د هېواد روغتيايي ستونزو ته په کتو سړي ته سمدستي يوه خبره را په زړه کېږي.
هغه دا چې سړی کله د هېواد لويو ښارونو لکه کابل، ننګرهار، خوست، کندهار، مزار شريف، هرات او نورو ته لاړ شي ښاېې چې دومره ډاکټر صاحبان وويني چې په شمېرلو کې ېې په غالب ګمان سره غلط شي، د يادولو وړ ده چې دا بې شمېره ډاکټر صاحبان ټول متخصصين او د فاکولتو استاذان دي او ښاېې چې سړی پدې کې پاتې راشي چې داسې کوم ډاکټر صاحب ومومي چې هغه متخصص او د فاکولتې استاذ نه وي. دې بې شمېره متخصصينو او د فاکولتو استادانو ته په کتو سره د يو هېواد پال انسان زړه ډېر خوشحا لېږي.
مګر په ډېره خواشينۍ سره بايد ووايم چې که څوک د هېواد پولو(سرحداتو) ته لاړ شي نو ښایی چې هغه ناروغان ونشي شمېرلی چې د درملنې په موخه بهرنيو هېوادونو د بېلګې په ډول هند، پاکستان، ايران، تاجکستان،فرانسې او داسې نورو ته ځي.
دې ټکي ته په کتو سره د انسان په زړه کې په لاندې ډول ځنې پوښتنې پيدا کېږي.
1.لمړی دا چې مونږ دومره ګڼ شمېر متخصصين او د فاکولتو استاذان لرو نو بيا ولې زمونږ دومره لوی شمېر هېواد وال بهرنيو هېوادو ته د درملنې لپاره ځي؟
2.ايا زمونږ ډاکټران نه پوهېږي که ځواب هو وي نو ولې؟
3. ايا د تخصص او د فاکولتو د استاذۍ دا علمي رتبې په کوم بنسټ ورکول کېږي په وړتيا او که په سياسي ، ژبني او توکميزو اړيکو؟
4. ايا دوی په دقت ناروغان نه معاينه کوي که ځواب هو وي نو ولې؟
5. ايا ناروغان زمونږ په ډاکټرانو باور نه کوي که باور نه کوي نو ولې؟
6. ولې يو بهرنی وګړی د درملنې لپاره زمونږ هېواد ته نه راځي او ان تر دې چې که کوم بهرنی ته زمونږ په هېواد کې د اوسېدو په وخت کومه روغتيایی ستونزه پيدا شي نو د درملنې لپاره بېرته خپل هېواد ته ځې او زمونږ د ډاکټرانو نه درملنه نه کوي.
7. ښایی چې زمونږ هغه ډاکټر صاحبان چې په بهرنيو هېوادو کې ېې زده کړې کړي دي هغوی هم د خلکو د باور په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلي وي او لدې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، دلته بيا سوال پيدا کېږي چې دا نو ولې؟
که دا پوښتنه څوک له هغه ناروغ نه وکړي چې د درملنې په موخه بهرني هېواد ته روان وي او يا همدا پوښتنه له هغه چا نه وکړي چې په بهر کې ېې څه وخت تېر کړی وي او بهرني ډاکټران ېې ليدلي وي ، ياېې ترې کله درملنه کړې وي ښایی چې سمدلاسه ېې ځواب همدا وي چې زمونږ ډاکټران نه پوهېږي. دا ځواب لدې کبله ډېر په ځای برېښي چې همدا اوس مونږ په روغتونو کې بهرني ډاکټران د سلاکارانو (مشاورينو) په ډؤل لرو چې ډېرې لوړې تنخا ګانې لري، او سربېره پر دې ګڼ شمېر ناروغان مو هر وخت بهرنيو هېوادو ته د درملنې لپاره ځي.
داسې هم ډېر ځل شويدي چې زمونږ يو اکادميک (تدريسي) روغتون چې ډېر اوچت متخصصين إو د فاکولتو پروفيسران پکې کار کوي، يو ناروغ ېې په اونيو، اونيو په روغتون کې بستر کړی وي خو د ناروغۍ په پېژندګلوۍ او درملنه کې پاتې راغلي وي خو په بهرني هېواد کې په يو شخصي کتنځۍ(معاينه خانه) کې يو ډېر وړوکي ډاکټر د هغه ناروغي تشخيص او په برياليتوب سره ېې درملنه کړې وي.
