علامه رشاد خپرندويي ټولني شپږ ټوکه کتابونه چاپ کړل
بين المللي سياست ته يوه کتنه
په پښتو ژبه کي د سياسي علومو او علمي سياست پوهني په اړه د علمي کتابونو تشه له ډېره وخته موجوده ده، د دي تشي ډکول او پوره کول د ټولو پښتنو ليکوالو او څېړونکو دنده ده. له نېکه مرغه زموږ د تکړه ليکوال او خوږ ژبي مترجم ډاکټر محمدصديق ظهير دغي خلا ته له وخته پام سوی دئ، او په دې برخه کي ئې دا دوهم ترجمه کړی اثر دئ چي د سياست مينانو ته ئې وړاندي کوي.
د دوی مخکنۍ ترجمه (پوليټيکل ساينس ته يوه کتنه) په لومړي ځل په کال ۱۳۸۷ش خپره سوه، چي د علاقمندانو د خوښۍ وړ وګرځېده او د شايقينو د زياتو غوښتنو په سبب په ۱۳۸۸ش کال کي د دوهم ځل له پاره چاپ او خپره سوه. د ښاغلي ډاکټر ظهير صاحب مخکنۍ او دغه دواړي ترجمې په عمومي ډول د سياست پوهني د اصولو او نورمونو سره لوستونکي آشنا کوي، او په دې برخه کي سياست د يوه علم په توګه راپېژني. د دغو دواړو ترجمو څخه پر عامو خلکو سربېره د پوهنتونونو محصلين هم ښه استفاده کولای سي، په ځانګړې توګه د سياسي علومو د پوهنځي محصلينو ته ئې مطالعه کول يو مبرم ضرورت دئ.
موږ په خپل وار ښاغلي ظهير صاحب ته د دغه پرمحتوی اثر مبارکي ورکوو، او د لويه خدايه دوی ته د اوږده، سوکاله او نېکمرغه ژوند غوښتنه کوو.
[بين المللي سياست ته يوه کتنه] په ٢٤٨ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ پر سپين کاغذ او ښکلي صحافت په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ.
پښتني قبيلې او روايتي ريښې
د پښتنو د اصل و نسب په باب خورا ډېرو داخلي او خارجي پوهانو او څېړونکو تحقيقات او څېړني کړي دي، خو په تأسف سره بايد ووايو چي د دغه ډول تحقيقاتو ډېره برخه د خپل وخت و زمان د مسلطو شرايطو څخه متأثره سوې او د دغه تأثير له اسيته خورا ډېر غير واقعي افواهات او روايات په گډ سوي دي.
دغه حاضره څېړنه د پښتو ژبي د تکړه او احتياط کاره څېړونکي استاد محمدمعصوم هوتک د اوږدو پلټنو او تحقيقاتو نتيجه ده، چي د پښتنو د اصل و نسب په باب خورا نوي او پر واقعيتونو بناء حقايق بيانوي، د هغوی دغه څېړنه په لومړي وار په ۱۳۷۹ش کال په جرمني کي (د افغانستان د کلتوري ودي ټولني) له خوا د (پښتني قبيلې او روايتي شجرې) په نوم چاپ سوه، د دې اثر د بیا چاپولو په برخه کي د کتاب لیکوال د لومړي چاپ له خپروونکو سره تفاهم کړی دئ او هغو هم له دوهم چاپ سره موافقه کړې ده. اوسنۍ حاضره بڼه ئې د محتوياتو په لحاظ د پخوانۍ په پرتله خورا ډېر اضافات لري، چي دريم څپرکی ئې د يوه ښه مثال په توگه يادولای سو.
موږ د جرمني له کلتوري ټولني څخه په مننه د استاد هوتک دغه غنيمت څېړنه بيا چاپوو، خو دا ځل ئې د (پښتني قبيلې او روايتي ريښې) په نوم ټولني ته وړاندي کوو، او هيله من يو زموږ څېړونکو او نسب پېژندونکو ته د دغي رسالې د محتوياتو څخه د يوه باوري سند په توگه د استفادې پراخه زمينه مساعده سي.
