اسلامي حزب په خپله ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره ورځ يې په خوست ولايت کي د امريکايانو يوه چورلکه را نسکوره کړې . خبرپاڼه ليکي چي ياده فوځي چورلکه يې د ورځي شاوخوا پر يوه نيمه بجه د صبريو ولسوالۍ د مچۍ په سيمه کي د راکټ په وسيله ويشتلې او را نسکوره کړې ده .
په دې اړه تر اوسه خپله امريکايانو څه نه دي ويلي .