کور / سياسي / کاوبايي سیاستونه

کاوبايي سیاستونه


د امریکا د بهرني سیاست د ورستني تاریخ په کتلوسره آن عامي ته څرګنديږي چي د امریکا بهرنی سیاست مشخصه او معلومه پر ارزښتونو استواره خط المشی نلري. پروپاګنډي وسایل یې تل د ډموکراسئ او ازادئ سندري ږغوي، خو حقیقت کي امریکا بده نه ګڼي چي همدغه ارزښتونه دي تر پښو لاندي کړای سي کله چي د امریکا د اقتدار د ساتلو او یا لا پراخولو لوبه په یوه منطقه کي د جدي خطر سره مواجه سي. 


 بیا نو هر چا سره او هررنګه معامله کوي. له همدې کبله یې پخوانی جمهور ریس، فرانکلین ډيلانو روزویلټ، د نیقاراګوا د ډیکټاتور، اناستازیو ساموزا، په اړوند وایي: » دی ( یعني ساموزا ) به حرامي وي، خو زموږ حرامي دی «. امریکا د ساموزا سره د هغه په کودتا کي پراخي مرستي وکړې. د ساموزا واکمني تقریباً دوه نسله پاته وه. د ساموزا د کودتا شل کاله وروسته جمهور ریس، ايزنهاور، هم د روزیلټ قول تکرار کړ. شاید د امریکا د دولت مؤسسینو د دغه شان سیاست اختیارولو څخه بريء وي. جورج واشانګټن په خپل وداعي خطاب کي ویلي چي د امریکا خارجي سیاست باید د ټولو ملتونو په مقابل کي د حسن نظر او عدالت لرلو، د ټولو ملتونو سره د سلحي د ساتلو او کولو او د هغو سره د سوداګریزو اړیکو لرلو څخه مرکب وي.   


که د روزویلټ خبري ته راوګرځیږو، نو هغه خبره د امریکا د بهرني سیاست د زعماءو اصلي ذیهنیت او طرز فکر په رمزي ولي خورا بنسټیز ډول انځوروي. د دلیل د تقویې لپاره به څو نوري بیلګي وړاندي سي: په چیلي کي امریکا د چیلي جمهور ریس، الېندې، قتل او اګوسټو پینوچيټ یې د هغه مستخلِف کړ. په ایران او ګواتي مالا کي یې د ولس لخوا منتخب مشران لیري او د هغو پر ځای يې نور راوستل. پر ایران يې مستبد او منفور رضا شاه واکمن کړ او پر ګواتي مالا باندي د نظامیانو کړۍ.


دا مثالونه څرګندوي چي امریکا ډموکراسي وایي خو ډموکراسي نکوي. په بل عبارت، امریکا خپل د ارزښتونو تابع هغه وخت وي چي عملي تحقق يې د اقتدار او پراخو اقتصادي ګټو په بیعه نه وي. لدې کبله باید هر د امریکا لاس پوڅی واکمن پوه سي چي د امریکا ولاء او وفاء ځانګړی معیار نلري، بلکه لکه د اسهامو بورس وي. نن به د امریکا لپاره قهره مان خو سبا تروریست یې. همداسي یې باید هر د امریکا د ب-۵۲ تر سیوري لاندي راغلی واکمن وګڼي.


د مصر انقلاب همدا تلخ حقیقت بربنډ کړ .بعیده ده چي امریک دي مبارک ته ویزا هم په اسانه ورکړي ولو هرڅومره بېګناه او مظلوم خلګ یې د امریکا د رضا کولو لپاره وژلي وي.  د یولسم سپټمبر وروسته بوش او دهغه ملګرو د مصر په زندانونو کي ډیر زیات انسانان وزورول. په اصطلاح » په تروریزم متهم « افراد يې د خپلواکو هیوادونو څخه تښتول او په مصر کي یې د مصر په استخباراتي ادارې په ډېر وحشي اشکالو شکنجه کول. حتی بناء پر بعضو ثقه روایتونو همدغه عمر سلیمان چي څه موده مخکي د مبارک لخوا د ریاست جمهوری د چارو پر مخ بیولو او نورو حکومتي دندو په اجراء کولو باندي وګمارل سو، د زندانیانو په شکنجه کي مستقم لاس درلودی.


 خو بیا هم امریکا د دې ظالم پر ظلمونو باندي پرده وغوړول. د د په کیرکټر کي یې کوم نقص نه لیدی او د مصر د انقلاب په بهیر کي یې ده باندي ږغ کاوه چي مصر کي د ډموکراسی راوستلو پروسه پر مخ بوزي. یو امریکاي ژبپوهاند او فیلسوف، نوام چومسکي، د عربو او په خاصه د مصر د انقلاب په اړه لیکي چي واشنګټن او د هغه ټلوالي د یو اصول پر بنسټ روان دي او هغه دا چي ډموکراسي تر هغه وخت پوري قابل قبول ده تر څو چي د ستراتیژیکي او اقتصادي ګتو او اهدافو مانع نګرځي.


