د طب مجلې ادارې پتيلې ده چې د يوې اوږدې چوپتيا او ټکنيتوب څخه وروسته طب مجله يو ځل بيا له چاپه راوباسي.
دټولو درنو ليکوالانو او درنو ډاکټر صيبانو څخه په درناوي هيله کوو چې موږ سره د ليکنو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړئ او دا ځل پرېنږدئ چې طب مجله ټکنۍ شي. طب مجله يوه ازاده خپلواکه طبي خپرونه ده چې په ۲۰۰۴ ز کال کې يې د جلال اباد څخه په خپرونو پيل کړی وو بيا د مادې او معنوي ستونزو له امله يې خپرونې په ټپه ودرېدي.
هغه ډاکټر صيبان او ليکوالان چې غواړي موږ سره د ليکنو په برخه کې همېشنۍ مرسته وکړي نو دا به يې په موږ لويه لوريينه وي. د يادونې وړ بولو چې طب مجله يوازې طبي مضامينو ته ځانګړې شوي خپرونه ده، د هر راز سياسي او نورو ليکنو د راليږلو څخه بخښنه غواړو. زموږ مرسته يوازې په طبي ليکنو، څېړنو او خبرونه وکړئ او طب د خلکو د روغتيا لپاره هوډ لري، د طب سره لاس ورکړئ او خپلې هر راز طبي علمي ليکنې ورته راوليږئ
ستاسې د ليکنو د راليږلو په هيله د طب مجلې اداره
Teb.jbd@gmail.com
شمېرې:۰۰۹۲۷۸۳۰۸۱۴۴۷ ۰۰۹۲۷۰۲۴۷۸۶۰۶