بست کلتوري او ښوونیزه موسسه د افغانستان د سرحدونو؛ قومونو او قبایلو چارو د وزارت په همکارۍ؛ دکابل په زړه کي د درو هغو لیسو دپاره چي د ناامنویاسرحدي پښتنوسیمو زدکوونکي پکښي دزدکړو تر څنګ استوګنه کوي کتبابتونونه جوړوي،
د رحمان بابا، خوشال خان الف او خوشال خان ب درو لیسو د کتابتونونو دپاره په ترتیب سره زر-زر کتابونه چي په مجموع کي دری زره کتابونه کیږي د سرحدونو د وزارت لخوا ورکول کیږي.
څنګه چي په یادو درو لیسو کي تر څلورو زرو زیات ، له کورونو لیري، بی وسه، ممتاز او پښتانه زدکوونکي زدکړي او استوګنه کوي نو په مجموع کي دری زره یا د هری لیسی دپاره زر کتابونه بسنه نه کوي ، په دی توګه بست کلتوري او ښوونیزه موسسه پر هر بااحساسه افغان ( هغه که لیکوال وي، که د ټولني مشر، که شتمن ، که سوداګر او … ) پ درنښت ږغ کوي چي د هیواد او پښتنو ددغي راتلونکي ستري سرمایی دپاره تر خپله وسه قرباني ورکړي، د یوه کتاب څخه نیولی بیاتر هر څومره چي یی امکان وي جاریه ثوابونه وګټي.
د همکارۍ او معلوماتو دپاره آدرسونه
دتلیفون شمیره: 0093786641641
د بریښنالیک پته: boost.asa@gmail.com