کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دایې دحل لارنه ده

دایې دحل لارنه ده

دتیرولسوکالوپه درشل کې ورځ تربلی دهیوادحالات کړکیچن کیږي. دبهرنیوهیوادونومشران ددی کړکیچنوحالتوارزونه یوډول کوي ولې زموږدګران هیوادناست واکداران هم دتوکمیزو ژبنې، سیمه ییزو، ګروپې اوسیاسي تړلوپربنسټ په بیل بیل ډول ارزوي. چې په چاروکې د همږغی نه شتون دنورواساسي علتونوترڅنګ دحل لارې نورې هم پیچلی کوي. دنورومهمو علتونو یادونه به په لنډه توګه وړاندی کړم ځکه دلیکوالانوله لوری په واروارولیکنې ورباندي شوی دي.
دناسالمې اداری شتون چې اداري فساد، بډی اخیستل، دخلکوزهیرول په ناسمواطلاعاتو، د سیاسی ډلوسره دتړلې ملي اردوشتون، دلوړه رتبه فوځي چارواکوټاکل پرغلطو معیارونو، د دوی د زده کړوپه نظرکې نه نیول، په ټولیزډول دافغانستان په امنیتې دستګاه کې نابرابره واکمنی، د دولت دلوړوپوړوچارواکو، ملي شورااونوراړوندواکدارانوزیاته پاملرنه د کلیدی پوستوداشغال لپاره، بهرنیانوته دنژدی کیدوهڅې په مشروع اونامشروع ډول اوپه پای کې خپل منځې دښمنۍ یې کورنۍ عوامل ګڼلای شم.
په بهرنیوعواملوکې دافغانستان دودونواوعنعنوته نه پاملرنه، ناڅاپې اوړانده فوځي عملیاتونه، په فوځي اوملکی موخوکې دهمږغۍ نه درلودل، دهیوادونومختلفی دلچسپۍ اوپه پای کې دیوې ټاکلې ګډې ستراتیژیکې موخې نه درلودل، ګڼلای شم.
زه غواړم په اوسني روانوستونزمنوحالاتوکې په هیوادکې دواکمنوګروپونودهمږغۍ نه درلودلو ته پاملرنه وکړم ځکه چې زماپه اندترهرڅه نه مخکې په اوس وخت کې تربلې هرې تربګنی د هیوادعالی ګټې، افغانستان داوسنې ناورین حالت څخه ژغورلای شي. نن مې دوروستۍ پیښې د قربانیانودجنازې په مراسموکې دډاکټرعبدالله عبدالله اونورومشرانوخبروتوجه جلب کړه. زه فکرکوم چې ټول هیوادوال به دامنې چې افغانستان یوواحداونه بیلیدونکۍ هیواددي چې هر وګړۍ یې دساتلودنده بایدخپل فرض وګڼې. دهیوادپه هرګوټ کې وژنې اوورانی په ټولوتوکمنو اوولس پوری تړاولری. که دااصل په پام کې ونیسو. نوستاسوپام دډاکټرعبدالله دخبروڅوټکوته رااړوم:
« یوازی په تسلیت ستونزه نه حلیږی بایدحکومت(اشاره یې حامدکرزی ته وه) دامنیت لپاره عملی ګامونه واخلی او…»
ډاکټرعبدالله څوورځی مخکې ولسمشرحامدکرزی ته دبې کفایته خطاب وکړ. اونن دجنرال دادود مړینې په هکله په تانه اوپیغوروحامدکرزی ته ګوت نیونه وکړه. کله چې دهیوادپه یو کونج کې لویه شمیره خلک ژونددلاسه ورکړی څوک غالبوزه هم نه چیچی ولې دیوې ټاکلی ډلی څوتنه چې ووژل شی دهغوی دمیندودخوارحالت انځورپه غټوټکوپه وارووارودولس غوږو ته رسیږي. ولې ددی هیوادبچیان په هرګوټ اوسیمه کې چې دهیوادپه دفاع کې مړه کیږي، په یوه شان لوړه مرتبه لري.
