په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان دسولی اوسیاسي امورو د جرګګۍ مشرتابه هیئت د پاکستانی ژورنالست او د اسیا انلاین دپاکستان او افغانستان د سیاسی شننود مسؤل ، د تښتولو او په ډیره ظالمانه توګه د هغه د وژلو عمل په کلکه غندي او دغه عمل یو ډیر ستر مجرمانه او غیر انسانی عمل ګڼي . او دخبرو او لیکلو د ازادۍ داظهار د خفه کولو دغه مجرمانه عمل د بین المللی نورمونو په خلاف کار ګڼي .
په اروپا کی دحزب اسلامي سیاسي بیرو د مرحوم سلیم شهزاد دکورنۍ ، دهغه د ملګرو او تر څنګ یی د اسیا آنلاین د خپرونی سره، ددغه زړه ور، ریښتیا ویونکی او ځوان سیاسي شنونکی د وژلو په اړه خپله ژوره همدردي څرګندوي .
غواړو د پاکستان واکمنان د بین المللی ټولنی سره یو ځای ددغه ظالمانه وژنی مسؤل کسان د عدالت میز ته راوړي ،باید ډاګیزه کړو چی د سلیم شهزاد او تر څنګ یی د افغان ژورنالست هاشمزاده او نورو مخکښو شهید کړل شوو ژورنالستانو او خبرنګارانو سره به عدالت همغه وخت شونی وی چی دهغوی د وژلو مجرمین په بیړنۍ توګه و نیول شي او دعدالت منګولو ته وسپارل شي .
همداراز د افغانستان د امورو د مسؤلینو څخه هم په کلکه غواړو چی د مطبوعاتو ازادۍ ته په درنښت سره د هغو مظلومو خبرنګارانو او سیاسی او ټولنیزو امورو د شنونکود قاتلینو د عدلی تعقیب په لړ کی جدي ګامونه واخلی چی دخپلی مقدسی دندی د اجرا کولو په وخت کی د ازادۍ د مخنیوی دمجرمینو له اړخه به شهادت رسیدلی دي ،اوددوی څخه په کلکه غواړو چی په راتلونکی کی د خبرنګارانو د ډآډمن کار کولو له پاره زمینه برابره کړي .
قریب الرحمن سعید
په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو دکمیسیون مشر