د هيواد د وتلي شاعر او ليکوال ښاغلي عبدالباري جهاني د ( زما کندهاره د زمرو وطنه) شعر په باب
ځوانه ورځه بيرته و کهف ته ولاړسه!
د کهف له غار څخه راغلې ځوانه
ای په زړګي باندي سپېڅلې ځوانه
دا دي د کوم دوران سيکې راوړي؟
دا دي اوس کومي افسانې راوړي؟
کوم کندهار او کوم زمري يادوې؟
کوم پښتانه او ننګيالي يادوې؟
ته کوم هلمند او کوم توفان يادوې؟
کوم ارغنداب کوم ارغسان يادوې؟
دا چا ويله چي ګورګين مړ سوی؟
يا شاه محمود دی اصفهان سوځلی؟
ايوب دي چېري و لښکر يې چېري؟
اشرف دي چېري شمله ور يې چېري؟
کوم پاڼي پت او هنګامه يادوې؟
ته کوم بابا او خرخښه يادوې؟
کومه خندا او کوم پايکوب يادوې؟
ويښه خو نه ده دا به خوب يادوې
ته سبا غواړې د پرون په تمه
بې ځايه ناست (د سباوون په تمه)
نور دا زاړه زاړه نکلونه پرېږده
دا دريديو داستانونه پرېږده
راسه د نن يو څو کيسې واوره!
دا د پټ خولو غلبلې واوره
ګورګين لا ګرځي د نوکانو پر سر
اوس يې ملګری دی هغسي لښکر
و کندهار ته دي افشار راغلی
دی د سيدال زمري په ښکار راغلی
د ميوند مېنه ده پرنګ نيولې
د ايوب توره ټوله زنګ نيولې
د نارنج لوړ څلي بادو وخوړل
د سر سړي ټوله مرګو وخوړل
د پښتون نوم دلته څوک نه پېژني
يو دراني او غلجي ښه پېژني
دا ولسونه خو پر پښو وېشلي
يا پر کوڅو يا پر تربرو وېشلي
دلته د خړ او د بره ګي کيسه ده
ها د لېوه او د غوايي کيسه ده
دلته تربور وژل مېړانه بولي
د ورور وژنه هم ارزانه بولي
و خپلي مېني ته پردي رابولي
د خوښۍ کور ته بدمرغي رابولي
د واده شپه کي زوم په تار حلال کي
نغمه حاله کي سيتار حلال کي
دلته د ځوان مرګي رواج موندلی
اغيارو دلته ډېر ښه باج موندلی
ورځه ورځه و خپل زمان ته ولاړ سه
د (راز و نياز) و خپل جهان ته ولاړ سه
د ورکي مېني ورکه لار پيدا که
ها د خوبونو کندهار پيدا که
ځوانه ورځه بيرته و کهف ته ولاړسه
خپل رياضت او اعتکاف ته ولاړ سه
دلته څوک اوري کتابي خبري؟
د لوی جهان او جهاني خبري
عبدالنافع همت، کابل
١٠، غبرګولی ١٣٩٠ لمريز کال، خير خانه مېنه، کابل
عبدالباري جهاني ( د عبدالنافع همت د شعر په جواب کي)
دا د کهف افسانه نه ده
ليک دي راغی له هيواده ډک له ساندو له زګيرويو
پکښی ډزي د توپونو افسانې د تباهيو
خبرونه د ناخوالو چپاوونه د پرديو
کنډوالې د اسکيرلو ږغ د کونډو اسويليو
زه يې وينم زه يې ګورم چی بېړۍ می توپاني ده
زما د قام ويني بهېږی د سرونو ارزاني ده
کلي کور مي اور اخيستی ښار مي ټول په وينو رنګ دی
ورورد ورور په وينو سور دی پردۍ سوله پردی جنګ دی
هم ګورګين ورته راغلی هم فرنګ دی قهرېدلی
هم لښکري د افشار دي هم “نارنج”دی سوځېدلی
سرې لمبې دي تور دودونه په جونګړو د ميوند کي
نه څپې د ارغند پاته نه موجونه په هلمند کی
نه محمود له کندهاره نه اشرف دی را وتلی
نه لښکر د ايران تښتي نه” حسين” دی پرزېدلی
زه يې وينم زما پېغلوټي پر پرديو ولاتونو
د ناکسو په مالت کی د ناسيالو پر کورونو
زه يې وينم په هيواد کي پاچهي د غلامانو
د بازانو په ځالۍ کی باداري د ټپوسانو
خو که نن د پرون زوی دی، دې ناخوالو ته سبا سته
هر نمرود لره خليل سته هر فرعون لره موسی سته
زه به مړ يا به ژوندی يم دا هيواد به ازادېږی
تعبيرونه د يوسف دي دا خوبونه ريشتيا کېږی
بيا به شرنګ د تکبيرونو له کابله پورته کېږی
مخ به تور د شاه شجاع وي د اکبر نوم به ځلېږی
ننګرهار به مي خپلواک وي کندهار به وي ښاغلی
په شمله د نارنج ګل کی انارګل به وي ټومبلی
بيا به ګورې چی ميوند به د تاريخ د بګړۍ ګل وي
له آمو تر ارغندابه يو بيرغ يو به يرغل وي
را ختلی به پر غرونو زما د “تمي سباوون” وي
“ورکه مېنه” به مي خپله پردی سوی به پرون وي
تاته چا ويل چی نسته د ايوب ميوندۍ کړيکي
يا په زړونو کی به نه وي پخوانۍ پلرنۍ څړيکي
لا هغه ولس اوسېږی چی کيسې به يې کېدلې
لا هغه شاعر ژوندی دی حماسې چی يې ليکلې
لا خو سته په دې وطن کی پلټنونه د مېړونو
لا خو نه دي سړې سوي تودې ويني د رګونو
لا خو شکر دی ژوندي دي زما زلمي، ننګيالۍ نجوني
لا شملې د شمله ورو لا پر سر د پت پوړني
لا خو پاته دي جګړو ته زموږ په غرونو کی لښکري
د بلا مخ ته به سپر وي د انار وني ببري
مزل اوږد دی سفر ګران دی لاره ډکه له اغزيو
د “ملوک” څپلۍ په کار دي تر “ارمه” د “بدريو”
د قلم څوکي ته ورکه د “همت” زاړه نکلونه
له بچيو دي هېر نه سي خرخښې او ميدانونه
دا د کهف افسانې نه دي دا کيسې ستا د بابا دي
دا سيکې اوس هم چلېږی بازارونه زما او ستا دي
دا هم هغه کندهار دی چی وطن وو د زمريانو
له هيبته به يې تښتي انګولا د سورلنډيانو
يوه ورځ به داسي راسي په هلمند کی به توپان وي
قهرېدلی به ارغند وي په څپو به ارغسان وي
پکښی ډوبي به بېړۍ سي د نړۍ د زورورو
بيا به ګورې اتڼونه زما د کور د شمله ورو
ما به ګورې چي ليکم به حماسې د مېړنيو
قصيدې د لېونيو، غزلونه د ښاديو
نه پر ورا به څوک له پاسه سي مرګونه اورولای
نه به زوم نه به نغمه سي نه سيتار حلالولای.
۲۰۱۱ – ۵- جون
ويرجينيا