که سړی خپل ګریوان ته سرکښته کړی اودتخارولایت یوه بیلګه وبولو. دڅاروندوی قوماندان د څاروندوی دزون مشردهمدغي ډلی څخه وو. بهرني فوځیان هم په امنیت کې شریک وو. نو څنګه کیدای شی چې ددغومړینوپړه دهیوادپرولسمشروتپل شي. داچې ځان مرګۍ برید کوونکۍ دپولیسوافسربلل شوی دی. دغه افسردچالخواوټاکل شو، ایاولسمشرداټاکنه کړی وه؟ که همدوی داافسرټاکلی وو، خبره روښانه ده.
داڅرګندونې په ښکاره دښمنانه دی. ټولې هڅې په هیوادکې دولسمشری دمقام په ګډون هرڅه دغې یوی ډلې ته غواړي. همدااوس دهیوادټول واک په پرتلیزډول دهمدوی په لاس کې دي. د شهیدورځ یوازې احمشاه مسعودته توجیه کیږي په داسې حال کې چې په هیوادکې په زرګونو خلک وژل شوی دی اونوردی ته ورته مسایل.
که په رښتیادهیواددامن اوپرمختګ موخه دواکدارانوسره وي نویوازنۍ دبری لاریووالی دی اوبس. بایددتیروختونوڅخه عبرت واخلوچې ولس یوازی پروطنپرستواودهیواد وګټوته بیله هرډول توپیرونوڅخه وفادارومشرانوباندی باوروکولای شی. دواک، دډالرواوفسادباندی اخته واکدارانو پایله دمرګ کنده ده. اوس یوموټې حکومت، همږغه ملي شورا، په هیوادکې دسیاسی ګوندونو پراخ ملاتړ، پردندودمسلکی کدرونوټاکل اوپه رښتیاصادقواورښتینووطنپالوته دکارود زمینو برابرول په هیوادکې دسولې اوامن دروازې پرانیستلای شي. دټول واک غوښتنه یوه سیاسي ګوند، قوم، ژبې اویوې ولسوالۍ اویاسیمې ته هغه لویه تیروتنه ده چې نه یوازي په ناکامی باندی به پای ته رسیږی بلکې په هیوادکې دامن راوستلوفرصتونه هم دلاسه وزي چې پښيماني به هیڅ ځای ونه نیسی. اوپه دغه ډول به په ځینځیری ډول یوپه بل پسی وژل کیږي. بایدهیره مونه وی چې دهیوادډیرواوس یاپخوانیوواکدارانويویابل ډول تیروتنې اوګناوې کړی دي. ددی ټولوتیروتنوسزاافغان ولس ته ورکول کیږي. که ناست واکداران اوسیاسي ډلې بیاهم دخپلو ګناهونوبارونه درنده وی اوخپلې ګټې په جګړه اوناامنی کی لټوي نوبایدوپوهیږی چې ولس یی نه بخښي اودخپلوګناهونوسزاوې به ژریاوروسته ووینې. دنجات یوازنۍ لارپه یوموټې والی کې ده. هرڅوک چې دخپلواوږوڅخه دمسولیت بارپه غوړوخبروبل چاته ټیل وهی راتلونکی یی نابودی ده.
ښاغلوواکدارومشرانو! دواک درلودل دانسان لپاره دهمیش لپاره پایښت نه لري. هغه څه چې ابدی پاته کیدلای شي هغه دولس سره عادلانه چلن، شخصي ګټې دهیوادترملي ګټوقربانول اود خپل ولس څخه دپردیوپه بدل کې مرسته غوښتل، ګڼل کیدای شي. دولس ملاتړترډیرواسلحواو پردیومرستونه دلوړزوراوتوان درلودونکی دی. بیله چل اوفریب څخه دهیوادوالوګډون ته په سیاسي، اقتصادي اوټولنیزوچاروکې داهلیت پربنسټ لاره پرانیستل به دمعجزی په ډول سوله اوامن رامنځته کړي. تاجک، هزاره، پشه ای، ازبک، پښتون، نورستانی،ترکمن، هندوافغان اونورواړه قومونه ددی خاورې بچیان دي. دقومونوپه ویشلوباندی ځانته دشخصي ګټې لاسته راوړنه لویه نه بخښونکی ګناه ده. هرافغان دهیوادپه هرګوټ کې چې ترهرنامه لاندی وژل کیږي د افغانې موربچی دی. ددی لپاره زموږپه پاکه خاورکې ځای نشته چې پرتوکمو، ژبو، ګوندونواو نورعقایدواویاډلویې وویشواوپه مړینه یې خوښی وکړو. پای