کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قیامت ته د چا تادي ده؟

قیامت ته د چا تادي ده؟

تاریخ راته یاد نه دی خو زما د پېښور د “خبرونه” ورځپاڼې په دفتر کې (چې هغه وخت اشنغرۍ سره نږدې و)  د یو څو نورو ملګریو سره شپه وه چې نیمه شپه د دفتر څوکیدار په ډېره وارخطایۍ له خوبه راپاڅولو. راته وې ویل “پاڅېږئ، قیامت دی، دنیا ورانېږي.” د ژمي یخه شپه وه او د بړستنې د تودې غېږې نه وتلو ته د هیچا زړه نه کېده، خو څوکیدار قسم خوړلی و چې قیامت به راباندې خامخا ویني. ما سترګې وسولولې، اخوا دېخوا مې وکاته، ومې لیدل چې نور هلکان تر څوکیدار زیات وارخطا معلومېدل. زه حیران دریان شوم چې قیامت داسې ناڅاپه څنګه راغی. څوکیدار وویل: “ټوله دنیا راوتلې ده، خلک عبادتونه کوي، ستاسو څه خیال دی چې قیامت به اول په اخبار کې خبر ورکوي او بیا به راځي؟”


 


ما ورته وویل: “تا څه ځان نه د مرګ فرشته جوړه کړې ده، که همداسې په خوب ویده یو او قیامت راشي نو تر دې ښه خبره چیرته ده؟ پرېږده چې په ناخبرۍ کې مړه شو.” هغه خپل زوړ بې کارتوسه ټوپک د غاړې نه لاس ته کړ، او وې ویل: “خدای به مانه تپوس کوي چې دوی دې ولې نه پاڅول. پاڅېږئ، یو څه عبادت وکړئ چې اخره خاتمه مو ښه شي.”


 


زه زړه نا زړه راپاڅېدم. بېرون چې راووتلو نری نری باران ورېده. په هره کوڅه کې خلکو – بوډاګانو او ځوانانو سړیو، ښځو، ماشومانو – منډې وهلې. داسې غوغا وه لکه ریښتیا چې قیامت وي. چې سرک ته رانږدې شو نو د خلکو هجوم داسې خوځېده لکه قیامت چې تېر شوی وي او اوس د حساب کتاب وخت وي. د یو څو دقیقو لپاره زما هم یقین شو چې قیامت ریښتیا رارسېدلی دی. نږدې د کوم جومات نه د ملا صیب خبرې اورېدل کېدلې. ویل یې: “زمونږ عمر تاسو ته په مسلو کولو تېر شو، هره ورځ به مو درته ویل چې قیامت ډېر نژدې دی، هره ورځ به مو د خدای د کتاب او د پېغمبر د حدیثونو نه درته د قیامت نښې بیانولې، خو تاسو نه منله. ستاسو عقیده په دې دنیا او دې ژوند وه. تاسو سره دا فکر نه و چې قیامت به راځي او خدای ته به مخ کېدل وي. اوس یې په خپلو سترګو ووینئ. زیات وخت نشته، څلور پینځه ګېنټې دي، توبې وباسئ، عبادت وکړئ، خدای ته په ژړا شئ، حساب نژدې دی.”


 


ما غوښتل معلومه کړم چې دا خبره چا او په کومه طریقه معلومه کړې ده چې قیامت څلور پینځه ساعته وروسته راروان دی. خو حالات داسې قیامت ته رسېدلي وو چې هیڅ تحقیق پکې نه کېده. باران مسلسل ورېده، څوک چې وختي راوتلي وو هغوی یې ښه لامده کړي وو، څوک چې زمونږ په څېر تازه راوتلي وو په هغوی هم د باران اوبو ورو ورو تاثیر کاوه، خو زیاتو خلکو نه باران هېر شوی و؛ هغوی فکر کاوه چې دا یې خپلې خولې دي ځکه ملایانو به ویل چې د قیامت په ورځ به هر څوک په خپلو خولو کې ډوب وي.


