کور / راپور / جرمني: د استاد اسمعيل يون او عاشق الله غريب سره يو ماښام

جرمني: د استاد اسمعيل يون او عاشق الله غريب سره يو ماښام

د افغانستان د کلتوري ودي ټولني په نوښت د روان کال د می د مياشتي پر ۲۷ نېټه دکولن ښارته نژدې په Event Palast  کي د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محمد اسمعيل يون او د سولي عالي شورا د دارالانشا مشاور ښاغلي عاشق الله غريب سره د افغانستان د روانو حالاتو ، ناخوالو او هيلو په اړه غونډه جوړه کړه .


غونډه  افغان فرهنګپال ښاغلي حاجي فضل رحمن د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړه ، ورپسې د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ښاغلي سيد حسين پاچا د پرانستونکي وينا په ترڅ کي له افغانستان څخه دواړو راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه .



 په دې غونډه کي د المان مېشتو افغانانو تر څنګ د المان د مونشن ګلادبخ ، هالنډ او بلجيم د کلتوري ټولنو استازو او يو شمېر فرهنګيانو برخه اخستې وه .



په پيل کي ښاغلي استاد يون د افغانستان کلتوري ټولني مشرتابه په ځانګړې ډول له حاجي صاحب فضل رحمن څخه مننه وکړه چي له هيواده ليري په جلاوطني کي يې يو افغاني چاپيريال چمتو کړﺉ دی . نوموړي اشاره وکړه چي ددغسي هڅو په پايله کي د افغانستان دکلتوري هڅو تسلسل پر ځای پاته دی .



نوموړي د افغانستان دروان حالت په اړه وويل چي هغه بحران چي د تنظيمي جګړو او طالبانو پر مهال روان و ، له بده مرغه تر اوسه روان دی . په بېلابېلو برخو کي پرمختګونه هم سوي دي خو ځيني هغه چاري چي بايد ترسره سوي وای تر اوسه نه دی سوي ، د بحران د اوږدېدو لاملونه ډېر دي ، يو شمېر کوچنيو ډلو نامشروع امکانات ترلاسه کړه او تر اوسه پر واک پاته دي ، لنډ مهاله ګټو ته پر اوږدمهالو هغو ترجېح ورکول په یوه دود اوښتي دي .


مثبت کارونه هم سوي دي خو هغسي نه چي تمه يې کېدله ، تر اوسه يوولس زره ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړي سوي دي چي شپږ زره يې نوي تاسيس سوي دي ، اته شخصي پوهنتونونه فعاليت کوي ، دغه ډول استاد يون د افغانستان د علمي او فرهنګي ډګر څخه پيل په بېلابېلو چارو کي دپرمختګونو او تر څنګ يې د ستونزو او ناخوالو په اړه په ارقاموسره مفصل معلومات وړاندي کړل .


ورپسې ښاغلي عاشق الله غريب دسولي دعالي شورا د رامنځته کېدو او تشکيل او لاسته راړونو پره اړه لنډ معلومات وړاندي کړل ، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له دواړو ښاغليو ددوی د کارونو او د افغانستان د روان بحران او لاسته راوړنو په اړه بېلابېلي پوښتني وکړې . له ښاغلي يون څخه زياتره پوښتني د اوسني او راتلونکي سياسي حالت او د افغان دولت او بهرنيانو د چارو په اړه وسوې ، د بيا جوړوني ، سياسي جوړجاړيو ، ګاونډيانو د خبرو او عمل او افغان دولت په چارو کي د ناانډوله پرمختيايي پروژو او سولي د پروګرام جوړښت  او لاسته راړونو په اړه وسوې .


له ښاغلي غريب څخه د بېلابېلو پوښتنو لويه برخه د سولي عالي شورا د کارونو په اړه وه ، ډيرﺉ برخه والو د سولي عالي شورا دمشرتابه ، طالبانو تقويه کېدو ، پښتني سيمو کي پرله پسې ړندو بمباريو او ملکي ولس د وژلو په اړه وسوې ، ښاغلي غريب وويل چي  سولي عالي شورا د دارالانشا په اړه معلومات ورکولای سي خو د نورو مالوماتو لپاره شورا خپل وياند لري ، نوموړي د بهرنیانو په اړه يوې پوښتني په جواب کي په طنزيه بڼه وويل چي زه خو څه د بهرنیانو وياند نه يم ، دبهرنيانو د چارو د څرنګوالي په اړه پوښتنه بايد ددولت د لوړپوړوچارواکو يا خپله د خارجيانو له ويندویانو سره ترسره سي .


نوموړي د افغانستان لپاره سوله تر بل هر څه مهمه وبلله او ويې ويل چي د سولي عالي شورا تازه په کار پيل کړی دی د بېلګي په توګه يې د بادغيس ولايت د سولي عالي شورا سره د وسله والو د يوځای کېدلو خبره وکړه  ، د نوموړي په وينا که موږ د افغانستان په يوه ولسوالي کي هم سوله راوستلای سو ولس به مو له خطرونو راګرځولی وي .


په پای کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر سيد حسن پاچا او ښاغلي حاجي فضل الرحمن له راغليو مېلمنو او ټولو برخه والو څخه مننه وکړه . په پای کي ګران هيواد ته د سولي او امن د پرمختګ دعا وسوه او په دې سره ماخستن مهال غونډه پای ته ورسېده .