کور / سياسي / دوهم ګندمک

دوهم ګندمک

[د روان کال د می ۲۶ د ګندمک تړون له ۱۳۲ کالیزې سره برابره ده. دغه لیکنه د افغانستان په زیان د همدغه ناځوانه «ستراتیژیک» تړون د غندلو د پېلامې په توګه درنو لوستونکو ته وړاندې کوم]

په دې ورځو کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د افغان دولت له خوا د یوه ستراتیژیک تړون د چمتو او لاسلیک کېدو بازار خورا تود دی چې مهم توکی یې هغه هیواد ته د افغانستان په خاوره کې د پوځي اډو د جوړولو د اجازې ورکول ګڼل کیږي. ورسره جوخت د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوه ټولګي له خوا د امریکا د دوست او ستراتیژیک ملګري ـ پاکستان په خاوره کې د امریکا د زاړه دوست او نوي غلیم اسامه بن لادن د «وژل کېدو» ډرامې هم زیات شمېر کتونکي پر ځان بوخت کړي دي. د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن څو لسیزې د امریکا اقتصادي او ستراتیژیک ملګری و، خو وروسته یې پخپل هیواد سعودي عربستان کې د همدې امریکا د پوځي اډو له شتون سره د مخالفت لار او ورسره جوخت د دواړو هیوادونو ـ سعودي او امریکا د چارواکو دښمني خپله کړه.
له نن نه ۱۳۲ کاله پخوا د امریکا سیاسي مور بریتانیا په داسې حال کې چې پر جلال اباد، خوست او کندهار یې پوځي یرغل کړی و په افغانستان کې خپل کمزوری ملګری امیر یعقوب خان دې ته اړ کړ چې په ډېره بیړه او تلوار سره ګندمک ته ور وځغلي او له انګرېزي جنرالانو چمبرلین او سام براون سره له خبرو وروسته د بریتانیا له سیاسي استازي لویس کیوناري سره د ګندمک تړون لاسلیک کړي (۱۸۷۹ د می ۲۶) (۱). د ګندمک همدغه بېلوونکی تړون دیارلس کاله وروسته پر افغانستان باندې د یوه بل جلاکوونکي تړون (ډیورنډ) د تپل کېدو سبب شو.
او دا دی افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په درشل کې یو ځل بیا له یوې بلې سترې او تاریخي ازموېنې سره مخامخ دی. د دغه تړون له امله افغانستان ښایي د خپلې خاورې کومه ټوټه له لاسه ور نه کړي، خو د بهرنیو لاسوهنو دوام او د خپلواکۍ له لاسه ورکول یې احتمالي پاېلې ګڼل کېدی شي.
لکه چې څرګنده ده د نورو هیوادونو په خاوره کې د پوځي اډو جوړونه د زړې او سړې جګړې د تفکر زېږنده ده. دا داسې وخت و چې د «لویدیځ» او «ختیځ» تر منځ ستراتیژیکو اختلافونو اوږدمهاله خصلت درلود. هغه مهال د امریکا متحدو ایالتونو ځان ته اجازه ورکوله چې د خپل غلیم شوروي اتحاد او سوسیالیزم د پراختیا د مخنیوي په موخه د خپلو ستراتیژیکو انډیوالانو په خاوره کې پوځي اډې جوړې کړي. د دوو غلیمو بلاکونو ترمنځ د اوږدمهاله مخامختیا ګواښ ته په پام سره دغو اډو دایمي او اوږدمهاله بڼه درلوده. خو پوښتنه دا ده چې افغانستان له ترهګرۍ پرته اوس له کوم داسې یوه دایمي او اوږدمهاله «پوځي» ګواښ سره مخامخ دی چې امریکا یې باید د مخنیوي په موخه زموږ په خاوره کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي؟ ایا د پوځي لارې ټاکنه د امریکا په څېر د یوه ستر او ځواکمن هیواد له پاره د دیپلوماتیکې ماتې مانا نه لري؟ ایا دغه اډې د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ولسونو ترمنځ دا بې باوري او ناهیلي نه زیاتوي چې تر دې وروسته به امنیتي شخړې او «ترهګري» اوږدمهاله بڼه لري او د سیاسي حل او هواري تمه یې باید هېره شي؟
په یوه هیواد کې د بل هیواد د پوځي اډو د جوړېدو خبره تل له دې پوښتنو سره مله وي چې دغه اډې د څه له پاره؟ او د چا پرخلاف جوړیږي؟ پخپله د جاپان، سویلي کوریا، سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو بېلګې هم د دې واقعیت څرګندویه دي چې دغه اډې د شمالي کوریا، «پخواني» شوروي اتحاد، چین او صدام حسین (عراق) پرخلاف جوړې شوې وې. خو اوس چې، د بېلګې په توګه، د شوروي او صدام حسین خطر له منځه تللی، بیا هم په ځینو هیوادونو لکه کویت او سعودي عربستان کې امریکایي اډې پرتې دي او دا ځکه چې اډه جوړونکي هیواد هلته د پخواني ګواښ پر ځای بل کړکېچ « کرلی» او هغه د ایران د اټومي کېدو اندېښنه ده.
