د طالبانو د اتلسو مشرانو نومونه له تور لسټ څخه ويستلې کيږي
په افغانستان کې د سولې او پخلاينې روانې هڅې پرمختګونه او خنډونه هغه څه دي، چې په کابلکې خپريدونکو ورځپاڼو پرې نن پراخ بحثونه کړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د پخلاينې په برخه کې يو نوي پرمختګ ته اشاره کوي او وايي، چې د طالبانو د اتلسو مشرانو نومونه له تور لسټ څخه ويستلې کيږي.
ورځپانه ليکي، که چيرې دا کار وشي، نو دوي کولې شي په دريم هيواد کې سياسي دفتر پرانيزي او د سولې د هڅو په لړ کې بيلابيلو هيوادونو ته سفرونه وکړي.
د ورځپاڼې په وينا امريکا او بريتانيي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وخت ورکړې، چې د روانې جون مياشتې تر پايه دې ددوي نومونه له تورلسټ څخه وباسي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بيا د امريکا او بريتانيي دا هلې ځلې د طالبانو د يوې اساسي غوښتنې پوره کيدل بللي او ليکلي، چې دا د سولې د خبرو لپاره د لويديځ د چمتوالي تر ټولو ښه بيلګه ده.
ورځپاڼې ليکلي، له تور لسټ څخه د کومو مشرانو د نومونو د لرې کولو لپاره، چې هلې ځلې روانې دي، په هغو کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د امربالمعروف او نهې عن المکر مشر قلم الدين هم شامل دې.
د ورځپاڼې په باور دغه وروستې اقدام په ټولنه کې د طالبانو د بيا شامليدو لپاره د زمينې د برابرولو يو ښه پيغام دې.
خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بيا په هيواد کې د يو داسې خوځښت د پيل خبر ورکړې، چې هدف يي د سولې د روانو هڅو په وړاندې د خنډونو جوړول دي.
ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا ډله هغه سيکولران، شعله يان او پرچميان بللي، چې له بحران څخه د ژغورنې د شورا په نامه په يو خوځښت کې سره راټول شوي.
د ورځپاڼې په وينا په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو شنډول، د بن په دويمه ناسته کې د افغان ملت ټوټې کول او راتلونکو انتخاباتو ته تيارې ددوي مهم اهداف جوړوي.
ورځپاڼې ددې ډلې په اړه د ځينو کتونکو نظرونه هم راخستي او ليکلي، چې پدې ډله کې راټول شوي کسان تر ډيره هغه خلک دي، چې له هيواده زيات د بهرنيانو ګټو ته زيات ژمن دي.
په ورځپاڼه کې ددې ډلې د غړو انځورونه هم خپاره شوي، چې پکې پخواني دولتي چارواکي د ملي شورا او د بشر د حقوقو د خپلواک کمسيون غړي شامل دي.
په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه مخ په زياتيدونکې انديښنې بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو راخستې.
ويسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې ددې ستونزې په اړه د ناټو د قومندان جنرال پيترويس څرګندونې راخستي، چې ويلي، د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسمشر کرزي انديښنې پر ځاي دي.
ورځپاڼه د ناټو د قومندان په حواله وړاندې ليکي، چې د عامه خلکو مرګ ژوبله د بهرنيو ځواکونو لپاره هم د منلو وړ نده او دوي هڅه کوي دغه مرګ ژوبله صفر ته راټيټه کړي.
خو خدمتګار بيا پدې ټينګار کړې دې، چې ددې ستونزې د هواري لپاره بايد يو کاري ميکانيزم جوړ شي.