منبع : عرب نيوز،سعودي عرب
نېټه : د ۲۰۱۱ ميلادي کال د مئ ۳۰ مه نېټه
ژباړه : ډاکتر م. محمد
د افغانستان اوسنئ جګړه په سيمه او ټوله اسلامي نړئ کې د لويديځې نړئ پر ضد قهر،غصه او کرکه راپاروي. د پخواني شوروي اتحاد وروستني مستبد او ديکتاتور جوزيف سټالين ويلي وه چې د یوه کس مرګ یو ناورين،غميزه او ټراژيدي رامنځ ته کوي او د يو ميليون کسانو مرګ او وژنه يوه احصايه تشکيلوي. د خالي په شپه په هلمند کې د امريکا او ددوی دناټو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ۵۲ ملکي افغانانو وژنه چې په هغوی کې ۱۲ تنکي ماشومان او ۲ ميرمنې دي، د ترهګرئ پر ضد روانه جګړه کې یوه بله احصاییه رامنڅ ته کړه.
په هلمند کې دغه ملکي وژنې ،د عامو خلکو په احتجاج اوغصې ، د ولسمشر کرزي له خوا په اخطار ورکولو او په همدې ډول سره د ايتيلاف د ځواکونو له خوا په معذرت سره چې وې ویل چې په نظامي عملياتو کې د ملکي تلفاتو مخنیوی ددوی له مهمو لومړيتوبونو څخه دی او دوی دا کار په جدي ډول سره تعقیبوي ترسره شو . ولسمشر کرزي دا ځل په ډیر قهر سره وویل چې ايتيلافي ځواکونو ته يي د هوايی بريدونو په اړه چې د بې ګناه ملکي خلکو د وژلو لامل ګرځي په وار وار سره خبرداری ورکړيدی او دا يي ناټو ځواکونو ته وروستی خبرداری دی. سپينی ماڼئ په دې اړه وویل چې دوی د افغانانو اندېښنو ته په ډېر دقت سره ګوري او زياته یی کړه چې مونږه تر وسه وسه ددې هڅه کوو تر څو د ملکي تلفاتو مخه ونيسو.
مونږه په ورته ډول سره د د ډیرو خبرداريو چې د افعان ولسمشر او په ورته ډول سره د ډيرو معذرتونو چې د ايتيلافي ځواکونو له خوا ترسره شويدي شاهدان یو او په همدې ډول سره د مطبوعاتي رسنيو او د بشري حقونو د موسسو چې ددغه ظلم او جرمونو په اړه يي خپل نظریات او غندنې څرګندې کړيدي شاهدان يو چې دې کار په دغو حالاتو کې ډیر کم بدلون رامنځ ته کړیدی او دا خجالت او شرم به ترهغو پورې دوام مومي تر څو په ورته ډول سره د یو بل هوايي برید په ترڅ کې نور بې ګناه ولس ووژل شي او په ورته ډول سره دا حالت هم همداسې دوام لري.
د افغانستان روانه جګړه له یوې لسيزې اوږده شوه او په اړه يي دا ريښتيا دی چې نړئ اوس له دې جګړې ستړې ستومانه دی. او په دې کيسه کې نه دي چې دامريکا او ناټو په دې ړوندو بمبارونو کې عام بې ګناه ولسي وګړي وژل کېږي او که طالبان، دا ځکه چې امريکايانو په زرګونو ملياردو ډالرو په مصرف سره دې حالت سره مخ دی دوی دا نه غواړي او هم يي نه خوښیږي چې په دې اړه خلک ورته يادونه وکړي دا ځکه چې په ورته وخت کې دوی له نورو بدترینو حالاتو لکه خراب اقتصاد او د بې شمېروخلکو له وزګارتيا سره هم مخ دي نو لنډه دا چې ايتيلافي ځواکونه دا وژنې په خپله خوښه او رضا او هم په پوره معافیت سره ترسره کوي.
کوم شی به دنړئ او په ځانګړي ډول سره د امريکايانو ضمیر او وجدان راو یښ کړي ، ترڅو دا عبث او نه ختمېدونکی جګړه پای ته ورسوي دا ځکه چې ددې په ترڅ کې د امريکا او ناټو په هوايي بريدونو او عملیاتو او همدارنګه د طالبانو په جګړو کې په لس ګونو اوزرګونو بې ګناه خلک ووژل شول. داسې ګمان کېدو تر څو ددې جګړې په پای کې به افغانستان ته سوله،خپلواکي اوولسواکي راشي ! او مخکې له دې چې نړيواله ټولنه له لويديځ نه وغواړي چې افغانستان نه ووځی نو خدای خبر چې نور به څومره وګړي ووژل شي؟ مونږه په نړئ کې ولې د ويتنام د جنګ په خلاف دمظاهرو په شان د ورته مظاهرو شاهدان نه یو؟
د افغانستان روانه جګړه د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر د ۱۱ نېټې په نيويارک او واشنګټن باندې د القاعده له خوا د بريدونو د غچ اخيستلو لپاره پیل شویدی ، چې په ترڅ کې يي د القاعده مشره تېره مياشت په پاکستان کې ووژل شو نو له دې سره په سيمه کې دامريکا ماموريت پاي ته رسيدلی دی چې په دې ډول سره دلته د لويديځ د پاته کېدو لپاره کوم دليل او بانه نشته او که له دې سره سره اوس دا جنګ دوام ومومي نو یوازې او یوازې به د لويديځ پر خلاف د سيمې او اسلامي نړئ کرکه او غصه را وپاروي.
په افغانستان کې چې نن سبا د افغانانو له خوا کوم جنګ روان دی دا د اشغال او نيواک په ضد مقاومت دی. که مونږ تاريخ ته نظر وکړو نو افغانان بې له دې چې د جنګ په نتیجو او پايلو پوهه شي او يا دا چې داشغالګرو او نيواکګرو ځواکونو شمير او قوت په پام کې ونيسي، خو د بهرنيانو پر وړاندې په زرګونو کلونه جنګیدلي دي او هم به وجنګېږي . د افغانانو سره جګړه کول هغه لوبه دی چې د پخواني شوروي اتحاد او انګريزانو په شمول هيچا ونه ګټله او په همدې ډول يي امريکايان هم بايد له تاريخ نه زده کړي. دا د امريکا په ګټه دی ترڅو دا جنګ پای ته ورسوي او په عزت او ابرو سره که وکولای شي دا هيواد پرېږدي او ددې کار لپاره خبرو او مذاکرو لاره غوره کړي چې د ستونزو او شخړو د حل او هواري یوازېنئ لاره دی.