کور / سياسي / دین او دولت منځ کي بېلتون

دین او دولت منځ کي بېلتون

لیکنه: پروفیسور دکتور جعفر ادریس
ژباړن: طارق کاکړ


د ژباړونکي يادونه : لاندنی لیکنه د انګریزي ژبي څخه پښتو ته ژباړل سوې ده چي البته د دکتور ادریس اصلي لیکنه خپله عربي کي ده او هغه د الجمعة مجلې له خوا وه انګریزي ته ترجمه سوې. شیخ دکتور ادریس د سوډان د اهل سنت و جمعت د علماءو څخه دی. فلسفه کي پراخ معلومات لري او دکټورا یې د انګلستان د یوه پوهنتون څخه پکي حاصله کړې ده. 


دین او دولت منځ کي بېلتون په پراخه توګه غرب کي منل سوی تعامل او لدې لاري یو نړیوال سیاسي فکر ځیني جوړ سوی دی. د تاریخي لیدلوري څخه دغه ایډِیا د مسایلو سره د تَعامُل د یوې عملي ستراتیژي  په څېر را منځ ته شوه؛ هغه مسایل چي د نصاری او په غربي کلتور کي نورو اوسېدونکو خلګو سره تعلق لري.


اما په تدریجي توګه دین او سیاست منځ کي جلاوالی د معاصر دولت لپاره مشهور شرط ایښودل سوی دی. ویل کیږي چي «سِټِزنشیپ» یا اوسيدني، نه دین، باید په دولت کي د عضویت شرط وي ځکه وګړي مختلف دي او مختلف ادیان لري. وایي که دولت یوه دین ته متعاهد وي نو د نورو ادیانو غړي به د بېګانه توب احساس وکړي ولي چي یو پردی دین به ورباندي تحمیل سوي وي. دوی به د خپلو دیني مراسمو د ترسره کولو څخه منع او په دولت کي د ځینو مقامونو د لرلو د حق څخه محرومه وي؛ لکه د ریساست جمهوری د مقام او نور کلیدي مقامونه. وایي دا به مزاهمت او لانجه رامنځ ته کړي او د دولت د پرمختګ ممانعت به وکړي.


له دې امله د دغه د جلاوالي سیاست پلویان فکر کوي چي تر هر څه غوره ده چي یو دولت سیکولر لاره ونیسي؛ نه د یوه دین حمایت وکړي او نه د هیڅ دین څخه مُنکِر وي. د ښاریځ (هستوګنو) انتخاب دی چي کوم دین او کوم ارزښتونه غوروي او کوم عبادات خوښوي او تر سره کوي.


دا د یوه ایډیالي بېطرف سیکولر دولت یو اړخ دی چي غربي سیاستوال خلګو ته غواړي انځور کړي. اما د دین او د دولت تر منځ د بېلتون نظریه ډېري ادعاوي کوي چي حقیقي نړی کي یي زغم دروند دی. راځئ، ځیني ادعاوي يې وګورو.


داسي انګېرل کیږي چي – بناء پر دې خبري چي دین په دولتي چارو کي دخالت کوي او شاید خراب یې کړي – یو سېکولر دولت لپاره ممکنه ده چي د ټولو ادیانو په مقابل کي بېطرفه موقف اختیار کړي. دا هغه وخت کېدای سي کله چي د دولتي اُموراتو او د دین تر منځ هیڅ اړیکي وجود ونلري او واړه دوه بېل څیزه وي. اما ادیان یوازي د عقایدو، عباداتو او اخلاقو مجموعه نه وي چي ټولني باندي هیڅ اثر نلري. اکثره مشهور ادیان – یهودیت، نصرانیت او اسلام – قوانین لري چي د خلګو تر منځ د اړیکو ټاکنه کوي؛ که په فردي اساس وي، د کورنۍ په منځ کي، او یا په عام شکل د ټولني سره؛ دا سربېره پرهغه قوانینو چي د خوراک او څښاک په اړه او دډېرو نورو ورځنیو جزءیاتو په اړه دي چي د دولتي چارو څخه بېلیږي نه.


