نن څلور بجې د تخار د والي په دفتر د ځانمرګي برید له امله چې چې د شمال زون د پولیسو عمومي قومندان جنرال داوود داوود او د تخار امینه قومندان شاه جهان نوري پکې وژل شوي و، خو والي عبدلجبار تقوا پکی پکې ژور زخمونه اخیستی خو اوس اوس د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه ځينو سرچینو لراوبر ته وویل چې والي هم د خپلو زخمونو له امله په روغتون کی سا ورکړه.
خو دا خبر د کومې باوري سرچینې لخوا نه ده تاید شوې.
پخوانی خبر
جنرال داوود او شاه جهان نوري ووژل شوي، خو د تخار والي ټپي دی
ځانمرګی برید چې د افغانستان په وخت څلور بجې د د تخار ولایت د والي په دفتر شوی په پایله کې یې د۳۰۳ شمال زون د د پولیسو د عمومي قومندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنیه قومندان شاه جهان نوري تر څنګ يې یو شمېر نور چارواکي هم وژلي.
د تخار د والي عبدالجبار تقوا په اړه معلومات دادي چې والي ټپي دی خو ساتونکو او نورو نږدې کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځينو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو شمیر نړیوالو ځواکونه ته هم زیان اوښتی.
ویل کیږي چې بریدکوونکی د پولیسو په جامه کې د والي دفتر ته ننوتلی او لمړی یې د سپکې وسلې ډزې کړي او ورپسې یې ځانمرګی کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی، خو نور جزیات یې لا نه دي ورکړي.
جنرال داوود نن غرمه خبریالانو ته د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل چې شمال کې د امید په نامه عملیات پیل کیدونکي دي.
جنرال داوود داوود مخکې تر دې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د ادارې رییس او همدارنګه د شمال ټلوالې یو پيژندل شوی قومندان و.