کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپروني جهاد ننني سوداګران

دپروني جهاد ننني سوداګران

پدې شک نشته چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامي نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ وړاندې کړې ده ، د اسلامي ځوښتونو په بهیر کې ساری نه لري ، او په کومه کچه چې دا پروسه د انساني ژوندانه په  چارو کې د اسلام عملي اړخ شونی کوي ، او په کومه کچه چې دا پروسه او کړنلاره اسلام ته د انسان په هر اړخیزو چارو کې که هغه سیاسي  چارې وي ، که دیني که اقتصادي .. خپل ریښتني مقام ټاکي ، په هغه کچه د دغې پروسې د شنډولو لپاره په مصر کې د لویدیځ په لمسون دحسني مبارک د مستبد حکومت له لوری هڅې په لاره اچول شوې وې ، تر څو د دغې پروسې خاوندان د هر راز بې بنیاده او بې اساسه تورون په اساس تورو زندانو ته ولیږل شي، د سختدریځۍ نه نیولی تر ترور پورې په راز راز تورن  د سیاسی فعالیت له ډګرڅخه ګوښه شي .
چا له موږ څخه دا تصور کولې شوی ، چې په مصر کې به د حسني مبارک  په څیرهغه مستبد او دیکتاتور حکومت ، چې د لویدیځ د استعماري ځواک له بې دریغه ملاتړ څخه برخمن ؤ ، او په سیمه کې ئې د لویدیځ ناوړه او استعماري توطیو او دسیسو ته  لاره هواره وله ، په ځانګړی توګه  ئې د فلسطین په کشاله کې  د بې وزله فلسطنیانو په ضد د اسراییلو دناوړه عزایمو ملاتړ کاوه ، دبې وزله ملت په لاس د یوه داسې سرنوشت سره مخ شي ؟.   همدا د ملت د همغږۍ او ملي پاڅون روحیه او پیغام ؤ ، چې د لویدیځ استعماري غاصب ځواک هم جرات و نشو کولای چې له خپل دغه لاسپوڅي حکومت څخه ملاتړ وکړي ، خو هیره دې نه وي ، چې د مصر په پاڅون او د عربي نړۍ په نورو پاڅونونو کې کوم توپیر چې ملاحظه کیږي ، هغه هم د همدغه اسلامي غورځنګ د سالمې او نه ستړېکیدونکې مبارزې پل دی ، کومه همغږي او کوم وحدت چې د مصر په پاڅون کې را ښکاره شو د همدغه غورځنګ د پرلپسې دعوت او د اسلام له اصلي معیارونو سره سم خوځښت و .
چا له موږ څخه دا تصور کولای شوی ، چې په تونس کې هغه د استعمار او استکبار تالي څټی مستبد حکومت چې خلک ئې له ویرې د عبادت لپاره جوماتونو ته نشوی تللی ، د مبارزو مسلمانانو څخه ئې زندانونه ډک کړی وو ، او څوک ئې بیا د اسلامي مبارزې په تور له هیواد څخه تبعید کړي وو ، او د عامو وګړو خو دا حال و چې د بې کارۍ له لاسه ځان سیزلو ته تیار شوی وو ، به له داسې سرنوشت سره مخ شي ؟، او بالاخره د خپلو مزدورانه او اسلام ضد اعمالو له لاسه هیواد پریږدي او وتښتي .
چا له موږ څخه تصور کولای شوی ، چې په لیبیا ، سوریه ، یمن … کې به دا استکباري او دیکتاتور نظامونه له داسې جریان سره مخ شی  .  چې چا له موږ څخه دا تصور کولی شوی ، چې د لویدیځ مفکره طبقه او ځینې کړۍ دې هم په دې باور او یقین شي ، چې د تاریخ په اوږدو کې دغه راز مستبدو حکومتونو د خپلو واکمنیو د بقا لپاره لویدیځ په دې غولولی وو ، چې ګواکي اسلامی حرکتونه د لویدیځ لپاره ستر او خطرناک ګواښ دی ، او باید هیڅکله د حکومت واږې په لاس کې وانخلي . خو د اقتصادي بحران څخه راپدیخواه چې د نړۍ په کچه ډیر ستر بحران ؤ ، په ځانګړې توګه د لویدیځ لپاره ډیر ګواښمن بحران ؤ ، په لویدیځ کې مفکره طبقه او ځینې کړیو ته د اسلام اړوند دا پوښتنه راپیدا کړه ، چې څرنګه کیدای شي ، چې  اسلام دخپل مالي سیستم ( بانکداري ) لپاره دومره منظم نظام ولري ،چې د دغه راز ستر بحران څخه ئې وژغوري ؟ او د انساني ټولنې د نورو سیاسي ، ټولنیزو او اخلاقي چارو لپاره څه و نه لري ، او که ئې لري نو دوی ته تر دې پرته نور زیات معلومات نه شته ، چې اسلام په مجموع کې یو وروسته پاتې او زوړ نظام دی ، چې د اوسنی عصر له غوښتنو سره څنګ نه لګوي  . خو که له یوه لوری د اسلام د مالي سیستم په هکله د لویدیځ د عالمې او څیړنیزو مرکزونو د څیړنو له کبله د لویدیځ په مفکره طبقه او ځینو کړیو کې د اسلام اړوند ژور بدلون را منځ ته شوی دی ، له بل لوری په لویدیځ کې د هغو مبارزو مسلمانانو د مبارزې له امله ، چې د خپلو هیوادونو د مستبدو حکومتو نو له خوا تبعید شوی وو ، او په خپله مبارزه کې ئې زیار وګاله تر څو داسلام نظام حقیقی مفهوم لویدیځوالو ته تشریح کړي ، هم یو ډول ګټور بدلون را منځ ته شو، او هغه دا چې په لویدیځ کې په دغو حکومتونو د بې اعتمادۍ او بې باورۍ یو ډول فضا را منځ ته شوه . او نتیجه دا شوه چې لویدیځ کوم چې په خپله سیاسي ایدیالوژۍ کې د خپل مصلحت څخه پرته کوم ارزښت نه پیژني ، له خپلو دغو لاسپوڅو حکومتونو څخه لاس واخلي او د خپلو ملتونو ارادې ته ئې وسپاري . نن په مصر کې هغه حسني مبارک چې دخپلې واکمنۍ په ډیرشو کالونو کې ئې د لویدیځ بې دریغه خدمت کړی ؤ ، د ملت له لوری محاکمې ته را کش کیږي او لویدیځ ئې په هکله هیڅ نه وایی ، نن په مصر کې چې د ملت اراده تمثلیږي په ډیره لنډه موده کې د فلسطین د حماس او فتح ډلوتر منځه روغه جوړه کیږي او په لنډه موده کې تمه ده چې ګډ جکومت به جوړ شي . خو د حسني مبارک په نظام کې د لویدیځ د مصلحت لپار غزه محاصره وه او د فتح او حماس تر منځ روغه جوړه ممکنه نه وه .  او هغه اسلامي حرکتونه چې د دغو مستبدو حکومتونو د جبر او ظلم سره سره او د لویدیځ د دښمنۍ سره سره  د خپلې مبارزې په اوږدو کې خپلو دیني او سیاسي  ارزښتونو ته متعهد پاتې شول خپل هدف ته نیږدې شی او دعامو خلکو حمایت او ملاتړ  تر لاسه کړي  .
