کور / تازه خبرونه / طالبان : يوه ملګري مو د ملي اردو په جامه کي پر امريکايانو ډزي وکړې

طالبان : يوه ملګري مو د ملي اردو په جامه کي پر امريکايانو ډزي وکړې

طالبانو پخپله ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ روزګان ولايت کي يو تن وسله وال چي د ملي اردو يونيفارم يې په تن و د دې ولايت د لوړو دروېشانو په سيمه کي د امريکايانو قرارګاه ته ننوتلى او پر هغوى يې ډزي کړي چي په دې ډزو کي اوو تنو امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ويب پاڼه ليکي چي بريد کوونکى تر بريده وروسته د قرارګاه څخه پر بېرته تګ بريالى سوى .
ناټو په دې اړه لراوبر شاوخوا څلور بجې يوه خبرپاڼه لېږلې وه او په هغه کي يې د افغانستان په لوېديځ کي د ډزو پخلى او په پايله کي يې د يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړى و . خو طالبان بيا دا کچه اووه ښيي .