هلمند والي ګلاب منګل په نوزاد ولسوالۍ کي د هغو کورنيو سره چي څه موده وړاندي يې د کورنيو ځنيو غړي چي ډېرى يې ماشومان او ښځي وې او د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کي وژل سوي ول يو شمېر نغدي مرسته وکړه . د يادي مرستي چي شپږسوه ٦٣ زره افغانۍ کېدلې پر مهال والي د خلکو څخه د زغم او حوصلې غوښتنه وکړه او هغوى ته يې د هر ډول مرستي ډاډ ورکړ .
افغان ولسمشر حامد کرزي تر دې پېښي وروسته بهرنيانو ته خبردارى ورکړ چي نور به په هيڅ صورت کي د شپې عمليات نه کوي او که يې وکړل پايلي به يې د نورو يرغلګرو په شان وي .
خو د بهرنيو ځواکونو قوماندانو تر دې خبرداري څو ساعته او همدا ډول څو ورځي وروسته په افغانستان دننه او دباندي په بېلابېلو کانفرانسو کي دا ډول عمليات ښه وبلل او هغه يې يو پر ځاى او نه پرېښودونکى کار وباله .
د يادوني وړ ده چي يادو کورنيو ته هغه وخت د ٢٠ تنو په کچه مرګ ژوبله واوښته چي په دې ولسوالۍ کي د سمندري ځواکونو له لوري هوايي بريد ترسره سو .