کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو بهرنى وژلى

د ماين چاودني يو بهرنى وژلى

لراوبر ته د ناټو د لوري يوه رالېږل سوې اعلاميه ليکي چي تېره ورځ د ماين چاودني يوه بهرنى عسکر وواژه . د اعلاميې په حواله چي ياد سرتېرى د افغانستان په لوېديځ کي وژل سوى خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل .
اسلامي حزب هم تېره ورځ د افغانستان په لوېديځ ، د کندهار ولايت په تخته پل ولسوالۍ کي د امريکايانو د يوه ټانګ له منځه وړلو خبر ورکړى او ويلي يې وه چي په ټانګ کي ناست څلور امريکايان يې وژلي . تر اوسه دا نه ده څرګنده چي آيا ياد سرتېرى به په هغه سيمه کي وژل سوى وي او که به په بله کومه سيمه کي .