کور / سياسي / د غلط دښمن سره جګړه او دښمني

د غلط دښمن سره جګړه او دښمني

 ليکوال :  ايچ.ډي.ايس. ګرين وې
منبع  :   نيو يارک ټايمز
 ژباړ ه :   ډاکتر محمدالله محمد
 د ۲۰۱۱ کال د مې ۱۶ مه نېټه:


  ايا د اسامه بن لادن مرګ به د افغانستان په روانه جګړه کوم ژور اغېز پرې باسي؟
په دې اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.
مونږه کولای شو د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو په اړه  د ګډ  ژوند او اوسېدو توری وکاروو،مګر سره له دی هم دا   توری د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو د وضعيت سره ډېر سر نه  لګوي دا ځکه  چې  القاعده   د عربو  له  خوا په  پرمخ بيول کېږي او  د يوه نړيوال اسلامي غورځنګ شکل لري.
طالبان له بل پلوه  د پښتنو له خوا رهبري کېږي  چې اکثره يي د اوسني پاکستان په شمال لويديځ  او پاتې برخه يي په  افغانستان کې اوسې. پښتانه سره له دې چې په پاکستان کې په کم شمېر کې دي مګر  په  اقغانستان کې د ددغه  هيواد د نيمايي نفوس نه زياته برخه تشکيلوي او  د افغانستان تر ټولو لوی قوم دی   اوهم  د افغانستان دوديز واکمنان دي.
 القاعده نړيوالې غوښتنې او پلانونه لري او هم د نړۍ په ډېرو  هيوادونو کې شتون لري خو له بل پلوه  افغان طالبان په  افغانستان کې د پښتنو د واکمني د بيا راوستلو  غوښتونکي   او ډير کم شېمر نړيوالې غوښتني لري.  په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې  د نړيوال سوداګريز مرکز  پر بريد کې  هيڅ پښتون  ونډه نه درلوده مګر نن سبا شايد پاکستاني طالبان د پښتنو له سيمو پرته په نړيواله کچه هم  د ترهګريزو  عملياتو  وړتيا  او پلانونه  ولري.
القاعده او طالبان هغه مهال يو د بل پکار شول کله چې طالبانو پر افغانستان واک باندې  چلولو  مګر کله  چې طالبانو ته  دا معلومه شوه چې هغوی  ته د اسامه بن لادن  پاتې کېدل  ددوی  پر زيان  او ورته په ډېره ګرانه بيه تماميږي نو   د طا لبانو مشر ملا محمد عمر تر وسه  ددې هڅه وکړه تر څو نوموړي ته  د افغانستان نه د وتلو يوه باعزته او با حيثيته لاره پيدا کړي.  د پښتونوالي د دود  له مخې ، چې هيڅ پښتو ن بايد خپل مېلمه  د مېمله پالنې له مخې نورو ته ونه سپاري ، نو ملا محمد عمر  هم دې  ته اړ شو تر څو   اسامه بن لادن د هغه دښمنانو  ته  ونه سپاري.
 داسې ويل کېږي چې د چيچنيا مشر  ملامحمد عمر ته وړانديز کړی وه تر څو  اسامه بن لادن ددوی هيواد ته پناه وروړي نوموړي وويل چې ايا دا امکان لري تر څو اسامه چيچنيا ته والوزي  نو ملګرو يي ورته وويل چې پر مونږه باندې نړيوال بنديزونه دي  او بهرني الوتکې  نه شي کولای  په  افغانستان کې کوزې شي. نو ملا محمد عمر د خپلوملګرو نه وپوښتل  چې ايا چيچنيا ته د سړک له لارې لاره شته تر څو اسامه له دې لارې چيچنيا ته ولاړشي .
کله چې اسامه او ملامحمد عمر افغانستان پريښوده نو دوي دواړه  د  اس  پر شا ولاړل   او دا هغه وخت وه چې امريکا په افغانستان بريد کړي وه او دوی له افغانستان نه په تېښته وه. مګر ددوی  ترمنځ ګډ ژوند او موخه يوازې دا وه تر څو د  ګډ دښمن يعنې امريکا په مقابل کې جګړه وکړي.
