کور / تازه خبرونه / رازق د کندهار سرپرست امنيه قوماندان وټاکل سو

رازق د کندهار سرپرست امنيه قوماندان وټاکل سو

جنرال عبدالرازق د کندهار ولايت د سرپرست امنيه قوماندان په توګه وټاکل سو . نوموړى په هغو مراسمو کي چي نن په همدې موخه د دې ولايت په امنيه قوماندانۍ کي جوړ سوي ول د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د قوماندان سالم احساس له لوري د دې ولايت د اړونده رياستو او ادارو مشرانو ته ور پېژندل سو .
نوموړى ژمنه وکړه چي په کندهار ولايت کي به امنيت او د پوليسو په ليکو کي سمون راولي او تر خپله وسه به په دې کارو کي خپل وظيفه سرته رسوي .
نوموړى د تيرو څو کلو راهيسي د سرحدي پوليسو د رئېس دارکانو په توګه دنده پر مخ بيايي او په هغه سيمه کي چي نوموړى خپله وظيفه سرته رسوي امنيت يو څه ښه دئ .
تر دې مخکي مل پاسوال خان محمد د کندهار امنيه قوماندان و چي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي د قوماندانۍ په انګړ کي ووژل سو .