 


د اشنغرۍ بازار ته چې ورسېدو نو ځای په ځای غټو غټو ږیرو والا کسان د اوږدو اوږدو کوتکونو سره ولاړ وو، سړي یې یوې او ښځې بلې غاړې ته کولې چې د دنیا په دې اخري څو ساعتونو کې څه ګناه ونه کړي. د یو دوکان مخې ته د خلکو اوږد کتار فکر واخیستم چې دا به څه وي. چې ورنږدې شوم ومې پېژندو چې دا خو حمام دی.


 


زمونږ د اخبار یو ملګری هم ورغی د کتار په اخر کې ودرېده. ورته ومې ویل: “په تا څه چل شوی؟ ته خو دلته وې، څه دې کړي؟” هغه خوله په څادر پټه کړه او سترګې یې ښکته کړې. د حمام سره څنګ کې یو رستوران خلاص و او یو څو تنه پکې ناست لیدل کېدل. مخې ته یې یو تن په شتاب شتاب پراټې پخولې. ما راسره هلکانو ته وویل: “ځئ چې هلته ورشو او یو څه وخورو، په نهره ګېډه د دنیا نه تېرېدل خوند نه کوي.”


 


په رستوران کې یو تلویزیون لګېدلی و. یو امریکايي ساینس پوه پرې خبرې کولې چې داسې هیڅ طریقه نشته چې د قیامت د راتګ ورځ پرې معلومه کړای شي. دا هسې وهم دی او خلک باید د ارام ساه واخلي. وروسته پرې یو بل ساینس پوه هم راښکاره شو او همداسې خبرې یې وکړې. خو د تلویزیون کتونکي یواځې شپږ یا اوه کسان وو، نورو ټولو خلکو بېرون د ملا صیب خبرو ته غوږ ایښی و او قیامت لپاره د ځانونو په ذهني او جسماني توګه د تیارولو د اخري دردناکې مرحلې نه تېرېدل.


 


مونږ د شپې دغه پاتې څو ساعتونه ټول هماغلته یا په رستوران کې او یا بېرون په سرکونو تېر کړل. اخر خبره دې ته ورسېده چې د ورځې رڼا راماته شوه، دنیا هماغسې په ځای پاتې وه، نه زلزله راغله او نه غرونه وجنګېدل، نه مو د اسرافیل شپېلۍ واورېده او نه د غضب او تباهۍ نورې نښې. او تر دې ورځې په دې هم پوه شوی نه یم چې په خلکو کې د دغه وهم اچولو او ویرې خورولو هدف څه و.


 


دا ټول حالات په دې رایاد شول چې یو امریکايي پادري هم پرون په خلکو دغسې قیامت تېر کړ. ۸۹ کلن هارولډ کامپینګ چې ګرده نړۍ کې اورېدل کېدونکې یوه راډیويي شبکه لري (په یاد ولرئ چې د سوات راډیويي ملا هم هلته د یوې لنډې مودې لپاره په خلکو ریښتونی قیامت راوستی و) ادعا کړې وه چې بایبل نه یې د قیامت حساب راایستلی دی او هغه د می د میاشتې د یویشتمې نېټې شپږ بجې دي. دې عیسوي پادري د خپلې راډیویي شبکې په ملیونونو ډالر د قیامت د ورځې په اعلانونو ولګول تر څو خلک خبر کړي چې ځانونه حساب کتاب ته چمتو کړي. د نړیوالو رسنیو له مخې د نړۍ یوه غټه اندازه خلکو د هغه په دې احمقانه پېشنګویۍ ایمان راووړ او نه یواځې دا چې کارونه یې پرېښودل، بلکې د خپلو کورونو ډېر سامانونه او نور شیان یې هم د لاسه ورکړل. خلکو د بانکونو نه پیسې وویستې، خپلې اثاثې یې خیرات کړې، د خپلو خپلوانو او انډیوالانو سره یې اخري ملاقاتونه وکړل، او د قیامت په انتظار شول.