د امريکايانو اشتباه دا وه چې دوی ددې  پر ځای چې خپل بريدونه د القاعده په لور متمرکز کړي،  نو  د طالبانو سره يي په  لس کلنه اوږده  جګړه کې ښکېل شول   او وې نه شو کولاي تر څو طالبان او القاعده سره تفکيک کړي  .همداراز  امريکايانو دا خطر پر ځان قبول کړو تر څو  د پښتنو سره يه يوه ناپايه او نا  اعلان شوې جګړه کې بندپاتې شول.  داخبره په تير مهال کې افغانستان او پاکستان  ته د امريکا د ځانګړي استازي ، ريچارډ هولبروک ، چې ويلي وو چې  طالبان  د بښتنو په کورنيو کې  ژورې ريښې لري او پښتانه او طالبان سره اوبدل شويدي او ددوي بيلول ډير سخت کار دی  چې ددې وينا له امله هولبروک  باندې سختې نيوکې  وشوې خو هغه ريښتيا ويلي وه، ددې معني دا نه دی چې ټول پښتانه طالبان دي،.مګر  جګړه د پښتنو سيمو ته وغزيدله  او بله دا چې د کابل  په اداره  کې  د پښتنو استازيتوب  تت او کمزوری دی   نو جګړه  تر ډيره حده  پورې  د پښتنو ملي پاڅون شکل غوره کړی. 
ليکوال مخکې زياتوي  چې که نوموړي ته   د نړې د ټولو خلکو سره د جګړې د کولو ورته وويل شي نو  پښتنو سره به جګړه کول   د نوموړي وروستی انتخاب وي.  د بهرنيو يرغلکرو سره    مبارزه د پښتنو  د څو سوو کلونو  ترټولو ستره او تکړه ځانګړنه دی . برتانويانو، او په وروستيو کې روسانو سره جګړه او مبارزه کول  ددې  ښکاره  مثالونه دي  چې دوې و نه شو کولای  تر څو په  پښتنو باندې  برلاسي شي. د اکثره پښتنو په نظر   امريکايان او ناټو  د يرغلګرو نوې  ډله دی چې دپښتنو له خوا ورسره مقاومت روان دی.   ټولو ذکر شوو  مسلو ته په کتلو سره دا ډيره څرګنده نه دی  چې ايا د اسامه بن لادن مرګ به  په اوسنی جګړه کې  بدلون راولي او که نه؟
 په  واشنګټن کې د اسامه بن لادن له مرګ نه مخکې هم په دې  اړه ډېر بحثونه  روان وه چې   د امريګا د تر ټولو اوږدې جګړې لپاره به څومره پوځيان بېرته خپل هيواد ته را وغواړي او څومره به د جګړې د پرمخ بيولو  لپاره  په افغانستان کې پاته شي. د امريکا د مشرانو د جرګې د بهرنيو  اړيکو  دکمېټې مشر سناتور جان کيري  ويلي دي چې   د افغانستان د اقتصادي،سياسي ،امنيتي او کلتوري  حالت  بيا رغول  ددوی  يو له مهمو  موخو څخه دی  مګر دا ددوی له وس نه بهر دی.
 د جان کيري  اندېښنې  هغه څه په اثبات  رسوي  چې چرچل د نن نه سل کله پخوا   ويلي وه کوم  وخت  چې  د انګريزانو امپراطوري د پښتنو سيمو ته د پراختيا په حال کې وه، چې هغه مهال دا نظر وه ترڅو د خپلې امپراطوري   د پراختيا په مقابل کې چې کوم دښمنان  خنډ پېښوي   نو هغوی  بايد وځپل شي  ،نو انګريزانو هم   په زور باندې د پښتنو د ځپلو او ايل کولو زورنه کار واخيست، چرچل  په دې اړه ويلي وه د دښمنانو د ځپلو او له منځه وړلو   دا هدف   تر ټولو غوره  ده  خو مګر  ددې  کا رلپاره   نه مونږه کافي ځواکونه لرو او نه هم   په پوره  اندازه پيسې لرو.