د طالبانو وياندان مجاهد صيب، قاري يوسف احمدي صيب او بل طالب صاحب دې ځواب ووايي.
پرون ورځ مو يو زړه بوږنونکی خبر واوريد، چې د پکتيا وﻻيت د وزي ځدراڼ په ولسوالۍ کې، طالبانو د سرک جوړونې پر يوه ساختماني شرکت حمله وکړه. طالبانو د دغه شرکت لږ تر لږه څلوېښت ساتوونکي او کارګر وژلي او يو شمېر نور يې ژوندي يرغمل کړي دي، چې د هغوی برخليک ﻻ هم څرګند نه دی. ( طالبانو په ډېر وياړ سره د د دغه خبر پخلی هم کړی).
ښاغلی طالب صاحب! لطفا د افغانستان مظلوم او جګړه ځپلي ملت ته اوس رښتيا ووايه، چې د دغه بېګناه انسانانو د وژلو او يرغمل کولو امر او فرمان تاسو ته بيا له کومې مرجعې نه صادر شوی و؟
ايا دغه وژل شوي کارکوونکي ستاسې دښمنان وو؟
ايا دغه بېګناه ګارګرو ستاسې پر وړاندې پوځي عمليات کول؟
ايا دغو بېګناه خلکو د بېل او کولنګ په مرسته ستاسو جاسوسي کوله؟
ايا دغو کارګرانو کورنه او ودانۍ ورانولې؟
نه!
دغه بېګناه کارګرو زما او ستا وران ويجاړ کور جوړولو!
دغو بېګناه کارکوونکو هغه سرک، چې ستا په بم او د بهرنيو وحشيانو لخوا په ټانک او بمباريو سره وران شوی و، بېرته زما او ستا لپاره جوړولو!
دغه بېګناه کارګرو د خپلو بېوزلو کورنيو لپاره، له دغه مدرکه يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله.
دغه بېګناه کارګرو، هغه سرک چې سبا ورځ د خلکو په درد خوري او زما او ستا مريض، سپين روبي، ناروغه مور او خور په دې ﻻره انتقال شي، جوړولو.
اې طالب صيب، د دغه بېچاره ملت وينه او ژوند ولې تاسې ته هېڅ ارزښت نه لري او د مرګ لپاره يې داسې په بېړه او بې رحمۍ سره تصميم نيسئ؟
تاسې ووايئ، چې دغه مظلوم او بېګناه خلک چې په دغه سيمه کې الله تعالی پيدا او ميشت کړي دي، په کومه وﻻړ شي؟
د شپې له خوا د بهرنيو وحشيانو له چاپو او بمباريو نه په امان نه دي او د ورځې لخوا بيا ستاسو له بې رحمۍ څخه. که تاسې چېرې د دغو مظلومو کارګرو وژنه جهاد بولئ خو د افغانستان مسلمان ملت له داسې جهاد څخه توبه ! د افغانستان مسلمان ملت هېڅکله هم د خپل بېګناه ورور، هغه هم پوځي نه بلکې د شرکت جوړولو يو غريب کارګر وژنه، جهاد نه بولي او د هغې څخه نفرت لري.
نور د خدای او رسول روی ته وګورئ او د دې مظلوم او بيچاره ملت ، ښېراوې او ازار مه اخلئ او د دغه جګړه ځپلي ولس شک، چې تاسې د افغانستان د بربادۍ او د افغانانو د وژلو لپاره ګمارل شوي ياست، په حقيقت مه بدلوئ.
موږ افغانان د دغه وحشت او د افغانستان په مظلوم ملت باندې د ظلم او استبداد پر وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کوو او د ((طالبانو ته د کابل بانک د یو شهید د کورنۍ لیک)) تر سرليک ﻻندې ليکنه، چې پخوا په رسنيو کې خپره شوې وه، پر حقيقت وﻻړه او د تائيد وړ بولو تر څو زموږ هېوادوال په دې هکله قضاوت وکړي او ګوندې د طالب صيب په زړه د رحم پرښتې رانازلې شي.
په افغانستان کې د وحشت او ورور وژنې د ختميدو په هيله
په افغاني مينه او درنښت