د دې شيء د رعایت لپاره غربي سیاستوالو جوړه کولو ته مجبوره سوه. دوی فیصله وکړه چي د خپل دین – نصرانیت – ځیني ارزښتونه د دولتي احکامو په جوړولو کي داخل کړي. او یقیناً چي نصراني ارزښتونه غربي بهرني سیاست کي ژوندی رول لري؛ په خاصه توګه د هغه په تَعامُل کې د عالم الاسلام سره. عین وخت کي د نصراني دین ځیني مهم اړخونه خارج وساتل سول. ورستنیو لیبرال غورځنګونو د نصرانیت مقدس کتاب باندي حمله کوي او مدعي دي چي هغه څه چي د هغه په اړه تل دغه اعتقاد وو چي د الله کلام دی فقط د خلګو لیکني دي چي د هغه کلتور څخه متاثره وه کوم کي چي یې ژوند کاوه. دوی د دغه نظر ملاتړ د بایبل د مختلفو چاپونو په وجود چي یو له بل سره متضاد دي وکړ. وايي، ځکه باید ځیني نُصوصي قیوداتو ته – لکه د همجنس بازی تحریم – د ټولني له خوا په یوه معین زمان کي وضع سوي قانون په سترګه وکتل سي څو د دغو قوانینو د مُتابعت لپاره دلیل پاته نسي. دغه غورځنګ د سیاستوالو، مشرانو او حتی د دین د علماءو له خوا ملاتړ موندلی. نتیجه دا سوه چي سېکولاریزم مستقل سوی او نور بېطرف یا بې جانبه موقف ندی. کولای سو ووایو چي هغه خپل ذات کي خپله یو دین دی چي په غرب کي خپل پلویان لري چي نصرانیت باندي حمله او جنګ ورسره کوي.


نو مسلمانان باید د دین او دولت د معاصر موډ په هکله چي د دوی هیوادونو ته راغلی څه موقف اختیار کړي؟ په اسلام کي بنسټیزه عقیده ده چي قرأن سل په سل کي د الله کلام دی او سنت هم د الله وه خپل نبي صَلی الله علیه و سلَّم سوي هدایت په نتیجه کي رامنځ ته شوه. اسلام د دولت څخه بېليږي نه ځکه مسلمانانو ته د دولت او د خپلو ژوندونو د چلولولو لپاره هراړخیزه لارښونه کوي. مسلمانان بله لاره نلري مګر دا چي سېکولاریزم ورټي ځکه چي هغه د الله احکام له خپل مقامه غورځوي.


د سېکولر دولتونو حامیان دلیل وايي چي د یوه دین ارزښتونه د نورو ادیانو پر غړو چي زموږ هیوادونو کي شتون لري نسي تحمیلېدای. په هر حال، که غیري مسلمانان په یو دولت کم یا ډېر وي، سېکولاریزم صحیح جواب ندی. یا خو به غیر مسلمانان په مسلمان دولتونو کي خپله سېکولارسټان وي چي په دولت کي د اسلام د احکامو د ړنګولو پلوي کوي او یا به د خپل دین وفاء داره غړي وي چي غواړي دولت د هغه دین د احکامو تابع داري وکړي. نو د اسلامي نظر مطابق واړو حالتونو سره روغه جوړه نسي کېدای. د کوم شيء یادونه چي باید وسي، دا چي اسلامي احکامو کي نور ادیان ممنوع ندي [یعني اسلامي دولت کي د نورو ادیانو پلویان د خپل دین تابع داري کولای سي]. همداراز اسلام خلګو ته د تشریع او دولت رهبري کولو لارښوني وړاندي کوي چي هغه د دولت د ټولو وګړو تحفظ کوي.


په غرب کي سېکولارسټان به د دې سره موافق سي، مګر بیا دېته ګوته نیسي چي د اسلام تر احکامو لاندي خلګ مساوي ندي. وایي د بېلګي په توګه یو غیر مسلم ریس جمهور کیدای نسي. ښه، د دې حقیقت په جواب کي، سیکولاریزم هم بل شان ندی. هیڅ مسلمان نسي کولای سیکولر دولت کي ریس جمهور سي ځکه اساسي قانون ته د وفاء په عهد کي باید د خپلي عقیدې یوه برخه پریږدي او د سیکولاریزم عقیده ومني چي هغه اصلاً بېل دین دی. د مسلمانانو لپاره د دین لفظ یوازي د عقایدو او عباداتو د مجموعې معنی نه ورکوي، بلکه د یوې ضابطه حیات معنی ورکوي چي هغې کي عقاید، اخلاق، عبادات او د ژوند کولو هراړخیز معلومات دي.


سیکولاریزم نسي کېدای د داسي هیوادونو لپاره حل واوسیږي چي مسلم اکثریت ولري ځکه چي د الله له خوا ورکول سوي عقاید په یوې د انسان له خوا جوړ سوي، کاملاً بېلي مجموعې د عقایدو بدلوي. د دین او دولت تر منځ بېلتون د مسلمانانو لپاره ښه چاره نده ځکه هغه زموږ څخه دا غواړي چي د الله احکام د انسان د احکامو لپاره ترک کړو.