ښایی دا پوښتنې ډېرې سختي وي خو مونږ به هڅه وکړو چې پدې کوچنۍ ليکنه کې تر څه کچې ځواب ورته پيدا کړو.
پدې کې شک نشته چې زمونږ د ډاکټر صاحبانو د پوهې کچه د بهرنيو هېوادو د ډاکټرانو څخه ډېره ښکته ده خو په ټوليز ډول ښایی چې دا خبره سيي نه وي ځکه ممکن مونږ ځنې داسې په کار پوه ډاکټران هم ولرو چې ساری ېې په بهرنيو هېوادو کې هم ډېر لږ وي.
که ښه ځير شو زمونږ د روغتيا برخه هم د سياسي، ژبني او توکميزو اړيکو قرباني شوې ده، لمړې تر هرڅه زمونږ د فاکولتو استاذان د سياسي، ژبني او توکمېزو اړيکو په بنسټ ټاکل کېږي، دا ډول استادان پخپله په موضوع ښه نه پوهېږي او هغه د چا خبره ټکي ېې ميخانيک زده کړي وي خو ځان ېې پرې نه وي پوه کړای لدې کبله هغوي ددې په ځای چې د ليکنې اصلي مطلب ته ځير شي د شاګرد ځواب په لوېشت کوي او د لوېشتې په حساب ورته نمرې ورکوي.
همدارنګه زمونږ په لويو روغتونو کې نزدې ټول ډاکټران د سياسي، ژبني او توکميزو اړيکو په بنسټ ټاکل کېږي، د هغوی پوهې ته ډېر لږ ارزښت ورکول کېږي او که ارزښت ورکول کېږي نو هغه ميخانيک ته ورکول کېږي چې ټکي ېې ډېر ښه ياد کړي وي خو په مطلب ېې نه پوهېږي، لدې امله هغه خپله پوهه پلې کولای نشي او هره تبه ملاريا او محرقه کوي، د ګېډې هره ستونزه اميب او جيارديا کوي، د ملا هر درد د ملا د مهرو لرې والي او نزدې والی ګڼي….
د يادونې وړ ده چې هغه ډاکټر صاحبان چې په کار پوه دي په خواشينۍ سره بايد سړي ووایی چې هغه بيا سياسي اړيکې او پېژندګلوۍ نلري، لدې امله هغوی په داسې مقام نه ټاکل کېږي چې څوک پرې باور وکړي لکه چې ډېر ځل داسې کېږي چې زمونږ يو ډېر کوچني ډاکټر ناروغي ډېره ښه تشخيص کړې وي خو کله چې لويو روغتونو ته هماغه ناروغ لاړ شي هغوي ېې ناروغي غلطه تشخيص او غلطه درملنه ورته ورکوي د هغه موقف ددې لامل کېږي چې ناروغ د هغه په غلط تشخيص او درملنه باور وکړي.
زمونږ په هغه ډاکټر صاحبانو کې چې په بهرنيو هېوادو کې ېې زده کړې کړي ښایی چې ځنې په کار پوه خلک وي مګر د هغوی تعداد ښایی دومره لږ وي چې له نظره د غورځولو وړ وي او هغه د چا خبره چې په يو ګل نه پسرلی ګېږي ، په خواشينۍ سره بايد بيا ووايو چې ډېری د هغوی هم د سياسي، ژبنيِ، توکميزو او شخصي اړيکو په بنسټ بهر ته ځې نه د پوهې او وړتيا په بنسټ لدې کبله هغوی هم ډېر ځل هېواد ته د پوهې په ځای يواځې د هغو هېوادو غلط کلتور او رواجونه راوړي . او پايله ېې دا کېږي چې زمونږ د هېواد ډاکټر ته په بهر او بين المللي ټولنه کې څوک د نرس ارزښت هم نه ورکوي، د ټول هېواد ډاکټرانو ته د ن!
اپوهه خطاب کوي او د داسې نورو ډېرو برخو سربېره زمونږ د روغتيا برخه هم د وروسته پاتې کېدو ښکار کېږي.
په درنښت