د استاد هوتک صاحب دغه اثر په ١٢٠ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ پر اخباري کاغذ او ښکلي صحافت په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ.
پردېس عربي قاموس
د ژبو په تاريخ کي ځيني ژبي د خورا ډېرو ښېګڼو څخه برخمني وي، دغه ښېګڼي د هغو ژبو د ويونکو پر ژبني، تاريخي، ادبي، اقتصادي او نورو معنوي عرصو څرګند اغېز کوي. د دغو خوشبخته ژبو مور عربي ژبه ده، چي په خپل اوږده تاريخ کي د خـورا زياتو امتيازاتو څخه برخمنه ده. د لوی خدای د کلام ژبه ده، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی ژبه ده، د اسلامي نړۍ تاريخ، ادب، او نوري ټولي فرهنګي ځلاوي په عربي ژبه ليکل سوي دي ځکه نو د ټولي اسلامي نړۍ لپاره د يوه تقدس حيثيت لري.
د اسلامي نړۍ دغه د تقدس نخښه (ژبه) اوس مهال د يوه اشد ضرورت پر اساس بايد د هر مسلمان زده وي او د هغې څخه د مستقيمي لاري د پيدا کولو لپاره د يوه مشال په توګه استفاده وکړي.
موږ په خپل نوبت د هغو پښتنو ځوانانو لپاره چي غواړي عربي ژبه د يوه ضرورت پر
اساس زده کړي، د عربي – پښتو قاموس دغه تحفه ور وړاندي کوو، خدای دي وکړي چي د دوی د هغي ستونزي د حل سبب وګرځي چي د عربي ژبي زده کوونکي هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان وي.
د دې قاموس د ترجمې په برخه کي ښاغلي اخترمحمد جهيد د زياتي کوروداني مستحق دئ، چي په ورين تندي ئې د دې قاموس ترجمې ته اوږه ورکړه او د عربي ژبي د زده کړي په لاره کي ئې د خپلو زياتو بوختياوو سره سره د دې قاموس ژباړي ته وخت ورکړ.
د دې کتاب اصل متن موږ ته د اشرفيې مدرسې مدرس مولوي محمد داود صاحب څخه د يوې ځانګړي پېرزويني پر اساس راوسپاری، په دې ډول د هغه ښاغلي د دغي پېرزويني څخه د زړه له اخلاصه مننه کوو او کور ودانی ورته وايو.
پردېس عربي قاموس په ٢٠٨ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ پر اخباري کاغذ او ښکلي صحافت په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خپور سوى دي.
د پښتو ژبي نننۍ مسئلې
د پښتو ژبي د معياري کېدو په اړه په څو وروستيو کلونو کي خورا غنيمت کتابونه وليکل او چاپ سول. په دغو کتابونو کي ځيني داسي کتابونه سته چي د پښتو ژبي د معياري کېدو له پاره ئې منلي او علمي اصول وضع کړي او بيان کړي دي او د يوه معقول حرکت په توګه ئې د پښتو ژبي د معياري کولو پروسه روانه کړې ده، خو د ځينو کتابونو ځيني موضوعات بيا په لوی لاس لوستونکی بې لاري کوي او د لوستونکي څخه د معياري کېدو هدف او د يوې کره پښتو ليکني اصول ګډوډ کوي.
د ليکني په برخه کي د يوې ژبي معياري کېدل خورا مشکله مسئله ده خو ناممکنه نه ده، ځکه موږ تر اوسه داسي ژبه نه ده ليدلې چي هغه دي د ټولو ژبنيو موادو له اړخه بشپړه او مکمله وي. د يوې ژبي دغه نه تکامل په خپله د هغې ژبي ويونکي مجبوره کوي چي له نورو ژبو څخه الفاظ پور کړي. دغه پور کړي الفاظ نو د وخت په تېرېدو سره د مېلمستيا له حيثيته وزي او کوربه ژبه ئې د خپلو اصولو مطابق په خپله بڼه اړوي.
