دغبرګولي دمیاشتي ۱۴مه ورځ مازدیګر مهال وو چې له پوهنتون څخه راغلم او کمپيوټر مې خلاص کړ ترڅو په انټرنيټ کې نوي خبرونه وګورم چې ناڅاپه مې دمډال په خبر سترګې ولګیدلې .
مډال د کرزي لخواد امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس ته له دې امله، چې د دندې پرمهال يې دکرزي له حکومت سره ښې اړيکې درلودې،د غازي وزير محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ.
وزير محمد اکبرخان د انګريزانو د تېري پر وړاندې د افغانانو په پاڅون کې ښه وړتيا وښوده او په کابل کې يې د انګريزانو سفير مکناټن وواژه او په دې توګه پر افغانستان د انګرېزانو ولکه پاى ته ورسېده.
وزیرمحمد اکبرخان، مکناټن په ١٨٤٢ زېږديز کال کې وواژه او انګريزان هم په همدې کال کې د افغانستان پرېښودو ته اړ شول.
اوس به راشو دې ته چې رابرګيټس څوک دی اودڅه په مقابل کې وره مډال ورکړل شوي .
دبیګناه افغانانو قاتل خونخاراویرغلګروقواومشر دهغو مظلمو افغانانو دوژنو قومانده له پنتاګون څخه ورکوي کوم چې یا په خواږه خوب ویده وی اویاهم په خپلو کورنو بانډونو اویاکروندو کې بوخت دی .
دګیټس دقوماندې له برکته هره ورځ او هره شیبه دافغانستان په ګوټ ګوټ کې په درجنونو افغانان ماشومان اوتورسرې وژل کیږی او بيا پرې ټاپې دالقاعده او ترهګرو لګول کيږی .
رابرګیټس ته دوزیر محمد اکبرخان مډال ورکول یونه بخښوونکي جنايت دی اوداجنایت به دافغانستان په ځلانده تاریخ کې په رڼو ټکو لیکل کیږی چې کرزي دنورو سترو جنایتونوترڅنګ دغه جنایت هم ترسره کړ چې دوزیر محمد اکبر خان دولتي عالي مډال يي دافغانانو قاتل ته ورکړ.
کرزيه !! تاخو ماسټري او افتخاري دوګتورا ګانې په انډیا کې ترلاسه کړي
دي خدای خبر دافغانستان معاصر تاریخ دي کله هم لوستی اوکه نه؟ خیر خوکه دلیسې په دوره کې هم دتاریخ کوم کتاب یوځل هم لیدلی وی نو بیا به دافغانانو میړانه اوسرښندنه ستا په یاد وای .
خو فکر کوم یا خو دی نه دی لوستي اوکه دلوستي هیرشوي دي دی تاخوبه دافغانستان تاریخ ته لږ کتلي وو ايا ته په دې نه پوهیدلې چې دا وزیر محمد اکبر خان څوک وو ؟ ته لږ سر ګریوان ته ټیټ کړه ستا سلاکاران څوک دی؟آفرین په داسې سلاکارانو چې څرنګه تاته مشورې درکوي اودڅه شي په اړه درته مشورې درکوي په دې مډال به مو څو ساعته خبرې کړې وي که څه هم په دې ټول پوه دي چې دهمدې ګیټس خیلو په مټ په ارګ کې ترسيمټي دیوالونو لاندې ناست يي خوپه دغه شان مډالونو ددافغانانو رنګه بده کړه .
امریکایان به وايې چې دا څرنګه خلک دی چې دخپلو نومیاليو مډالونه امريکايانوته ورکوي .
په هرصورت نه پوهیږو چې په تا يې څه کړي چې ته دیوغازي مډال یوه سترجنایت کار او یهودي ته ورکوي، ای دقدرت وږيه تږيه ته ولې له خپلې ژبې قلم اوخپله عمل ته نه متوجه کیږی اخر خو ددی افغانانو په حال لږ ورحمیږه، دا څه دی وکړل دابه موږ ته یوپیغور وی اولکه څرنګه چې دروسانو له وتلو وروسته دکارمل، نجیب ،حفیظ لین ،او ترکي نومونه په بدو الفاظویا د شوي دي دغه شان به ستا په حصه کې هم تاریخ اولیکوالان چوپه خوله پاتې نه شي اودغه جنایتونه دې دهیریدونه دي.
تا دغه شان نه بخښوونکی جرم وکړ.
خو یوڅه چې غواړم دخپل قلم له څوکې ستا په ادرس ولیکم ای کرزیه! دشپې یوه بجه ده والله که مي سترګې خوب ته پټیږی اوداسې درد يې راکړي لکه دټولو افغانانو افتخارونه دې له خاورو سره خاورې کړل تاته چا وویل چې ته دخپلو بادرانودخوشحالۍ په خاطر دسترغازي مډال یوه داسې یهودي ته ورکړه چې هغه دافغانانو په قتلونو کې تورن وي .
تاداسې یوه چاته مډال ورکړ چې هره ورځ دافغانانو وینې تویوي اوتا ددې مډال په ورکولو سره پر وزير محمد اکبرخان ملنډې ووهلې .
دامريکا ددفاع وزیررابرټ ګېټس دافغانانو په وژنو کې ترټولو لمړي درجه مسووليت لري، نوتا بايد دغه استعمارګرته دمډال ورکولو پرځای هغه محاکمې ته راکش کړی وای .
دغه راز کرزي ته په کار دا وه ترڅولومړى له بهرنيانو د هغوافغانانو د وينو حق غوښتی وای کوم چې د هغوى په بمباريو کې وژل شوي او وروسته دې بيا د دا شان مډالونو په ورکولو فکر کړي وای.
کرزي تردې وړاندې هم دناټو قوماندان جنرال مکرسټال او دامريکا پخوانی ولسمشر جورج بوش ته هم مډالونه ورکړي وو .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه