د خدمتګار ورځپاڼي څخه په مننه
د اذربایجان د پلازمېنې، باکو، په یوه نسبتاً څنګزنه برخه کې د قفقاز پواینټ په نامه دولتي هوټل په لابي کې مې له ګلسوم سره خبرې کولې. ګلسوم د باکو د ژبو د پوهنځي محصله وه چې د اذربایجان د فرهنګ د وزارت له خوا د مېلمنو د هرکلي له پاره غوره شوې وه. انګرېزي یې ښه وه، خو فرانسوي یې تر هغې هم ښه وه. د سهار اته، اته نیمې بجې به وې. ما د تعلیم، علومو او فرهنګ د اسلامي سازمان د فرهنګ د وزیرانو د شپږم کنفرانس په درشل کې د لوړپوړو کارپوهانو د ګروپ په دوه ورځنیو خبرو اترو کې برخه اخیستې وه او اوس د اصلي هیأت (زردشت شمس د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د پلان رییس او حلیم تنویر د هغه وزارت د مطبوعاتو د نړۍوال مرکز رییس) راتلو ته سترګې په لار وم. د یوه افریقایي هېواد د فرهنګ وزیره له خپلې یوې همکارې سره یو بل مېز ته ناسته وه. چې وا یې ورېدل چې زه د افغانستان د پلاوي غړی یم، نو خپله د دفتر رییسه یې را واستوله، زموږ په بنډار کې د ګډون هیله یې وکړه. موږ یې هرکلی وکړ. له روغبړ وروسته وزیرې را ته د ګیلې په انداز کې وویل : «په پینځم کنفرانس کې (چې په ۲۰۰۷ کال کې په لیبیا کې و) هم افغانستان وکړای شول چې خپل یو ښار د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په حیث و نوموي (غزنی په ۲۰۱۳ کې) او دا ځل هم و توانېد چې خپل دویم ښار ته دغه ویاړ ور په برخه کړي (کابل په ۲۰۲۴ کې د اسلامي فرهنګ مرکز ټاکل شوی دی) په داسې حال کې چې زموږ هېواد تر اوسه د خپل یوه ښار له پاره هم دا ویاړ نه دی تر لاسه کړی». مشوره یې غوښته. ما ورته د افغانستان د فرهنګ وزارت او په یونسکو- ایسسکو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ د هلو ځلو یاده وکړه او ورسره مې ژمنه وکړه چې که چېرې هغه هم زموږ د وزارت په څېر منډې ترړې وکړي نو افغانستان به یې په ورین تندي ملاتړ وکړي. وزیره صاحبه زما په خبرو خوشاله وه، خو داسې مالومیده چې زموږ بري او خپل پاتې راتګ یې د خولې خوند خراب کړی غوندې دی.
له اذربایجانه چې راغلو، په کابل کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د درغلیو مېله ښه په درز کې روانه وه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولسمشر په ملاتړ کې بوخت و، مطبوعاتو هم خپل ډېر وخت سیاسي ناندریو ته وقف کړی و نو په ۲۰۲۴ کال کې چې کابل ته کوم ویاړ ورپه برخه کېده د چا پام یې نه شو جلبولی. عصمت څاروان را ته په ازادۍ راډیو کې د یوې مرکې زمینه مساعده کړه خو ډېرې خبرې پر غزني او په ۲۰۱۳ کال وشوې. په مټې مې وکړای شول چې په دریو دقیقو کې د کابل یاد وکړم.
ښاغلی خرم د فرهنګ له وزارته ولاړ، استاد رهین بېرته د وزارت پر چوکۍ کېناست خو د کابل پاڼه چا وا نه ړوله. نېږدې یونیم کال وروسته مې د مالیې د وزارت په کنفرانس خونه کې موقع پیدا کړه چې د کابل د ښاروال پام ۲۰۲۴ کال ته راواړوم. هغه ښاغلي همدومره وویل چې ۲۰۲۴ کال لا ډېر لېرې دی. نور یې له موضوع سره علاقه و نه ښووله.
په خورا زیار د یوه لاس ته راغلي فرصت هرکلی تر ننه همدومره و.
د ښاغلي ښاروال دا وینا چې ۲۰۲۴ کال لا لېرې دی په افغانستان کې د کارونو د پرمختګ او د کاري تدبیرونو د ډیزاین په برخه کې یوه خورا ښه بېلګه ده. د کابل ښاروال پوهېږي چې له هغه څخه د نن ورځې د قیر او کثافاتو پوښتنه کېږي، د کابل فرهنګي ارزښت او د اسلامي فرهنګ د نړۍوالې پلازمېنې په توګه د کابل پېژندل کېدل یوه بې اهمیته خبره ده.
د غزني په اړه مو همدغه ډول بدمرغه برخورد درلود. د ۲۰۰۷ کال په وروستیو شپو کې مو چې د غزني له پاره دا ویاړ لاس ته راوړ، ګومان کېده چې شپږ کاله کافي وخت دی. که څه هم په شاوخوا یو کال کې د مهمو پروژو د سروې چارې تر سره شوې خو د پیسو درک یې لا تر اوسه نه لګېږي. یو نیم کال وروسته به غزنی د اسلامي فرهنګ نړۍوال پایتخت وي خو د غزني منارونه به لا هم د لوېدلو له ګواښ سره مخ وي، د غزني فرهنګي مرکز به لا د نقشې په بڼه وي، د غزني پوهنتون به لا هماغسې یو خوب وي او د غزني خلک به لا هم د ژوند د ورځنیو جنجالونو سرخوږی د خپل ښار د فرهنګي ځلا فکر ته نه پرېږدي.
د غزني په پرتله کابل هم پراخه دی، هم په کې کار ډېر دی. دیارلس کاله به داسې تېر شي لکه د سترګو یو رپ خو په ۲۰۲۲ کال کې چې هر څوک د فرهنګ وزیر او د کابل ښاروال وي، حیران به وي چې یو کال وروسته به څه کوي!
په نوي افغانستان کې فرهنګ ته د شپږمې ګوتې په سترګه کتل کېږي، خو که سر له اوسه د کابل خلک د خپل ښار راتلونکی فرهنګي ویاړ، لکه چې ښایي، تامین نه کړي نو کابل به هم د غزني په څېر د اسلامي فرهنګ یوه هېره، ورکه، بې ارزښته پلازمېنه وي.