له بلي خوا تر څو چي په يوه ژبه کي د مروجو لهجو د ثبت و ضبط پروسه په اکاډميک ډول نه وي عملي سوې تر هغو پوري به د يوې ژبي معياري کېده او له ځانه پوره کېده يوه محاله خبره وي. خو د دغو ټولو ستونزو باوجود که چيري د يوې ژبي خواخوږي په دې نيت راولاړ سي چي خپلي ژبي ته د ټولو لهجو د نماينده علمي اشخاصو په توافق يو معيار وټاکي ډېره ښه او پر ځای خبره ده.
له تېرو شلو کلونو راپه دې خوا ځيني کسان په خورا جديت د پښتو ژبي معياري کېدو ته ټککه دي، په دغه جديت کي نه د لهجو خيال ساتي او نه هم د پښتو په ځينو لهجو کي د هغو موادو مراعت کوي چي د يوې ژبي د معياري کېدو په اړخ کي خورا مفيد تمامېږي. د دغو کسانو دغه ډول بې پروايي کېدای سي يو وخت د دې ژبي ابۍ په سرو اوښکو کښېنوي، ځکه د خپلو نوو لغتونو د جوړښت په چپاو به ئې د پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو ډېر سوچه او لرغوني پښتو لغتونه په لوی لاس وژلي او نابود کړي وي. د دغي بخولي مسئوليت هغو کسانو ته راجع کېږي چي د معيار په هوا په لهجو کي په سوچه پښتو لغتونو پسي نه ګرځي خو نوي لغتونه ورته وضع کوي.
(د پښتو ژبي نننۍ مسألې) د ښاغلي هارون خپل يو غني اثر دئ، په دې اثر کي د پښتو ژبي د معيار کېدو په باب غنيمت څېړني سوي دي، تر څنګ ئې پښتو ژبي ته د ورپېښو بخولو څخه خورا په زړه پوري حکايتونه لري. موږ د خپل هغه مسئوليت له مخي چي د خپلي ژبي په باب ئې لرو په ډېر اميد دغه اثر دروړاندي کوو، د پښتو له خواخوږو پوهانو او علمي اشخاصو څخه مو غوښتنه دا ده چي په دې لاره کي د ژبنيو او اکاډميکو اصولو په روڼا کي نوي څېړني وکي او خپل ليکلي آثار چاپ کړي. تر څو د دوی د څېړنو او پلټنو له امله د دې ژبي راتلونکي ويونکي له ډېرو ژبنيو مصيبتونو څخه خلاص او په امان سي.
د ښاغلي هارون خپل دغه مغتنم اثر د زرو ټوکو په تېراژ پر اخباري کاغذ باندي په ښکلي صحافت په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خوپر سوى دئ.
ليک نښي
د څېړني او تحقيق په جريان کي د يوه ليکوال لپاره حتمي ده، چي په خپله ليکنه کي د څېړني اړونده اصول مراعت کړي. د دغو اصولو څخه يو هم د ليک نخښو پر ځای استعمال دئ، يو څېړونکی که د ليک نخښو پر ځای استعمال ونه کړي، کېدای سي لوستونکي د زياتو مشکلاتو سره مخامخ کړي.
