعمل ځواک  نه لرولو چې عدالت ،امنیت  او ټولنیز ژوند خلکو ته  په افغاني بڼه تامین کړي ، تر څوافغان  ولس  له دې  لارې  په خپله  ځان ته مالې مرسته وکړي اوخلک ځان په دولت کې  احساس کړي  .افغان ولس د ورستیو  درې لسیزو دولتونو ته  د پردېو له خوا جوړ شوي  نړیدونکې  کاغذي ساختمانونو په څیر کتلې دي .له یوې خوا  دغو دولتونو خلک خپلو مسوولیتونو ته  او دخپلو رواه او نارواه غوښتونو ته اړیستل ، له بلې خوادغې  دولتونو دافغان ولس هیلوته ،مدني رښتو یا حقوقو ته، ټولنیزو تاریخې منل شویو ارزښتونو ته په عمل  کې هیچ پام او درناوي نه  دی کړي .له همدې امله د دولت او ملت ترمنځ  هیچ کوم تولنیز تړون  تر نننه رامنځته نشو. د دولت د عمل  او کاري ځواک دنه لرولو له وجهې په ټولنه کې وفاداري  له دولت سره نه وو. په افغانستان کې  د عمل ځواک له سیمه یزو مخورو قومي مشرانو،خانانو،سپین ږیرو او دینې علماو سره ده  .


په افغاني ټولنه کې د خانانو او قومي مخور مشرانو څخه ورسته  دینې علماو او ملایانو خپل ټاکل شوي ځای درلود . دوی  دواړو په ټولنه کې په ګډه سره ټولنیز عدالت ، امن  او نظم  ساتلي وو .دینې علماو په کومه قضیه کې چې د اسلام  دسپیځلۍ دین سریع احکام پلې کیده، هغه یې  پلې کول . په قومي جرګو کې به یې د صالح اشخاصو رول لوبه وو.  په ځینو مواردو کې به ملایانوپه  ټولنه کې  دخانان سره سیالې  هم کوله .                                                                                                                                                                                


په افغانستان کې  د ملي ایدیالوجې،دملي تاریخ  فلسفه دپلې کولو هڅه  لاد وخته  پیل شوي ده . لکه   پښتونولي ،ټولنیز ملي سیاست،د خپلواکې جشن ،لویه جرګه،ملي بیرغ ،ملي سندره یاسرود،ملي اټن   اوملي افغاني کالي . به له دې چې  افغاني ملي تاریخي  هویت ته  له اسلامي  مذهبي  اړخه ورته  مشروحیت ورکړل شي .


په افغانستان کې خانانو ددولت او سیمه یزو خلکو، قومونوترمنځ  د پله  ډنده درلوده . ددولت او ولس اړیکې به له همدې لارې ټینګېدي . دولت به د خلکو په ټولنیزو چاروکې مستقیمألاسوهنه نشواي کولې او یا مستقیم بدلون  یې نه شو راوستلي .


افغان قومي او مذهبې مشرانو په دودیز ډول د یو خاص نظم او سیستم له لاري خپل پیوستون له افغان ولس سره ساتلو، تر هغه چې پر دولت باندې حساب وکړي . 


 هر څوک چې شتمني  لري خان نه بلل کیږي ، بلکې خان  هغه څوک دی  چې د پښتنوپه ټولنه کې عقل ، مسوولیت ، توره ، پښتي په خپل ځان اوفکرکې یوه کړي ،خپله شتمني له خوارولس سره شریکه کړي .


خان یا د قوم مشر  په یو اځې  ټوګه دخلکو واکمن نه  دی،خان  د ولس  لمنځه لومړنۍ  سړی دی .


د افغانستان  توپوګرافیکه غرني  او د درو عراضي افغانانو ته د قبیلوي ژوند شرایط  هم مساعد کړي  دي . یو لامل هم همدا کیداي شي چې ولي افغانان تراوسه په قبیلوي ټولنه کې  ښکیل او لا پاتي دي  . دوی خپل  پیوستون له خپلي سیمې ،قوم، قومي مشر، سپین ږیري ، دیني علما او مذهب سره په ګروپې ډول  تړلي دی، ترهغه چې دوی   دیو واحد ملت په څیر  افغانستان  کې ځان  را څرګند کړي .


کله چې د افغانانو خپلواکې د بهرنیو یرغلګرو له خوا تر ګواښ لاندې راشي ، بیا په افغانانو کې  دیو واحد ملت احساسات په بیړني ټوګه  راژوندي کیږي ، دوی په ګډه او ورورګلوي کې پرته له قومي، سمتي، توکمیزه اوژبنیزه توپیرونوڅخه  دخپل  ګډ پلارني هیوادافغانستان څخه دفاع اوساتنه کوي .


 


پښتانه په خپل منځ کې نوره  دبیلوالي  پولي نه پیژني،نن ټول لروبر افغان  ملت را ویښ شوي  ځان  یو واحد ملت احساسوي او  په همدي لاره کې  د بري  په لور روان دي  .افغان قبایل له هغه مهاله چې بشر یت فکر کوي دوی په خپله پر خپل  ځان حکومت کړي ،له همدي امله پښتانه  په یو مرکزي  مشرتابه  باندې  لږ عادت  لري  او  دهیواد ملي  او قضایې قوانینو  دوی  ته لږ ارزښت لري ،ځکه د  دولتوتو  له خواد دوی  لرغوني دودنو او ارزښتونو ته   د دولت په قوانینو کې ډیر لږ پام شوي  . 


دافغانستان قوانین مجبور دي چې د ولس له فکرونو څخه راووځي او له هغه څه نه خبرې وکړي چې  هغه قبابلي لوستي ځوان سړي  ته د قانون په ویلو سره دا فکر او احساس وشي چې دغه قانون د ده له  زړه  او  د ده  د څوزرکلني  ستر  انساني کولتور پښتونوالي سره  تړو لري . قانون باید د ده په ژبه وي ،ځکه ژبه د حقوقي معیارنو وړونکې او د قانون د اوامرو د تطبیقولو یوه وسیله په ټولنه کې  ګڼل کیږي  .


نور بيا