کور / سياسي / ابوصهیب المکي څوک وو؟

ابوصهیب المکي څوک وو؟

لیکوال: ریاض سهیل
منبع: بی بی سی، اردو
ژباړن: وسیم سجاد، کابل


د کراچی پولیس وایی چی د القاعدی مهم او درجه یک غړی محمد علی المعروف ابو صهیب المکی یی د می په لومړی اونی کی د کراچی په ګلشن اقبال سیمه کی نیولی دی. ګلشن اقبال د کراچی یو له مشهورو ځایونو څخه دی. له محمد علی المعروف سره یی سټلایټ او یو بل ټرکینګ ډیوایس (پلټونکی او یا موندونکی وسیله) هم موندلی دي.
د سرکار په خبره ابوصهیب له کراچی پرته په ایبټ اباد، فیصل اباد، او پیښور کی هم اوسیدلی دی. او د امنیتی دلایلو له وجی یی ډیر زر،زر خپل د اوسیدو ځای بدلاوه.
ویل کیږي چی ابوصهیب، په پیښور کی په یوه کارخانه کی د کار کولو له امله پښتو هم زده کړیدی.
پاکستانی چارواکو دا لا تراوسه نه دی جوته کړی چی ابو صهیب د القاعدی شبکی څومره مهم غړی وو او ددغی شبکی په کومه درجه کی راته. بله خوا دده نوم د امریکی له خوا د القاعدی د غړو په اړه خپاره شوي نوملړ کی هم نشته.
دپاکستانی چارواکو په حواله، محمد علی المعروف ابوصهیب المکی د پاکستان او افغان سرحد ترمنځ د القاعده غړو د تګ را تګ مسول وو.
داهم ویل کیږي چی نوموړی د رمزی بن شیبا کوم چی په کال ۲۰۰۲ز کراچی کی نیول شوی وو له نږدی دوستانو څخه دی. او بله خوا رمزی بن شیبا د ایمن الظواهری له زړه ته تیرو څخه وو.
پاکستانی سرچینی زیاتوي چی له ابو صهیب څخه یی د ټولو هغو ممکنه او احتمالی بریدونو په اړه چی د اسامه بن لادن د مرګ څخه وروسته د القاعدی ردِعمل بللی شي مالومات لاس ته راوړي دی چی په همدی اساس د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملِک، د سعودی عربستان د ډیپلومات وژل په القاعده تپلي دي.
د مصطفی ابو یزید د مرګ وروسته د ابوصهیب نیول د القاعدی شبکی په عملیاتی برخه باندی یو ستر ګزار دی.
داسی هم ویل کیږي چی ابوصهیب د اسامه او ایمن الظواهری ترمنځ د مالوماتو پیغام رسونکی وو.
استخبارات وایی چی له ابوصهیب سره یی څو پاسپورټونه نیولي چی ده په دی طریقی له پاکستان بهر نورو ملکونو ته پری سفرونه کول او له عربی ملکونو یی خلک القاعدی شبکی سره دیو ځای کیدو لپاره هڅول.
زما تبصره (د ژباړن تبصره):

د االقاعدی او طالب مشرانو په نیونه کی د پاکستان رول:
ابوصهیب د پاکستان په کراچی کی د ۲۰۱۱ په می کی ونیول شو.
۲.اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کی د ۲۰۱۱ د می په اوله ووژل شو.
۳.ابو یحیا د پاکستان په کراچی کی د مارچ په ۷، کال ۲۰۱۰ز کی ونیول شو.
۴.خالد شیخ محمد د پاکستان په راولپینډی کی د ۲۰۰۳ د مارچ په لومړی نیټه ونیول شو.

د القاعدی او طالبانو تر ټولو فعال او لومړی درجه غړي په پاکستان کی نیول شویدي. مولوی ضعیف، مولوی خیرالله خیرخوا، مولوی عبدالحی مطمین، مسلم دوست او… ټول په پاکستان کی نیول شويدي. خو بیا هم پاکستان برات ذمه دی. د کوم پاکستاني تروریستي ګوند غړی او یا هم مشر پاکستان نیولی چی امریکا او یا یی هم هندوستان ته سپارلی ی. د لښکرطیبه، جماعه الدعوه، جیش محمد مشر صوفی محمد دوی ټولو سره سوله شویدی. او لا تراوسه په پاکستان کی غیڼ، غیڼ کیږي.

