دولايت مقام په پرمختيايي يا PDCپنځمه غونډه کې دپنځه ويشت ميليونه څلورلکه دوه ويشت زره څلورسوه نهه څلوښت (٢٥٤٢٢٤٤٩)افغانيوپه لګښت بېلابېلې پروژې په تصويب ورسيدې .دغه غونډه دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په مشرۍ دايريږي ،برخوال يې دولايتي شورا غړي اوسکتوري رياستونو مسوولين دي .خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپله پرانيستونکې وينا کې پرځينو مهمو وروستيو پرمختګونو رڼا واچوله چې په دې وروستيوکې يې په اړوند دولايتي ادارې له لوري جدي اجرات شوي دي .ده وويل چې په خوست کې دملکي هوايي ډګر لپاره دوه ميليونه امريکايي ډالره بودجه منظوره شوې ،نقشې يې ترتيب اودوسيه يې بشپره شوې ده ،خو دپلي کولو په موخه يې بايد په چټکۍ سره کارترسره شي .دنوموړي په وينا چې دخوست په داخل اوبهرکې نهه نوي سلنه خلک ديادې پروژې پلي کولوته په تمه دي اوزيات شميردخوست مالداره خلکو دبهرنيو هېوادونوڅخه دهوايي ډګرپه جوړيدوکې دنورو همکاريو ترڅنګ دمالي مرستو ژمنه هم کړې ده ،نوددوى دغه ليوالتياپه دې ماناده چې دخوستوالو لپاره ددغې پروژې پلي کيدل زيات ارزښت لري نوپه کار ده چې په لنډوخت کې يې دجوړولوچارې عملاً پيل شي .خوست والي زياتوله چې دغلام خان لارې دترانزيټ په برخه کې بايد دټول ګټو چارو رياست داړوندوزارت په مرسته دسرکونو جوړولو دماليې اوسوداګرۍ وزارتونه دټولو نورمونوپه پام کې نيولو سره دپلان ترتيبول اودودانيو جوړول همداشان دکورنيو چارو وزارت لخوا دخروج اودخول پروسې پرمخ بيولو مسووليت لري ،نوددغه کارترسره کولو لپاره تروروستي بريده کوښښ کول په کاردي ترڅوژرتر ژره دغه لاره ترانزيټ شي ،ده وويل دا وخت هره ورځ دغلام خان لارې څخه د١٥٠نيولې تر٤٠٠پورې باروړونکي موټرونه تيريږي که چيرې ژر ترانزيټ شي نوديوې خوا به دافغانستان عوايدورسره لوړشي اوله بلې خوابه دسوداګرولپاره دمالونوپه صادرولواو واردولوکې زياتې اسانتياوې رامنځته شي .ښاغلي نعيمي زياتوله چې دانکشافي بودجې درا انتقالولوپه موخه به په راتلوکې اونۍ کې ګډپلاوى پلازمينې ته وليږل شي ترڅوپه مرکز کې داړونده وزارتونواو ادارود چارواکوسره په دې اړه ليدنه وکړي .خوست والي دخپلې ويناپه وروستۍ برخه کې داقتصاد رياست مسوولينوڅخه وغوښتل چې په خوست کې دهغه ساختماني شرکتونو ليست برابرکړي چې پروژې يې په ښه توګه سره سرته رسولې دي اودکارکولو ښه تجربه لري .ده وويل چې په هرځاى کې خلک دساختماني پروژوله څرنګوالي څخه شکايتونه لري نوربايد ناکامه شرکتونوته دپروژو ورکولومخه ونيول شي که چيرې داسې بې کيفيته کارونه دوام پيداکړي نودنړيوالۍ مرستندويه ټولنې باورکميږي همداشان ادارې له بدنامۍ سره مخ کيږي .والي عبدالجبارنعيمي وويل چې په روان کال کې ولايتي اداره په خوست کې دبيارغونې کارونوترسره کولو پراخ پلان لري نوپرهغه پروژو بايد کاروشي چې دعملي پلي کولو وړ وي اودخلکودستونزوپه هواري کې مهم رول ولوبولى شي ،ورپسې داقتصاد ريس انجنيرحميدشاه داجنډا له مخې په ترتيب شويو وړانديزونوباندې بحث وکړده وويل چې هره ا داره بايد دتصويب شويو پروژو دپلي کولوپه منظور خپلې پروژې سمې تعقيب کړي .