بهرنيان په افغانستان کې د وسله والو پرضد جنګ کوي که د افغان ولس پر ضد؟
په افغانستان کې د ناټو د هوايي بمباريو د دوام په اړه د ولسمشر کرزي خبرداري او د پخلاينې روانې هڅې نن بيا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث اساسي موضوع جوړوي.
ويسا او ارادې خپلواکو ورځپاڼو د خپلو لومړيو مخونو غټ سرليکونه د ښاغلي کرزي پرونۍ خبرداري ته ځانګړې کړي.
ويسا ليکلي، چې ولسمشر د دغه دريځ په خپلولو سره خپل حق ادا کړ او اوس دا د افغانستان د سياسي چاپيريال په نورو اړخونو تړاو لري، چې په دې برخه کې څه ډول چلند کول غواړي.
ورځپاڼې دا خبرداري، چې په کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د دوام په صورت کې به د بهرنيو ځواکونو حضور خپل حيثيت بدل کړي او افغانان ښه پوهيږي، چې له يرغلګرو سره څه ډول چلند وکړي د ښاغلي کرزي وروستۍ خبره بللې.
ورځپاڼې دا هم ليکلي، چې افغان ولسمشر په دې توګه د نړۍ څلورم مشر دي، چې امريکا ته دا خبرداري ورکوي.
ارادې بيا ليکلي، چې د ښاغلي کرزي په باور اوس د سپارښتنو وخت نه دي او غواړي بهرنيو ځواکونو ته په ډاګه کړي، چې افغانان نور نو د دا ډول حملو زغم نه لري او پس له دې به دغو حملو ته اجازه ورنه کړي.
افغانستان ټايمز ايساف ځواکونو ته د ښاغلي کرزي دا خطاب راخستي، چې بايد د اشغالګرو ځواکونو په څير چلند ونه کړي، ځکه افغانستان کوم اشغال شوي هيواد نه بلکې د دوي متحد دي.
د ورځپاڼې په وينا ښاغلي کرزي په دې باور دي، چې بهرني ځواکونه دلته د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره راغلي دي، نو اوس په کار ده، چې دوي خپل تمرکز د وسله والو اصلي ځالو ته واړوي.
هيواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې تر ډيره د ولسمشر کرزي د دريځ ننګه کړې او ليکي، چې د عامه خلکو وژل که تر هر نامه لاندې پيښيږي د غندلو وړ ده.
ورځپاڼه وړاندې د افغان ولسمشر څرګندونو ته په اشارې ليکلي، چې په تيرو لسو کلونو کې بهرنيو ځواکونو د افغانانو غږ ندي اوريدلي.
د ورځپاڼې په بارو بهرني ځواکونه بايد په عمل کې دا ثابته کړي، چې دوي دلته د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره راغلي نه د افغانانو په خلاف د جنګ لپاره.
په افغانستان کې د پخلاينې روانې هڅې بله مهمه مسئله ده، چې نن بيا هم د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو راخستې.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې ددغه بهير په اړه د جرمني دريځ راخستې او ليکلي، چې دغه هيواد غواړي د بن په دويمه ناسته کې په همدې مسئلې تمرکز وکړي.
د ورځپاڼې په وينا جرمني غواړي، چې دې غونډې ته د طالبانو استازي هم راوبولي او په مستقيم ډول يي په خبرو کې شامل کړي.
د ورځپاڼې په وينا که طالبان د بن په غونډه کې ګډون وکړي، نو دوي به په نړيواله کچه په رسميت وپيژندلې شي او د يو نړيوال توافق له مخې د افغانستان سياسي ډګر ته راوګرځولې شي.