د دغې اوږدې مقدمې نه وروسته به اوس اصلي خبرې ته راوګرځو : هغه دا چې په ګران افغانستان کې هم د روسانو په وړاندې په سپیڅلی جهاد کې ډیر سیاسي ګوندو نه او تنظیمونه جوړ شول ، خو ټول په ظاهري ډول د مجاهدینو په نامه د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې رامطرح شول ،او د خپلې سیاسي پروسې په اسلاموالی ئې ټینګار کاوه . له کومه ځایه چې د روسانو په وړاندې جهاد یوه اسلامي دنده وه ، او کومو سیاسي ګوندونو او حرکتونو چې پکې ګډون وکړ ، د اسلامي انګیزې پر اساس ئې پکې ګډون وکړ ، خو وروسته لدې چې د روسانو په وړاندې جهاد خپل آخري پړاو ته نیږدې شو ، اقتدار ته د رسیدو لپاره ډیری د دغه سیاسي ګوندونو د خپل اسلامی ارزښتونو څخه چې په سره کې ئې جهاد ؤ ، فاصله ونیوله ، او ورو ورو ئې د هغه روسانو سره په دې موخه  اړیکې وغزولې تر څو د افغانستان سیاسي برخلیک ته د همدوی له لارې ځان ورسوي ، او په لومړي سره کې همداسې هم وشول چې د روسانود نظامي لاسپوڅو په مرسته ئې د افغانستان سیاسي واک ته ځانونه ورسول . او یاده دې وي ، چې د رباني د حکومت په مهال چې عبدالله عبدالله ئې هم مهم غړی ؤ ،اسامه بن لادن او دهغه ډله د سوډان څخه افغانستان ته په افغاني الوتکه کې راوړل شو ، او بیا دا خبره هم مطرح شوه چې دوی ته افغانی تابعیت ورکړي ، خو نن هماغه عبدالله عبدالله وايي : چې احمدشاه مسعود د بن لادن په مستقیم امر ووژل شو ، هغه د عامو خلکو خبره ” هلکه ! دا بن لادن خو لس کاله وړاندې هم پدې سیمه کې ؤ ، تا ولې دا خبره وړاندې نه کوله ، اوس چې مړ شو د لویدیځ د تعاطف د حاصلولو لپاره دا خبره کوئ ، په ریښتیا چې د اسامه بن لادن دمرګ نه هم  هغه د مومن خان د ښامار د مرګ قصه جوړه ده ، ښامار مومن خان وزلی ؤ ، خو هر چا به ویل چې ښامار ما وواژه . اوس د دلپاره چې اقتدار ته ورسیږي او په دې لاره کې د لویدیځ ملاتړ تر لاسه کړي وايي : احمد شاه مسعود بن لادن وواژه ، کله د احمدشاه مسعود په وینو سوداګري کوي کله د مجاهیدینو په وینو سوداګري کوي ، آن تر دې چې کله دا محسوسه کړي چې د دولت له مخالفینو سره د سولې خبرې کومې پایلې ته رسیږي ، نو بیا د ولسمشر کرزي حکومت په دې تورن کوي چې د سختدریځو په مخ ئې د حکومت دروازه پرانیستې ده ، یعني واک ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې د ملي سولې مخالفت هم کوي ، او ډیره مهمه دا چې کله هم د قومیت په نامه خپله سیاسي اجنډا وړاندې کوي  ، دا چې د سیاسي حکم لپاره په  افغانستان کې د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ اور بلوي ، دا په دې معنی ده چې تر هر څه وړاندې دوی د خپل قوم دښمنان دی . اوس د دې ټولو تر څنګ زیارباسي تر څو د لویدیځ لمنې ته په دې هیله د رسیدلو کوښښ وکړ ، تر څو د افغانستان په سیاسي برخلیک کې مطرح شي ، نو ځکه دا راز څرګندونې کوي  : ( احمد شاه مسعود د بن لادن په مستقیم امر ووژل شو )  .
تاریخ دا ثابته کړې ده ، چې دلویدیځ استعمار د خپل سیاسي خوځښت په لړ کې پرته له خپلو مصلحتونو او ګټو بل څه ته اهمیت نه ورکوي ، نو هر هغه سیاسي ګوند او قوت چې غواړي د لویدیځ په مټ پرته له کومي  څرګندې سیاسي پروسې او اجنډا څخه واک ته د رسیدو کوښښ کوي ، په پای کې به د خپل ملت له فیصلې او غبرګون سره مخ کیږي ، څرنګه چې نن د عربي نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د خپلو ملتونو د قهرجن غبرګون سره مخ دي ، او ریښتنی بری به په اسلامي نړۍ کې دهغو سیاسي خوځښتنو په برخه وي ، چې په ریښتیا په خپله سیاسي پروسه کې د اسلام ارزښتونو ته متعهد پاتي شي ، او د هر راز قومي ، نژادي تعصب څخه ډډه وکړي .