بسم الله الرحمن الرحيم – د کابل حکومت د سولي عالي شورى له لورى له حزب اسلامي غوښتنه شوې چي د جگړي د پاى ته رسېدو په اړه خپله طرحه هغوى ته ولېږي، د حزب له لوري هغوى ته ويل شوي چي د کابل له حکومت سره مذاکرات په هغه صورت کي گټور دي او څه نتيجه ورکولى شي چي د متحده ايالاتو له لوري د کابل چارواکو ته دا واک ورکړى شي چې کولى شي له مجاهدينو سره د فوځونو د وتلو په اړه مذاکرات پيل کړي، او دا چي سپينه ماڼۍ به د افغاني لوريو ترمنځ د هر توافق درناوى کوي، موږ دا وضاحت هم ورته کړى چي مجاهدين په هيڅ توگه تر ٢٠١٤ پوري د بهرنيو ځواکونو له پاته کېدا سره توافق نه کوي. خو د دې لپاره چي د حزب دريځ دوى او ټول افغان ولس ته واضح کړو؛ هغوى ته مو د ژغورني ملي ميثاق مخکنۍ طرحه له معمولي تعديل او تزئيد سره په دې نوې بڼي کې ولېږله:
موږ د افغان ولس او خپلو سياسي ډلو په استازيتوب؛ د الله تعالى په نامه ژمنه کوو چې له روان دردناک حالت څخه د هېواد د ژغورلو لپاره يو بل ته لاس ورکوو چي جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، په هېواد کي ډاډمن امنيت تامين کړو، له بهرنيو ځواکونو فارغ او د پرديو له لاسوهنو خوندي افغانستان جوړکړو، خپل ملي وحدت لازيات مضبوط کړو او ملت ته دا موقع برابره کړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدې او باور مطابق نظام جوړکړي، دغو لوړو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مو په لاندي طرحي توافق کړي:
١. بهرني ځواکونه دي د ٢٠١١ ميلادي کال د جولاي په مياشت کي له هېواده وتل پيل کړي او د شپږو مياشتو په ترڅ کي دي هغه بشپړ کړي.
٢. په دې مودي کي دي له ښارونو او گڼ مېشتو سيمو ووځي او په عسکري مراکزو کي دي ځاى په ځاى شي.
٣. د امنيت چاري دي په بشپړه توگه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي، بهرني ځواکونه به د افغانستان په هيڅ گوټ کي او په هيڅ حالت کي په خپل سر د نظامي عملياتو، د کورونو تلاشي او نيونو حق نه لري.
٤. قدرت دي يا يوه داسي موقت حکومت ته ولېږدول شي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، که نور لوري دا نشي منلى نو په اوسني حکومت کي دي داسي تعديل راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، خو په دې حکومت کي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن کسان نه وي. همدا راز د حکومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه کي به داسي کسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.
٥. د پارلمان پرځاى به د ټولو افغاني لورو په اتفاق د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه کسيزه شورى جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو کي به د وروستۍ پرېکړي واک ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت کي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواکونو په لاس کي وي او هيڅ بهرني ځواک په کي نه وي.
٦. د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يوځاى، يوځل او همهال انتخابات ترسره شي.
٧. په دې انتخاباتو کي د حکومت د کابينې غړي او واليان يوازي په هغه صورت کي د برخي اخيستو حق لري چي د انتخاباتو تر نيټې درې مياشتي مخکي له خپلي دندي استعفا وکړي.
٨. په لومړي منتخب حکومت کي به د هر لوري برخه د هغه د آراوو په تناسب وي او له شورى به د اعتماد رايه ترلاسه کوي، خو تر دې وروسته به بريمن لوري پردې مکلف نه وي چي ائتلافي حکومت جوړ کړي.
٩. هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو کي د برخي اخيستو حق لري چي په لومړي انتخاباتو کي ترلس په سلو کي زياتې رايې ترلاسه کړي.
