کور / تازه خبرونه / کندهار : د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيايي چارو ارزونه وسوه

کندهار : د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيايي چارو ارزونه وسوه

کندها روالي او ورسره پلاوي نن له غرمې مخکي ددې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ ته دخپل سفر پرمهال هلته د امنيتي، حکومتدارۍ او پرمختيايي چارو څخه د نژدې ليدنه وکړه.
کندهار والي او ورسره يو شمېر نورو چارواکو په دې سفر کي د پنجوايې او ډنډ ولسواليو تر منځ د غځېدلي سړک او همدا راز د موشان، صالحانو، زنګاوات ، زلخان او سپېروان د سړکونو څخه چي د رغوني چاري يې رواني دي ليدنه وکړه.
نوموړي په دې سفر کي په دې ولسوالۍ کي د ٧٥ غريبو کورنيو سره ديوه اندازه خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
پنجوايي ولسوالي د کندهار ښار څخه لوېديز لورته په شل کيلو ميترۍ کي پرته ده او د کندهار ولايت د لومړۍ درجې ولسواليو په کتار کي ځاى لري.