ایا افغانستان دا اندېښنه نه لري چې امریکایي پوځي اډې یې ښایي د سولې او پرمختګ په لار کې نوي اغزي وکري؟ څوک دا ډاډ او ضمانت ورکولی شي چې زموږ په خاوره کې د پوځي اډو جوړېدل به د «ترهګرۍ د افغاني کېدو» سبب نه شي؟ زموږ په چم ګاونډ کې د «شرځالو»، «ګواښ مېنو» او له امریکا سره د مخالفو سیمه ییزو ځواکونو پیاوړي شته والي ته په پام سره دا خبره ناشونې نه برېښي چې د هغوی په لمسون ښایي ترهګرۍ ته له یوې مخې «قبایلي ـ پښتنه» تومنه ور واچوله شي. همدارنګه باید دا اندېښنه هم له پامه و نه غورځول شي چې په یوه هیواد کې د بهرنیو پوځي اډو شته والی هلته د امنیت د خوندي کېدو پر ځای کله ناکله د بې امنیتۍ او ترهګرۍ د راپارېدو او راويښېدو سبب هم ګرځي. د ساري په توګه د سپتمبر د یوولسمې ترهګر بریدونه او د القاعده شبکه دواړه د امریکا له پوځي اډو سره د مخالفت زېږنده دي، خو سرونه په کې د بې ګناه افغانانو، وزیرو، مسودو او باجوړیانو رېبل کیږي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې زموږ په سیمه کې د ترهګرۍ د بلا کلا په پاکستان کې پرته ده. پاکستان له څو لسیزو راهیسې د سیاسي شخړو د هوارولو له پاره د دیپلوماسۍ او خبرو اترو د سیاسي وسیلې پر ځای تر ډېره ځایه له اورپکو او ترهګرو ډلو نه د ملاتړ لار خپله کړې ده. د اسلامي پاکستان د دغسې ناسم بهرني سیاست تر ټولو جوته پایله دا ده چې د نړۍ د دریېو سترو هیوادونو هند، چین، روسیې او سلامي نړۍ ترمنځ واټن یې په مصنوعي توګه زیات کړی دی. پورتني درېواړه هیوادونه د میلیونو مسلمانانو په درلودو سره د اسلامي نړۍ مهم ټوک او تاریخي، سیاسي او کولتوري ملګري ګڼل کیږي. پاکستان که د پخوا په څېر د امریکا ـ بریتانیا دوست پاتې کیږي او یا د شانګهای تړون او منځنۍ اسیا د واقعیتونو په لور اړخ بدلوي، په دواړو حالتونو کې باید له جګړه مارو او اورپکو ډلو نه د ملاتړ پر ځای د سیاسي ډیالوګ متمدنه لار خپله کړي. له ترهګرۍ نه له ملاتړ سره د ګاونډي پاکستان مخه ښه به بې له شکه د سیمې له ناپوځي کېدا او د اقتصادي اړیکو له غوړېدا سره مرسته وکړي. دا کار به دغه راز په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو پلمه او ورسره جوخت په سیمه کې د پوځي سیالۍ د نوي پړاو د پېل کېدو احتمال هم کمزوری کړي.