١٠. په دې مودې کي به په جگړو کي د ښکېلو لورو ترمنځ بشپړ اوربند تامين وي، ټول سياسي بنديان به خوشي کېږي، ټول لوري به ژمنه کوي چې له دې وروسته به نه قدرت ته د رسېدو لپاره ناروا لاري لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله کاروي.
١١. لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅېړي او د هېواد د اساسي قانون په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
١٢. هيڅ بهرني هېواد به دا حق نه لري چي په افغانستان کي زندان ولري، کوم افغان محاکمه او مجازات کړي، يا ئې د محاکمې لپاره بهر ته انتقال او په بل ځاى کي ئې محبوس او محاکمه کړي.
١٣. په اختلاس، د مخدره موادو قاچاق، د ملي شتمنيو په غصب او په جنگي جناياتو تورن کسان به شرعي محکمې ته سپارل کېږي او هيڅ لورى به له هغوى په څرگنده يا پټه توگه دفاع نه کوي.
١٤. د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان کي نه وي.
١٥. کوم کورنى او بهرنى لورى چي د روغي جوړي له دې ميثاق سره مخالفت او د جگړي پر دوام ټينگار وکړي موږ تول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونکو مقابله کوو چي خپل هېواد او ولس د هغوى له شر او ضرر وژغورو.
والله على مانقول وکيل
اوس بايد ټولو ته واضح شوې وي چي نه بهرني ځواکونه امنيت راوستى شي، نه د بهرنيو ځواکونو تر چتر لاندي حکومت او نه نامشروع انتخابات او په درغليو او تقلب ولاړ د اقليت ممثل پارلمان، تېرو نامشروع او غلطو انتخاباتو وښوده چي نه يوازي ستونزي نشي حل کولى بلکي مزيد ستونزي زېږوي، د اشغالگرو ځواکونو د جهازونو تر وزر لاندي انتخابات د هر آزاد او عاقل انسان له نظره ارزښت نه لري ، ومو ليدل چي په وروستيو انتخاباتو کي د افغان ولس محدود شمېر خلکو برخه واخيسته، د انتخاباتو د کميسيون د رسمي اعلان له مخي د ټولو برياليو کانديدانو د رايو شمېر نږدې يو مليون او دوه سوه زره دئ، يعني ټول په گډه او راتلونکى پارلمان په مجموعه کي له هرو دېرشو افغانانو څخه يوازي د يوه کس استازيتوب کوي، آيا داسي انتخابات او پارلمان څه ارزښت لري؟!! دا انتخابات نه له شرعي پلوه مشروعيت لري، ځکه قمار ته ورته دي، بې ځايه لگښتونه ايجابوي، داسي څوک پارلمان ته لار مومي چي د لگښتونو تامينولو لپاره لومړى ځان په شتمنو بهرنيو ځواکونو وپلوري، بيا په پارلمان کي خپل ضمير، ايمان او ولس وپلوري، داسي مسخره انتخابات تل له درغليو او تقلب سره توأم وي، ټول نتايج او په ځانگړې توگه د غزني د انتخاباتو اعلان شوي نتايج يې بربنډ ثبوت دى، په غزني کي هغه مهال هم هزارگان يو اقليت وو چي داى کندى هم ورسره يوځاى وو، امريکايانو له داى کندي بېل ولايت جوړ کړ، په دې سره په غزني ولايت کي د هزاره وو شمېر له شل سلني هم راټيټ شو، خو د انتخاباتو کميسيون يولس نوماندان بريالي اعلان کړل چي په دوى کي يو پښتون هم نشته او ټول په هزاره اقليت پوري تړلي نوماندان دي!!
حزب اسلامي نه د هېواد د اشغال په حالت کي او د بهرنيو فوځونو د جهازونو تر وزر لاندي انتخاباتو کي برخه اخلي او نه له داسي مسخره انتخاباتو سره توافق کولى شي چي بدي پايلي ئې ټولو ته جوته شوې.