۲۰۰۱ څخه رانیولی تر اوسه پوری پاکستان د ترور خلاف جنګ کی له امریکی ۱۵ اربه ډالر لاس ته راوړيدي چی همدا نن سبا په پاکستان کی تر بحث لاندی دي چی ټولی دا پیسی چیری او څنګه مصرف شویدي.


پاکستان طالبانو او القاعدی ته ښه مارکیټنګ کوي:
پورتنی مالومات ښییی چی د ابوصهیب په اړه پاکستانی استخباراتو دا نه دی جوته کړی چی جناب د القاعدی په کومه درجه مامورینو کی دی او د امریکی له خوا د القاعده په اړه خپاره شوي نوملړ کی یی هم نوم نه دی راغلی.
پاکستان تل هڅه کړی چی د القاعدی او طالبانو واړه مشران د پیسو په مقابل کی د القاعدی لومړی درجه مامورین وښیی. مسلم دوست او ورور یی هم امریکی ته د طالبانو د لومړی درجه مشرانو په صفت ور معرفی کړي وو.

د اسامه د مرګ په معامله کی پاکستان ویل کیږي چی کم راغلی خو د اچی دپردی تر شا څه ترسره شوي حتماً له هغه څه چی زمونږ واړه ماغزه یی فکر کوي بل ډول دي.

د شمشتو د کمپ د اوبو د ټانکر موټروان یی هم غټ معرفی کړی وو خو د مور دعا یی وی چی ګوانتنامو ته ونه لیږل شو. کیسه دا ډول دی: شمشتو کمپ چی د اسلامی حزب تیکانه بلل کیږي د پاکستان د فوځ لخوا ورباندی څو متواتری چاپی واچول شوی چی په نتیجه کی یی یو وخت د شمشتو دکمپ د اوبو ټانکر چلوونکی افسر هم ونیو. له ده څخه یی د چاپی پر مهال پوښتلي ول چی نوم دی څه دی: افسر
څه کار کوی؟ ټانک چلوم.
ترجمان هم ترجمه کړی وو چی فوځی افسر دی او نظامی ټانک چلوي چی په ټس کی یی افسر له ځان سره بوولی وو.

پښتون ترهګر، پښتو د ترهګری دافهام او تفهیم وسیله!!!
د بینظیری دقتل څخه وروسته، پاکستانی استخباراتو یو جعلی په پښتو لیکل شوی خط خپور کړ چی په کی وزیرستان میشتو د بينظير بوټو قتل په خپله غاړه اخیستی وو.

د ګوانتنامو رسمی ژبه هم پښتو دی. ګوانتنامو کی یا طالب دی او یا هم القاعده. دواړو یو له بل سره پاللی او یو ډول غیرت!!! لري. له طالبانو، القاعده مننه کوو چی زمونږ ژبه یی خو رسمی کړه. هسی دا نور لیکوالان، ادیبان په تشویش دي چی پښتو په ورکیدو دی.
مونږ خو ونشو کولای چی دارګ ژبه یی کړو، دوی خو ددوښمن په خیټه کی هغه دی په پښتو غږيږي.
پرویز مشرف هم پښتانه ترهګر بللی ول. او نن سبا واسکټ، څادر او خولی د ترهګری له مهمو سمبولونو څخه دي.

څومره پښتانه چی د عوامی نشنل پارټی د حکومت پرمهال ووژل شول، دهیڅ پخواني حکومت پرمهال به نه وي شوي.
هغه ګوند چی زمونږ په پیسو او زمونږ په پناه ورکولو یو ځای ته ورسید، نن هم مشر وزیر یی بلور طالبانو ته مشوره ورکوي چی جهاد لپاره افغانستان ته تشریف یوسی. پنجابی جنرال هم ویل چی کابل وسوځوی.

ګوری د پاکستان پښتون، ملا، سیاستوال، فوځی … به هیڅکله د پاکستان له ګټو تیر نشي. سب سی پهلی پاکستان. زمونږ ځناورو(شمالی ټلوالی، طالب، سیاستوالو، منورینو، روشنفکرانو) خو یوه هم د ا خبره ونه کړه.

هر پاکستانی پښتون د تورخم دی غاړی ته یا د کنړ وي او یا هم د ننګرهار او یا یی پلار د پکتیا او کندهار څخه کډه شوی وي خو کله چی واوړي بیا به هماغه دپاکستان د ایسټبلیشمنټ دفاع کوي. محمد علی جناح ته به بیا رحمت الله علیه وایی. غفار خان به ښکنځي.

