د خيبر پښتونخوا په مضافاتي سيمه کي چاودني شپږ تنه ووژل او لس تنه نور يې ژوبل کړل . په سيمه کي د پوليس مشر مشر عبدالغفار د پېښي پخلى کوي او وايي چي دا چاودنه د پېښور ښار د جنوب اړخ ته په شل کيلومترۍ کي په يوه مني ډول موټر يا وېګن کي سوې ده . نوموړى وايي چي په وژل سوو شپږو تنو کي يوه مېرمن او يو ماشوم هم شامل دي . نوموړى زياتوي چي ژوبل سوي کسان سيميز روغتون ته وړل سوي او د ځنو حالات د اندېښنې وړ دي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي په ياده سيمه کي څه نه دي ويلي .