کور / تازه خبرونه / د ملي اردو په جامه کي يو تن پر بهرنيانو ډزي وکړې

د ملي اردو په جامه کي يو تن پر بهرنيانو ډزي وکړې

د ناټو ځواکونو يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي يو تن چي د ملي اردو جامې يې په تن وې نن ورځ يې د افغانستان په لوېديځ کي د خپل ټوپک خوله د بهرنيو ځواکونو پر خوا راواړوله او پر هغوى يې ډزي وکړې . خبرپاڼه ليکي چي په دې ډزو کي يو تن بهرنى عسکر وژل سوى .
خبرپاڼي د پېښي ځاى نه دئ په ډاګه کړى خو ليکي چي پېښه تر پلټنو لاندي ده .
دا لومړى ځل نه دئ چي د افغان ملي پوليسو يا ملي اردو په جامه کي پر بهرنيانو ډزي کېږي او هغوى ته پکښي مرګ ژوبله اوړي بلکي تر دې مخکي هم څو څو ځله داسي سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.