انمالاعمال باالنیات:
پاکستان به هڅه کوي چی امریکی او نړیوالی ټولنی ته ښه نیت څرګند کړي. د القاعدی څو نفره اشپزان او ډریوران به ونیسی، رسنیو ته به یی وځلوي او کریډټ به ترلاسه کړي. کیدای شي طالب جان ته هم ګوته ورکړي. انمالاعمال باالنیات.

د ملاعمر او ایمن الظواهری نیول:
د ملاعمر او ایمن الظواهري په نیولو سره به لوبه خپل پای ته نږدي شي. بیا به نه د امریکی له پاره دلیل پاتي وي چی په منطقه کی پاتی شي او نه به هم طالب جان د جګړی کوم دلیل ولري.
سټایل میره ولی سوراغایش میمانه. دوی به لاړ شي. طالب به ونیول شي خو خراب به مونږ شو څنګه چی یو.

لوبه:

لوبه د هغه څه نه چی مونږ یی فکر کوو ډیره لویه او بدله دی. د طالب منځ ته راتګ، د یولسم سپټمبر پیښه، په افغانستان حمله، بیا د جګړی لس کال اوږدول، په وزیرستان کی د طالبانو شتون او د عملیاتو تیزوالی، د لته او هلته د پښتنو سیمو بی امنه کول، د کرنل امام وژنه؛ د اسامه وژنه او بیا اوبو ته اچول؛ د سعودی ډیپلومات وژنه؛ هوری بیا په عربی ملکونو تشدد او ګډوډی ددی لړی کړی دي. چی د اینجنر فکور، ډاکټر عبید الله وردګ او هراتی بهزاد، پنجشیری ډبل عبدالله، ماشوم ناصالح له ذهن او توان څخه بره دي.


د افغان حکومت پڅ دریځ:

د اسامه د مرګ په اړه د کرزی د حکومت دریځ ډیر پڅ وو. له توقع ټیټ وخوت. کوم څه چی مونږ یی هیله درلوده هغسی ونه خوت. نه پوهیږو هغه څه دي چی د افغان حکومت سترګو ته دریدلي تر څو خپل غږ دپاکستان خلاف پورته کولای نشي. ایا له افغانستان سره وعده شوی چی نور به ترهګر د افغانستان خواته نه لیږي؟ ایا وعده شوی چی ډیورینډ به بیرته افغانانو ته سپارل کیږي؟ ایا وعده شوی چی نور به د طالب مشرانو ساتنه په پاکستان کی نه کیږي؟ ایا وعده شوی چی نور به افغان سوداګر نه ځورول کیږي؟

د القاعدی مشران اوس هم پښتنو ته سپیڅلي دي. ښځي یی په قبرونو شمعی بلوي، قبرونو ته یی دعاوی کوي، ځوی تری غواړي، د جانان دیدن تری غواړي او څه ….
خو پاکستان حکومت همدا مقدسی سټی امریکی ته تسلیم کړی. نه مولوی فضلو او نه هم پښتون-پنجابی قاضی حسین احمد، او نه هم مولوی سمیع الحق… د پاکستان خلاف د کفر فتوا ورکړه او نه یی دوی مرتد وبالل.

ایمل کانسی د نوازشریف حکومت امریکی ته وسپاره، عافیه صدیقی هم پاکستان امریکی ته وسپارله. ریمنډ ‌ډیوس چی دوه پاکستانی جاسوسان یی په رڼا ورځ ووژل امریکی ته وسپارل شو. د پاکستان په حریم هره ورځ بریدونه کیږي، خو نه جهاد شته او نه کفر. ټول کفر د تورخم دی خواته دی. کمونیست نیشنلیان هم د امریکی په پیسو د صوبه سرحد- چی دوی یی اوس خیبر پُختونخوا بولي- تخت ورسیدل. خو بیا نه کپیټالیزم وو او نه هم امپریالیزم.

دا مونږ یو چی د اسلام په نامه هم وژل کیږو او د کمونیست په نامه هم. طالب جان ته بیا وایو چی هلکه لوبه دی او ته هسی ″واده دی پردی، پکی غورځي لیونی″.
leekwal@yahoo.com