لراوبر ته د ايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دې ورستيو کې د طبي مرستو د کتنې له برخې څخه د آيساف سرتيرو د کابل په سهـېل کې د موسهي په ولسوالۍ کې د ځايي خلکو درملنه وکړه.
د الو خيلو په کلي کې د خلکو د کتنې او درملنې په مهال کې د سيمه ييزې مرکزي قوماندانۍ د ايټالويانو محاربوي ډلې په سيمه کې د وسلو د يوې زېرمې په اړه خبر تر لاسه کړ.
د آيساف سرتيرو د راپور ورکړل شوو وسلو زېرمه وموندله، چې په نوموړې زيرمه کې په يوې ځايي هديره کې وه، د آر پي جي راکټونه، د هاوان مرمې، لاسي بمونه او حربي توکي شامل وو.
د مهماتو د تشخيص او لمنځه وړلو په موخه د چاودېدونکي توکو د خنثى کولو ډله په چټکۍ سره سيمې ته ورسېدل.
د آيساف وياند، بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:” د ځايي مشرانو او ولسوالانو د نژدى همغږۍ سره تلپاتې او دوامداره پوځي عمليات آيساف ته مرسته کوي تر څو د ځايي خلکو سره تلپاتې اړيکې وساتي.”