 دا د آمریکا د بهرني سیاست یو اصل دی. علاوه پر دې کله چي امریکا خپل جیوپولیتیکي موقف بنسټیز خطر کي ویني او یا تر واقعي ضربې لاندي راسي نو ډېر بېرحمه عکس‌ العمل ښکاره کوي. د دې آخري څرګندوني دلیل په دوهم جنګ جهاني کي پر جاپان باندي اټومي بمونه غورځول دي او یا که تر هغه تازه مثال وړاندي کړو پر افغانستان، چي د نړی دفقیر ترینو او د تکنالوژی او وسلې په لحاظ شاته پاته هیوادونو څخه دی، باندي یرغل کول او اشغالول دي.


 دا نظریات چي د اوسنی اوضاح سره مقایسه کړو ډیر خطرناکي خبري ته رسیږو: امریکا فعلاً په نظامي لحاظ ډیره کمزوره ده. پخوا یې فخر کاوه چي کولای سي د امریکا څخه په زرګڼو کیلومیتره بهر په مختلفو جبهاتو کي ګڼ جنګونه په عین وخت کي رهبر کړي. دا توان يي اوس تللی دی. تیر کال خپله د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ ګېټس، اعتراف وکړ چي امریکا د افغانستان او عراق د جګړو پرته د بلي جګړې د پیلولو وس نلري او باید سالانه خپلي نظامي خرچې ټیټي کړي. د افغانستان او عراق غیور مقاومت امریکا په نظامي لحاظ پر ګونډو کړې. سربېره پر دې د افغانستان او عراق اشغال ډیر قیمتي تمام سوي او د امریکا د اقتصادي ځواک په زول کي مهم فاکټورونه دي.


په داسي حال کي چي امریکا په زوال کي ده او جیوپولیتیکي موقف یي په لړزېدو کي دی، د امریکا څخه توقع نسته چي د تدبر او عقل څخه کار واخلي. د امریکا بهرنی سیاست د دې کرښو د لیکوال په اند اوس په خطرناک ترینو مراحلو کي دی. نړی ورو د سیاسي ځواک په لحاظ د واحد قطبي څخه وه کثیر قطبي ته روانه ده. په دې مرحله کي امریکا هڅه کوي چي واحد قطبي له منځه ولاړه نسي. خپل ځان د نړی پولیس ګڼي اما حقیقت کي خپله مجرم دی. د عراق نامشروع اشغال او د کاغذ پر مخ خپلواک پاکستان کي په پټه نظامي عملیات ترسره کول دا ښوي چي امریکا له څه موده راهیسي په ډېر افراطي شکل د غیر قانوني او نامشروع سیاسي، اقتصادي، اعلامي او نظامي وسایلو او اقداماتو څخه کار اخلي.
 
پروفیسر چومسکي پدې ورستیي وخت کي جالبه خبره کړې ده: دی معتقد دی چي آمریکا به په عربي نړی کي د ولسواکۍ حمایت ونکړي ځکه چي هلته لاسپوڅي ډکتاتوران د خپلو نفتي او جیوپولیتیکي ګټو ضامنان ګڼي. دی وایي چي آمریکا اسلام پالو څخه نه بیریږي بلکه لدې ډار لري چي عرب دي استقلال ومومي. دا رشتیا ده. آمریکا د اسلام پالو څخه ډار نلري چي مثلاً هغوی به آمریکا باندي حمله وکړي. بلکه لدې ډاریږي چي اسلام پاله یا حتی بعضي نور حرکتونه بری ومومی نو د عربو هیوادونه به مستقل سي او د آمریکا سیاسي اقتدار به هلته ختم سي. چومسکي صحیح وایي چي اکثریت عرب د آمریکا د ظالم بهرني سیاست سره بغض لري نو بعیده ده چي آمریک به هڅه وکړي چي د ډموکراسي له لیاري دغه توده واک پیدا کړي. بلي خواته (اګر چي مضمون پای ته راورسېدی)  د أفغانستان » جمهور ریس « کرزی پر ځای د دې چي د بن علي، مبارک، قذافي او نورو مستبدو واکمنانو زوالونو د مشاهده کولو څخه دا پند استنتاج کړي چي بهرنیان په اسانه نسي کولای چي یو واکمن د خپل ولس د قهري پاڅون څخه وژغوري، لا تر اوسه خپله فناء او بقاء د بهرني ځواکونو په شتون او نه شتون کي ګوري ولي دا خطاء ده. باید نور په کاوبايي سیاست نه وغولیږي. باید بلا قید او شرط مقاومت سره تفاهم وکړي.