تر هر څه د مخه خپل د احترام نه ډک سلامونه د لر او بر وټولو کارکونکو ته په ډیره صمیمانه فضاه کښی وړاندی کوم ارزو لرم چی تاسو ټوله د صحت جامی په تن ولری.
غواړم یوڅه دزړه خواله درسره شریک کړم موږټول افغانان پر خپل وطن مین او د خپل وطن سره دزړه له کومی مینه لرو او ټوله موږ ددی اوسنی فعلی سیاسی وضعی څخه رنج وړو او ددی سیاسی اوضاع دروند بار زموږ دټولو پر اوږو پروت دی چی باید ورته دیوه سیاسی او تاریخی مسولیت په ډول ورسره برخورد وکړو ددی بار وړل تنها دیوه شخص دتوان او قدرت څخه وتلی اوغیری ناممکنه خبره ده.
موږ او تاسو شاهدان یو د۲۰۰۱ کال را پدی خوا دامریکایانو دراتګ نه او دموقعتی اداری د جوړیدونه وروسته په افغانستان کښی د مطبوعاتو په چو کاټ کښی د پام وړ تغیر رامنځته سوه هم په داخل او هم په خارج دافغانستان کښی ؛په داخل دافغانستان کښی مختلیفی جریدی او اخبارونه او نشریات چاپ اود دخلګو داګاهی او معلوما تو لپاره نشر سول او د بیان وازادی ته یی نوره هم زمینه مساعده کړه چی دټولنی ټوله اتباع د اوسنی نظام او دهغوی پر کار کرد باندی تحریری او تقریری انتقادونه ؛او یا خپل نظریات وړاندی او دولس تر غوږو پوری یی ور ورسوی ؛خو متاسفانه په خارج دافغانستان کښی یو تعداد تجارتی تلویزونونه چی هر تلویزون د خپلو پروګرامو لپاره مشخص بای پاران او لیدونکی لری او دغه میډ یا پخپل ماهیات کښی یو داسی تجارتی شکل غوره کړی دی چی یو پر بل لفظی تعروضونه ته لاره هواره کړی ده او ددی تلویزونو نو دواک څخه دا وتلی ده چی دافغانستان د اوسنی پیچلی سیاسی اوضاع بشپړ تحلیل او زموږ د ولس د پوهیدنی او اګاهی لپاره چی ډیر مفید تمامیږی اماده تقدیم کړی.
غواړم و خپل اصلی هدف ته را و ګرځم دوی اونی وړاندی می دری مضمونه در واستول خو مضمونونه می ستاسو په ویب پاڼه کی تر سترګو نسول؛ زموږ دټولوافغانانو اساسی ملی او تاریخی مسولیت دی چی ددی اوسنی نا خوالو په مقابل کښی سخت او قاطعانه برخورد او مبارزه وکړو ددی مزل لاره ډیره اوږده پیچلی او ستونزمنه ده او موږ ټوله پدی ډیر ښه پوهیږو چی د اوسنی ملی او بین المللی شرایطو په نتیجه کښی دغی اوسنی اداری زموږ ولس په ګیراوګان نیولی دی او ده یوه داسی نا متلوبو اشخاصوڅخه دا اداره تشکیله سوی ده چی په انسان وژنه؛ په مخدره موادو په کار او بار ککړ چی په نتیجه کښی باید عرض کړم چی دغه اوسنی شورایی نظار هم داوسنی دولت د سر درد دی او هم د بین المللی ټولنی د سر درد دی نو ستاسو څخه زما صمیمانه خواهش دادی چی باید دهر افغان ونظر ته د یوه تاریخی مسولیت پر اساس په درناوی سره ښه راغلاست ووایی چی هغوی کوښښ کوی چی داوسنییو ویب پاڼو له لاری خپل نظرونه او پیشنیهادونه د خلګو تر غوږو ور ورسوی او ولس ددی ناخوالو څخه خبر کړی په پای کی ارزولرم چی زما خبری پر تاسی باندی نه وی غمید لی .
په درناوی
پوپل زی
لندن
— ——————————————————————————
د لراوبر لخوا:
ښاغلی پوپلزی صاحب !
د نيوکي له امله دخپلو همکارانو په استازيتوب مننه کوم ، په لراوبر کي د ټولو ليکنو د نه خپرېدو ستونزه دوه اړخه لري لکه هغه پښتو متل چي وايي : يو څه ژرنده پڅه او يو څه غنم لانده .
يو شمېر کسان د بيان ازادۍ په نامه زموږ څخه دا هيله لري چي ټولي رالېږل سوي تبصرې او ليکني يې ور خپرې کړو په داسي حال کي چي د لراوبر کاري ډله دنده لري چي د ترلاسه سوو تبصرو او نظرياتو د خپرولو پر وخت د لراوبر خپرنيزه پاليسي په پام کي ونيسي ، هره هغه موضوع چي زموږ د اصولو او پاليسۍ سره سمه نه وي له خپريدو پاته کېږي .
دوهمه ستونزه زموږ او قلمي همکارانو تر منځ په دې وروستيو کي هغه وخت راپيدا سوه چي د ګوګل کمپنۍ د لراوبر د اړيکو ايمایل اکاونټونه وتړل او وروسته يې يوازي يو د ۵۰سلينه اسانتياو سره ايله کړﺉ دی ، لراوبر د يوې خبرتيا په خپرولو سره د اړيکو نوي پتي اعلان کړې چي ښايي ټولو مينه والوته نه وي رسيدلي ، که له دې امله ځيني لیکني موږ ته نه وي رارسيدلي له تاسو ټولو بخښنه غواړو او نوي پتي به دلته يو وار بيا وړاندي کوو .
د يادوني وړ ده چي د خپل وخت او لوستونکو د وخت نه نيولو له امله په لراوبر کي هغه ليکني هم له خپريدو پاتيږي چي پر يوه وخت په لسګونو رسنيو ته لېږل سوي وي يا په نورو ويبپاڼو کي خپرې سوي وي .
د مقالو او ورځنيو چارو تبصرو لپاره Larawbar articles articles@larawbar.com
د ادبي موضوعاتو لپاره Larawbar litrature literature@larawbar.com
په ويبباڼه کي د تخنيکي ستونزو پر مهال Larawbar technical issues webmaster@larawbar.com
په درناوي
عبدالله احسان