کور / شعر / زما پته

زما پته

داچی د اټکه د امو ترسینده خپور دی
دا د پښتون کور دی
تل یی په میړانه په غلیم بل کړی اور دی
دا د پښتون کور دی
خلک یی له غیرته ډک
کور یی له عزته ډک
زړه د محبته ډک
سر له بغاوته ډک
تل می ازمایلی هر دښمن سره خپل زور دی
دا د پښتون کور دی
جګ او لوړ می غرونه دی
ښکلی یی سیندونه دی
هره خوا کانونه دی
ډیر پکی لعلونه دی
ځکه د هر وخت جابر غورځنګ زما په لور دی
دا د پښتون کور دی
دلته تاجکان اوسی
ترکوازبکان اوسی
ډیرهزاره ګان اوسی
خوښ دی پشیان اوسی
ټول ترینه کشران دی دا د ټولو مشر ورور دی
دا د پښتون کور دی
هر سړی لوټلی دی
تل یی سوځولی دی
هر لړم چیچلی دی
زړه یی را څیرلی دی
دا د کونړ سین چی د زلمونونه په شور دی
دا د پښتون کور دی
دا د احمد خان وطن
دا د میرویس خان وطن
دا د خوشال خان وطن
دا د باچا خان وطن
دا د دوی د وینو قربانی په مونږه پور دی
دا د پښتون کور دی
بس کړی دښمنی نوره
جوړه کړی دوستی نوره
ساتی شتمنی نوره
وی به مو خانی نوره
دا هیواد به جوړ شی خوب لیدلی یی سرتور دی
دا د پښتون کور دی