اوله هغې وروسته نوې پروژې دتصويب په موخه دPDCجلسې ته وړاندې کړي .همداشان ټول دولتي اوغيردولتي موسسات چې په ولسواليو کې پروژې پلي کوي له وړاندې بايد اړونده ولسوال په جريان کې واچوي اودنوموړي سره په پوهاوي خپل کارونه پرمخ يوسي ،دميخانيکې ليسې دچهارديوالۍ اودودانۍ دبيارغونې ،دټولنيزخونديتوب په موخه دحج او اوقافو ،دپيښو پروړاندې دمبارزې اواطلاعاتوفرهنګ رياستونو ته دسکتوري کميټې غړيتوب ورکول ،د١٣٩٠او ١٣٩١لمريز کالونولپاره هره اداره دپنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دتفصيلي پلانونوجوړولو همدا راز دبشپړوشويو پروژو عملي ګټې اخيستلوپه تړاو بحث وشواوپه اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول ،خوست والي دبشپړو شويو پروژو په تړاووويل چې له دې وروسته بايد داسې پروژې پرمختيايي غونډې ته وړاندې شي چې په بشپړيدوسره ترې ګټه واخيستل شي ،ده وويل په خوست کې دنجونو ليليه اوکدري روغتون په څير دنورو لويو اوکوچنيو پروژو چارې بشپړې شوې خوتر دې وخت پورې ترې گټه نه ده پورته شوې .که په همدې بڼه يواځې کارونوترسره کول صورت ونيسي او ترې ګټه نه پورته کيږي نوداډول کارونه دبيارغونې په برخه کې دمرستندويه ټولنو دناهيلۍ باعث ګرځي نوپه کاره ده چې دټولو هغه پروژو چې چارې يې بشپړې شوې دي دتسليمۍ پروسه يې ژر طى شي او ورڅخه ګټه واخيستل شي ،دپوهنې ريس دميخانيکي ليسې داحاطې او تعميرجوړولوپه تړاو وويل چې په پلازمينه کابل کې يې دجي اى زيټ GIZموسسې مسوولينوسره په همدې تړاو ليدلي دي اوکيداى شي په لنډ وخت کې دميخانيکې ليسې دجوړولوپه برخه کې همکاري وکړي .همداشان پريکړه وشوه چې دملي دفاع وزارت هغې ځمکې چې دښاري پراختيا ،کرنې ،پوهنې اونورو برخوکې دپرمختګ خنډ شوې دي بايد ښاروالۍ رياست ته وسپارل شي همداشان دولايتي پروژوقراردادنوپه تړاو هم پريکړه وشوه چې له دې وروسته دهرې پروژې قرارداد بايد په همدې ولايت کې صورت ونيسي ترڅو په يواوبل دپلورلومخه يې ونيول شي چې په دې سره به دپروژو په څرنګوالي کې ښه والى راشي .له هغې وروسته په ګډه غونډه کې دتصويب شويو پروژو دوړانديزونوپه ترتيب ،دوزارتونوڅخه د١٣٩٠انکشافي بودجې غوښتلو او دوړکتون دساختمان لپاره داړونده وزارت څخه دبودجې غوښتلو په اړه تود بحث وشو .دغونډې په وروستۍ برخه کې په نويو پروژو خبرې وشوې اومهمې پروژې په تصويب ورسيدې .په دې پروژو کې دښارپه داخل ،خواجه متون غونډۍ سرته په غځيدلي سرک اوپه پارکونوکې د٣٠٠نويو لمريزو څراغونو نصبول ،داسماعيل خيلو اومندوزيو ولسوالۍ اړوند دکڅکي سربند اودچندړکلي استنادي ديوال همداشان دخوست مرکزي باغ داحاطې پاتې برخه جوړول شاملې وې .ديادولو وړ ده چې دولايتي پرمختيايي مياشتنۍ غونډې په لړکې دپنځه ويشت ميليونه څلورلکه دوه ويشت زره څلورسوه نهه څلوښت افغانيوپه لګښت پروژې په تصويب ورسيدې .