خو پخپله په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو وړانديز که د کوربه هیواد نوښت او یا د نړۍ وېش د نوي پېل شوي بهیر په لړ کې د اډه جوړونکي هیواد غوښتنه وي، په دواړو حالتونو کې باید افغان دولت خپل ولس پر دې قانع کړي چې دغو اډو ته ولې اجازه ورکوي؟ له دې سره جوخت باید زموږ د ګاونډیو هیوادونو په باب د اډه جوړونکي هیواد «پوځي دوکترین» هم له پامه و نه غورځول شي. ځکه که د امریکا په پوځي دوکترینو کې زموږ ځینې ګاونډیان د هغه هیواد غلیمان بلل شوي وي، نو په هغه حال کې د دې ګواښ د پړسېدو احتمال شته چې هیواد مو د اوږده وخت له پاره د پوځي سیالۍ او غوبل کوربه پاتې شي. سر بېره پر دې د امریکا په څېر د یوه ناندریز هیواد پوځي اډې د دې سبب هم کېدلی شي چې افغانستان د شانګهای د تړون مهم اقتصادي ـ سیاسي ډګر یانې منځنۍ اسیا ته د ورنږدې کېدو پر ځای له هغه نه د ګوښي کېدو سبب شي. په هر حال که افغان دولت اړ وي چې د بهرني زور او فشار له امله پخپله خاوره کې د پوځي اډو د جوړېدو مساله هرو مرو راپورته کړي، نو په داسې حال کې ور ته له دوو لارو ګټه اخیستنه معقوله برېښي:
ـ لومړی دا چې که ناتو ـ امریکا شک لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګرۍ پر ځپنې نه شي بریالي کېدی، بیا نو په کار ده چې د افغان مشرتابه په غوښتنه په هیواد کې د بهرنیو پوځي ټولګیو د پاتې کېدو موده د نورو څو کلونو له پاره وغځول شي. څرنګه چې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې ژمنه د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټلوالې کړې، نو د لګښت خبره یې هم د همدوی مسوولیت ګڼل کیږي.
ـ دویم دا چې بهرنیو پوځي، خو په حقیقت کې څارګریزو اډو ته دې اوږدمهاله او دایمي اجازه نه، بلکې لنډ مهاله، د ساري په توګه، پینځه کلنه اجازه ورکړله شي. باید دا ټکی له یاده و نه ایستل شي چې د دایمي اډو شتون په راتلونکې کې د نوو ګواښونو د «رامنځته کولو» او د شته هغو د «اوږدولو» سبب هم ګرځېدلی شي.
په هر حال د دغو پوځي اډو په تړاو تر ټولو غوره او دیموکراتیکه لار دا ده چې د جوړېدو په باب پرېکړه يې د حکومت، پارلمان او لویې جرګې پرځای باید د خلکو ارادې ته د درناوي پر بنسټ د ټولپوښتنې (رېفرانډوم) له لارې ترسره شي. دا کار له دې کبله هم اړین دی چې د شفافیت د نړیوالې ادارې د تېرکال د رپوټ له مخې افغان دولت د فساد په نړیواله اتلولۍ کې دویم ځای ترلاسه کړی دی.
د افغانستان اوسني چارواکي باید د خپلې خاورې او خلکو د برخلیک له پاره د داسې مهمې او تاریخي پرېکړې پر مهال له «لاتي» (لاردي) ډوله چلند نه ډډه وکړي. ۱۳۲ کاله مخکې انګلیسانو دا تکل نه درلود چې زموږ په هیواد کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي، بلکې غوښتل یې د افغانستان د بهرني سیاست د ټاکلو حق ترلاسه کړي. خو د ګندمک په تړون سره یې زموږ د هیواد پر بدن داسې ټپونه پرېښودل چې تر اوسه هم لا نه دي رغېدلي. اوس افغانستان د بل هر وخت په پرتله دا چانس لري چې د اغزنو اډو او پوځي سیالیو پرځای د اقتصادي سیالیو پر ډګر واړول شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) رشتیا، سید قاسم: افغانستان در قرن نزده، چاپ سوم، مطبعه دولتی، کابل ،۱۳۴۶، ۲۴۸ ـ ۲۵۳ مخونه

پای