کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د دېواله تر سیوري لاندې

د دېواله تر سیوري لاندې

که پر دولتي ودانیو د دښمن د بریدونولړۍ پسې راواخلو نو یوه خبره په لومړي سر کې د سړي ذهن ته درېږي : حکومت چې هر څومره و غواړي چې خپل تاسیسات د دنګو دېوالونو تر شا پټ کړي د ترهګرو مخه نه شي نیولای خو د دغو دېوالونو پورته کول په ښکاره ډول په رواني جنګ کې د ترهګرو بر لاس څرګندوي.
ارواپوهان وایي چې که په یوه چاره کې بریالیتوب غواړې نو د خپلې هرې ناکامۍ عوامل وڅېړه او د ورپسې پړاوونو له پاره نوې لارې چارې پیدا کړه. د دغو ارواپوهانو په اند، کله چې یوه لاره ناکامه شي نو د انسان طبیعي میلان دې ته وي چې هماغه ناکامه پروسه په لا ډېر شدت او جدیت او په لا ډېرو امکاناتو له سره تکرار کړي. که سېلاو دې د شګو بند ونړاوه نو طبیعي غبرګون به دا وي چې بل ځل تر لومړي وار ډېرې شګې د سېلاو مخې ته راټولې کړې، ان دا چې کېدای شي د شګو پر ځای د ډبرو او سېمټو دېوال هم ورته جوړ کړې، مګر د سېلاو د مهارولو له پاره بریالۍ طرح شاید چې د سېلاو د زور په منلو د داسې لارو جارو پلټل وي چې سېلاو ته هم په کې حق ورکړ شي او ته هم نه یوازې دا چې د سېلاو له تاوانه په امان شې بلکې د سېلاو ځواک په خپله ګټه و کارولای شې.
د افغانستان حکومت او بهرنيو ځواکونو انګېرلې ده چې کولای شي د ترهګرو مخه د سېمټو په دنګو دنګو دېوالونو ونیسي. له شاوخوا لسو کالو چې دا لوبه روانه ده، هره ورځ ترهګر یو نوی دېوال فتح کوي (د کندهار زندان، د دفاع وزارت، د ننګرهار د پولیسو اکاډیمي، د شهید داوود خان روغتون، د خوست د ترافیکو ریاست او دې ته ورته نورې سرکاري ودانۍ) او هره ورځ د ترهګرو په ځواب کې حکومت د دېوالونو لوړوالی زیاتوي. امریکایان دغه ډول رواني چلند ته ډېره ښکلې اصطلاح لري : evermore مانا «لا ډېر». که په زر کیلو ګرامه بم باندې مچ مړ نه شو نو لس زره کیلوګرامه بم پرې واچوه خو دا به د ځان له پاره شرم ګڼې چې یو څادر پسې راواخلې او مچ له ځانه وشړې.
د کابل په ښار کې یو ځای شته چې د پولیسو قرارګاه او یوه لېسه سره څنګ په څنګ دي. د پولیسو د قرارګاه خپل دېوالونه هم کافي لوړ دي، خو تر څنګ یې د نېږدې پینځو مترو په لوړوالي د سېمټو خښتې هم کتار شوي چې اغزن سیم یې پر سر غزېدلی دی او تر هغې پورته د څار برجونه دي چې د درنو وسلو میلونه یې د  پلاستیکي پاڼو ته ورته ټوکر لاندې ډېر ښه ښکاري. خوا ته د ښوونځي دېوال د انسان تر قده ټیټ دی او ځای ځای یې کټارې ماتې شوې دي. پوښتنه دا ده چې څوک ساتل کېږي او ځوک باید وساتل شي؟ ساده فکر خو دا وایي چې پولیس باید د ښوونځي شاګردان د ترهګرو له بریده خوندي کړي خو د عملي فلسفې په حکم پولیس د اوو کلاوو تر شا ځان خوندي کوي او ښوونځی یې د خدای ایلې ته پرې ایښی دی. کله چې حکومت خپله انرژي د ځان د ساتلو له پاره وقف کړي، خپل ټول امکانات د خپلو تاسیساتو د ساتلو له پاره وکاروي نو ولس به په چا ځان ساتي؟ دغه حکومت څرنګه دا هیله په سر کې پاللای شي چې د ولس ملاتړ دې ورسره وي؟ دغه حکومت څرنګه کولای شي چې له ولسه د همکارۍ تمه وکړي؟ خو کاش چې همدومره وای! سره له دغو ټولو امنیتي تدابیرو، دولتي ودانۍ تر بل هر ځای لږې خوندي دي.
که د دولتي تاسیاتو د امنیت نیولو پر ځای حکومت هڅه وکړي چې له ولس سره موجود دېوالونه ونړوي، د یو عادي وګړي کور چې له څومره امنیته برخمن دی د وزیر کور هم همدغومره امنیت ولري، لکه یو جوالي چې په منډوي کې څومره خوندي دی وزیر په خپل وزارت کې هماغومره خوندي وي نو بیا به دولس او حکومت ترمنځ د همکارۍ هیله معقوله وي.
د افغانستان حکومت که غواړي چې په هېواد کې ثبات راولي نو لومړی باید چې د هېواد د وګړو او د هېواد د دولتي اورګانونو ترمنځ د بې باورۍ دېوالونه نسکور کړي. که داسې و نه شي نه به تل دغه سره اوښان وي، نه به دغه لوړې بنګلې وي او په افغانستان کې د دیموکراسۍ هیلې به یو پرېشانه خوب ته ورته وي.