د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د مارجې ولسوالۍ د کارېزصدي په سيمه کي وسله والو پر يوه پوسته بريد وکړ چي د پوليسو په جوابي بريد کي پنځه وسله والو ووژل سول او شپږ تنه نور د خبرپاڼي په حواله ژوندي ونيول سول .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .