په لكى مروت كښى پنځه ورځى د مخه دپوليس سره په مخامخ جګړه كښى يو غير ملكى وګړى وژل شوى وْ يو باورى خبر ځاى پدى اړوند وويل چى اوس بشپړه پته لګيدلى چې دا بهرنى وګړى سيف الا سد نوميږى خبر ځاى داهم وويل چې سيف الا سد د مشهور جنګى قوماندان طاهر يلداشيف نژدى مرستندوى او د بريدونو پلان جوړوونكي وْ.