تېره ورځ او شپه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کي د انارګل دوديزه مشاعره په يو لړ شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه.
په ياده مشاعره کي د سهيلي حوزې سربېره د بري پښتونخوا، د افغانستان د مرکزي او ختيځو ولايتونو شاعرانو، فرهنګپالو، اديبانو او ليکوالانو هم برخه اخستې وه. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ځوان رئېس، شاعر او ليکوال عبدالقديم پتيال غونډي ته پرانستونکې وينا وکړه او انارګل دوديزه مشاعره يې د هيواد په کچه يوه له لرغونو هغو ياده کړه. پتيال زياته کړه (( دغه ډول لمانځ غونډي که د يوې خوا د شعر، ادب او پوهي لپاره زياتي مهمي دي له بله پلوه مو د کلتور هغه برخه ژوندۍ پاته کوي چي ځوانان، سپين ږيري او واړه او زاړه به يو ځاى ټولېدل او د يوې ځانګړي موضوع پر سر به يې د يو بل سره خپل نظرونه شريکول)). هغه وويل چي د دې ډول غونډو له برکته د هيواد دننه او د باندي د کلتور، ژبي او ادب په برخ کي بې شمېره پرمختګونه سوي او په دې برخه کي پر ټولو شاملو کړيو او سړيو يې ږغ وکړ چي لازياته هڅه او هاند وکړي ترڅو په دې برخه کي لا زيات پرمختګونه رامنځ ته سي.
د انارګل په دوديزه مشاعره کي کندهار والي هم وينا وکړه ، هغه وويل (( خوښ يم چي ستاسو سره د انارګل عنعنوي مېله لمانځم، ستاسو او ستاسو په شان د نورو دا ډول ځوانانو هڅي چي د فرهنګ او کلتور د ساتني لپاره کارکوي يو ډول نوى زېرى د ځان سره راوړي. وړاندي موږ ټولو، انار يوازي د يوې ښې مېوې او کندهار محصول په توګه پېژندئ خو نن همدغه انار د ځوانانو لپاره د ليکني او فکر کولو يوه ښه سوژه ده، همدغه انار زموږ او ستاسو د کلتوري او علمي وده کي مخکښ رول لوبولى دئ نو له دې خاطره هيله لرم چي بايد دغه او په دې ډول نوري ورځي هم ولمانځل سي او لا زيات کار صورت ومومي )).
تر مشاعرې سمدستي وروسته درې تنو غوره شاعرانو ته جايزې ورکول سوې چي پکښي احمد فاني ، عبدالله ستوري او له کوئټې څخه راغلي مېلمه شاعر عبدالقادر مفتون په وار سره لومړى، دوهم او درېيم مقامونه تر لاسه کړل. په پورنۍ لمانځ غونډه کي تر مشاعرې وروسته ټولو ګډونوالو ته د طنز په ژبه د کندهاري ممثلينو له خوا د سولي او يووالي پيغام ورکول سو او وروسته ټنګ ټکور او کنسرټ پيل سو چي پکښي د کندهار د سيمي وتلو او خوږ ژبو سندرغاړو برخه اخستې وه