د څېړني په اوسني بهېر کي د ټولو هغو ليکوالو او څېړونکو لپاره چي د څېړني په ساحه کي نوي قدمونه ايږدي دا ضروري ده، چي د څېړني د ټولو اصولو سره ځان بلد کړي، په څېړنه کي له احتياط څخه کار اخيستل، د مؤثقو مأخذونو تر لاسه کول، د يوې موضوع ژوره څېړنه، په څېړنيزه موضوع کي د نوښت او ابتکار مسئله، د زړو او سولېدلو موضوعاتو څخه ځان ساتل او د دې تر څنګ ځيني نور ټکي سته چي يو ليکوال يې په مراعتولو سره د يوه واقعي او منلي څېړونکي حيثيت تر لاسه کولای سي. د ليک نخښو پر ځای استعمال هم د دغو خورا مهمو موضوعاتو څخه يوه په زړه پوري موضوع ده، چي د ځوانو څېړونکو او ټولو ليکوالو لپاره يې پر ځای استعمال يوه ضروري او حتمي خبره ده.
د دغي موضوع په باب زموږ تکړه ليکوال او څېړونکي ښاغلي کانديد اکاډميسين م. ظاهر افق ښه ډېر کلونه مخکي يوه کوچنۍ رساله ليکلې او هغه مهال چاپ کړې وه، دا چي له يوې خوا په بازار کي نوموړې رساله نه پيدا کېده او له بلي خوا يې موضوع مهمه وه، نو علامه رشاد خپرندويي ټولني دې ته زړه ښه کړ، چي د ښاغلي افق صاحب نوموړې رساله دوباره په نوي شکل چاپ او د څېړني د ډګر ځوانو څېړونکو ته وړاندي کړي.
خدای دي وکي چي د دغي کوچنۍ خو پرمحتوی رسالې له محتوياتو څخه زموږ ځوان څېړونکي او ليکوال ګټه واخلي، او د دغي رسالې په برکت وکولای سي چي د خپلي ليکني او څېړني لپاره د ليک نخښو پر ځای استعمال وکړي.
د ښاغلي استاد افق صاحب دغه اثر د زرو ټوکو په تېراژ پر اخباري کاغذ او ښکلي صحافت سره په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خپور سوى دئ.
ادبي فنون
د پښتو ادبي فنونو په اړه په لومړي ځل په ۱۳۲۳ش کال د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي تر تأسيس وروسته ارواښاد استاد بېنوا ځيني نوټونه برابر کړل، دا مهال استاد مرحوم د پښتو ټولني د رياست تر څنګ د ادبياتو پوهنځي د استاد په توګه هم دنده اجراء کوله، چي وروسته ئې دغه نوټونه په ۱۳۲٦ش کال د پښتو ټولني له خوا په کتابي بڼه خپاره کړل، اوس مهال چي په دې ساحه کي ډېر آثار ليکل سوي دي د دغو ټولو آثارو په محتوی کي د استاد د دغه اثر (ادبي فنون) څخه په خورا لويه پيمانه استفاده سوې ده، کله لا داسي هم پېښه سوې ده چي ځينو ليکوالو په خپلو وروستنيو آثارو کي د استاد مرحوم ليکني د ځينو مثالونو په جزئي تغير سره کټ مټ رانقل کړي دي، دغه اثر او تر هغه وروسته ټول ليکلي آثار د يوه ضرورت پر بنياد ليکل سوي دي، خو دا چي اوس مهال د دغه اصلي اثر بولګه لا هم په بازار کي نه پيدا کېده، نو علامه رشاد خپرندويه ټولنه د دغي خلا د ډکېدو په موخه د استاد مرحوم دغه اثر دوباره خپروې، څو له يوې خوا مو په دغه عمل د استاد مرحوم اروا خوښه کړې وي او له بلي خوا د يادي سوي ساحې علاقه مندانو ته دا موقع برابره سي چي د استاد د دغه مغتنم اثر څخه استفاده وکړي.
د استاد بېنوا مرحوم دغه اثر د زرو ټوکو په تېراژ پر اخباري کاغذ د زرو ټوکو په تېراژ په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ.
د تر لاسه کولو ادرس
د دغو ټولو کتابونو د تر لاسه کولو له پاره د لاندي ايميل او ګرځنده ټليفون په ذريعه معلومات کولاى سئ:
٠٧٠٠٣٢٦٠١١ – mrohyal@yahoo.com