کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داود، بچه مقاومت؛ به ردِ پای سیدخیلی!

داود، بچه مقاومت؛ به ردِ پای سیدخیلی!

می ۲۰۱۱،۲۸
نن می چی مازدیګر مهال په ډیو جشن جوړ کړی وو او د فانتا نشه مو کوله چا وویل چی تخار کی چاودنه شوی. په کیسه کی یی نه شوم. بی له چاودنی اونی خوند نه لري.
خو ځينو پس،پسکو مجبور کړم چی تجسس وکړم. خبره چی راووته نو داوه چی جنرال داود په چاودنه کی له منځه تللی وو. له ده سره د مقاومت یو بل ځوان!!! مولانا شاه جهان هم وو. خو اصلی پرزه یی دا بل داود وو. که رښتیا درته ووایم پری خفه شوم. هر څوک چی وو خو افغان وو. بیا یو څو افغانانی کونډی شوی. څو نور یتیمان هم زیات شول. (دوالی په اړه هم نا تایید شوي رپوټونه شته، قدم راواخله!)
جنرال داود داود، خدای دی وکړي چی غلط نه شم چی ستر جنرال وو او که…؟ خو نوموړی د سپه سالار بزرګ اسلام!!! مسعود شهید!!! همسنګری او همفکره وو. جناب په تخار ولایت کی پیدا شوی وو. د شمالی ټلوالی غړی وو، کله چی طالب جان شمالی ټلواله په بازارک او پنجشیر کی را ایساره کړی وه نو داود داود ددی ډلی چی ځان ته ګروه مقاومت وایی یو چوکره وو.
طالب سکوت وکړ، کرزی واک واخیست. کو… او شیرزن دواړه سره ګډ وډ شول. داود هم د املوکو په تول کی جنرال شو. په کندوز کی د قول اردو قوماندان وټاکل شو. په ۲۰۰۴ز کی دمخدره موادو پر ضد مبارزی وزارت کی معین وټاکل شو. بلا پیسی یی دلته جوړی کړی.
له کله نه چی جنرال بسم الله محمدی د کورنیو چارو وزارت کی پښه ټینګه کړه، نو داود یی په شمال کی د ۳۰۳ پامیر زون قوماندان وټاکه.
ملا کوم چیری میلمه وو؛ کور والا سابه او چرګ پاخه کړي وو؛ ملا چرګ ته اړم وو. کور والا مولوی صیب د سابو خوړو ته مایل کړی وو خو ملا صیب ورته ویلی ول چی چرګ په طبیعت خورم. دطالبانو عملیات هم په طبیعت روان دي. کیا بات هی یار!!!
طالب تل جاهل بلل کیږي خو د امریکی تعلیم یافته وردګ عبدالرحیم یی په ګونډو کړ. د مقاومت دوه څلي یی راوغورځول(مولوی سیدخیلی او داود). دا چڼی ځانمرګی خو یی حسابوو هم نه. دا چی شل او دیرش وژني؛ داخو هسی بس عادت نه کمزوري دي. امید عملیات یی په نطفه کی شنډ کړل.
د ټلوالی پنډتانو هر یو مشر بچه پیش خدمت ډبل عبدالله او واړه ناصالح خپل جدی عکس العملونه وښودل. دایی د ملت، کورنیو چارو وزارت او د مقاومت لپاره جدی جټکه وبلله. قدم راوخله!!!
کله چی په جنوبی ولایت کی کوم قوماندان، والی او یا هم قومی مشر ووژل شي، نو نه هم دغه ملی مشران!!! کومه مرکه کوي او نه هم کومه ابلاغیه خپروي او نه هم خپل تاثرات له رسنیو سره شریکوي.
نه بیا هم حکومت پړ بلل کیږي او نه هم سوله ساتي.
ناصالح پاکستان، ای.ایس.ای؛ القاعده، طالب جان خپل مستقیم دښمنان وبلل. دشمن برای ما معلوم است!!! حکومت از درون فرسوده، خون ریختن به کدام ارزش؟
فهیم دشتی خو په طلوع نیوز خبری هم نشی کولای. ژاړه ورتله!!!
طالب جان لکه خپل هِټ لیست اوس لږ دقیق کړی. ځوانانو که چیری په رهین مخدوم وربرابر شوی، نو مونږ دی خدای له شیطانی وساتي چی څه به ورسره نه کوی. دا هم فیلسوف، صوفی، او هم دیموکرات دی. حضرت مجددی ورته ویلی ول چی کوټ، کوټ دلته او هګی بیا په شورای نظار کی اچوی. معاش له مونږ اخلی خو هګی ایران ته ورکوي.
طلوع نیوز هم دداود ځانګړی فوټیج ښوده. په کابل ښار کی یی له خلکو سره هم ځانګړی مرکی کړی وی او لومړی ځل وو چی د ژبو بلانس یعنی فیفټي، فیفټي یی ساتلای وو. مرکی هم په پښتو پیل کیدی. خلکو خپل تاثرات وښودل. خپه ول. سیاووش پری خاص پروګرام جوړ کړی وو، وحید مژده، فهیم دشتی او جاوید کوهستانی یی میلمانه ول. په درز کی بحث وشو. میډال حیدر ورته ډالی شو. په مرګ کیدای شی مارشال هم شي. داود نه مخکی هم ډیر لاړ دي چی پکی حاجی قدیر(دفواید عامی وزیر)، ډاکټر عبدالرحمان (دهوانوردی وزیر)، استاد حکیم تڼیوال (دپکتیا والی)،عبدالله وردګ (د لوګر والی) انجینر عمر(د کندوز والی)، سید خیلی (دکندوز امنیه قوماندان) خان محمد مجاهد (دکندهار امنیه قوماندان خدای می دی نه غلطوی). دیوه هم نه تلین ولمانځل شو او نه هم دولتی ویر په ځای شو. ډاریږم چی کرزی دداود په مرګ کوم ماتم اعلان نه کړي. شک په کار دی!!! څو ورځی وروسته به زبردسته فاتحه خوانی وشي. کلتور وزیر، د نظار شورای پخوانی کوڅه ډب به پکی خپلی ویناوی واوروي، داود به د سپیڅلو شهیدانو!!! لکه: بچه سقاو، مسعود شهید، سید خیلی په کتار کی ودرول شي. بچه خراسان به ورته وویل شي که از سنګرهای داغ مقاومت به ضد قشون سرخ که مسعود شهید قراردادیش بود مقاومت میکرد. انالله و انا الیه راجعون!!! د سولی په شورا به ټکان وشي، کرزی به بی کفایتی تورن شي، سولی خبری به چټیات وبلل شي او بس. طالب جان به بل څوک په نښه کوي ګورو به. تبصری خو هسی هم مفته دي. داود ته دعا کوو چی د مسعود، بچه سقاو او سیدخیلی سره یی یو ځای حشر وشي. هوری یی هم زوروره ټلواله جوړه کړه؛ الله دی د پل صراط ته خیر پیښوي. ځکه یو بل هم فقید شو!!!
leekwal@yahoo.com