 


خو د می په یویشتمه نېټه شپږ بجې راغلې، تېرې شوې، او دنیا هماغسې موجوده او ژوند هماغسې روان پاتې شو څنګه چې مخکې و. د ای بي سي نیوز له مخې، دې پېښې د ډېرو عیسویانو عقیدې ضعیفې او هغه خلک چې مذهبونه نه مني د هغوی دلایل قوي کړل. د رابرټ په نامه یو تن دې خبري شبکې ته وویل: “زه تاسې ته نشم ویلی چې زما احساسات څومره بدل شول، ښکاري چې مونږ په دې هر څه سم پوه شوي نه یو.” کیت باور بیا داسې ویلي: “زه د قیامت ورځې ته پوره چمتو وم. ما فکر کاوه چې جنت ته به لاړه شم او ژوند به هلته تر دې دنیا بهتر وي. ما په دې اونۍ کې کار هم پرېښود، ځکه ما فکر وکړ چې د معاش د وخت د رارسېدو نه مخکې قیامت راځي، نو کار ولې وکړم؟” اوس یې کار هم د لاسه ورکړی او عقیده هم!


 


په زړه پورې خبره دا ده چې دې پادري دا کار یو ځل په کال ۱۹۹۴ کې هم کړی و. خو هغه وخت چې یې خبره درواغ وختله نو بیا یې وویل: “زمانه په حساب کې یوه وړه غلطي شوې وه.” د هغه د دې دویم مجوزه قیامت نه وروسته بیا مطبوعاتو ته نه دی راښکاره شوی، خو زما هیله ده چې دا ځل باید داسې ووايي: “اصلي غلطي زما په مزغو کې ده.”


 


بله په زړه پورې خبره دا ده چې د قیامت د راتلو یا راوستلو دا لېوالتیا یواځې تر پادریانو او ملایانو محدوده نه ده. د هند یو نامتو لیکوال خشونت سنګ په خپل ژوندلیک کې په هند کې د همدغسې یو قیامت ډېره په زړه پورې کیسه لیکلې ده. هغه وخت د قیامت د راتګ پیشنګويي هندو پنډتانو کړې وه او خلکو ته یې داسې حساب وړاندې کړی و چې نږدې د هند ټولو خلکو پرې ایمان راوړی و. څرنګه چې د هندو مذهب منونکو عقیدې تر نورو زیاتې ضعیفې دي نو د څو ورځو لپاره د هند تمام سیسټم په ټپه درېدلی و چې حکومت ته یې په ملیونونو ډالرو تاوان رسولی و. ما سره اوس د خشونت سنګ دغه کتاب په لاس کې نشته خو فکر کوم دغه پېښه په اویایمه لسیزه کې شوې وه.


 


زمونږ د افغانستان پنډتان بیا د نړۍ تر نورو ټولو ملایانو، پادریانو او پنډتانو تېز دي. د دوی عقیده دا ده چې د قیامت د راتګ پیشنګويي څه ګټه نلري، قیامت راوستل غواړي. نو بس لاس یې پورې کړی دی که د سرک جوړوونکي په لاس ورځي د دنیا نه یې تېروي، که ډاکټران او انجینیران په لاس ورځي په مرۍ یې چاړه راکاږي، که په سرک کې کومه روغه ټوټه ویني بم ترې لاندې کوي، که د مکتب هلکان په لاس ورځي په دار یې ځړوي او که په روغتون ورمخامخ شول نو هم ځان پکې الوځوي. او د حکومتي خلکو خو وینې څښل او غوښې پخول روا دي. زما په خیال د نړۍ د نورو هېوادونو هغه خلک چې قیامت ته یې ډېره تادي ده که افغانستان ته راشي یو څه تنده یې ماتېدی شي خو ډېر زر به بېرته تښتي ځکه هغوی دا فکر کوي چې د قیامت نه وروسته به جنت ته ځي، خو چې افغانستان ته راورسي نو چیغې به کړي چې دا خو دوزخ ته راغلو.