کور / تازه خبرونه / آيساف : په لوېديځ کي مو يوه هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه

آيساف : په لوېديځ کي مو يوه هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه

د ناټو ځواکونو يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د آيساف ځواکونو يوه هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه . خبرپاڼه ليکي چي د هليکوپتر ټول عمله ژغورل سوي او کوم چاته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى .
خبرپاڼه ليکي چي په دې اړه تر اوسه معلومات نسته چي ايا ياد هليکوپتر د وسله والو په ډزو لګېدلى او که يې خپله ناسته کړې . خبرپاڼه ليکي چي پېښه تر پلټني لاندي ده .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .