کور / راپور / کنړ:د۲۶ ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړي سوې

کنړ:د۲۶ ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړي سوې

په کونړ کې د 26 ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې ، په هغو مراسمو کې چې له همدې کبله د ۱۳۸۹ د غوايي د میاشتې په ۲۷ نیټه کنړ د ولایت په مرکز اسدآباد او مروروه ولسوالۍ کې جوړ شوي د 26 ښوونځیو ودانۍ د 68 میلونو افغانیو په ارزښت د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ، د مالیې د وزیر ښاغلي عمر زاخیلوال، د کلیو د پراختیا د وزیر ښاغلي جارالله منصوري، د کنړ والي ښاغلي سید فضل الله واحدي  په ملتیا او په ملي شورای کې د دې خلکو د یو شمیر استازو، د ولایتي شورا غړو، حکومتي چارواکو، د سیمې مشرانو او د پوهنې د مینه والو په ګډون د پټۍ د پریکولو سره  ګټې اخیستنې و سپارل شوې او د همدې ولایت زرګونو زده کوونکو ته یې د زده کړې مناسب او مصئون تعلیمي ماحول رامنځته کړ. پر دې سربیره د کنړ د پوهنتون د اداري ودانۍ او هغه کانال د بنسټ ډبرې هم کیښودل شوې چې د مرورې ولسوالۍ څخه به یې د جوړیدو چارې پيل، د دې ولایت زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه، سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره او کار به یې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي.


غونډې ته د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ وویل:
د هیواد د پوهنې نظام د دریو لسیزو جګړو، ناخوالو او ناورین د تیریدو څخه وروسته اوس مهال د پرمختګ په طرف مظبوط قدمونه اخلي او نن زموږ د هیواد 8.3 میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د 190,000 ښوونکو له خوا په 14,000 تعلیمي موسساتو کې د داسې یوه ملي نصاب په درلودلو سره په زده کړو بوخت دي چې اساسات یې د اسلام مقدس دین، له هیواد سره مینه، په خپلو پښو دریدل، ملي نوامیسو او ویاړونو ته احترام او معیاري زده کړه تشکیلوي.
 
د پوهنې وزیر زیاته کړه چې پوهنې وزارت د کنړ په ولایت کې په مجموعي توګه 394 تعلیمي موسسې لري چې 365 یې د عمومي زده کړو ښوونځي (191 ابتداییه 109 متوسطه 65 لیسې) دي، 20 د اسلامي زده کړو موسسې ( 2 بابه دارالعلومونه، 2 بابه دارالحفاظونه او 16 بابه دیني مدرسې) 6 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي، 1 باب دارالمعلمین او 2 بابه د ښوونکو د روزنې الحاقیې دي. په دې تعلیمي موسسو کې جمعا 170,087 تنو زده کوونکو، طالب العلمانو او محصلینو ته د 3,589 تنو ښوونکو، مدرسینو او استادانو له خوا زده کړه ورکول کیږي.


ښاغلي وردګ همدا راز وویل چې په 1389 کې د پوهنې نظام له کنړ څخه 1,940 تنه فارغان درلودل چې د متفرقه فارغانو سره یوځای 2,061 تنو د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړ او 1260 تنه عالي او نیمه عالي زده کړو موسساتو ته بریالي شول چې دا د یو قناعت بخښونکي کیفیت څرګندونه کوي.



د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په لړ کې همدا راز د هغو پروژو یادونه هم وکړه چې د دې وزارت له لوري بشپړې شوې او یا د بشپړیدو په حال کې دي او ویې ویل: د بیا رغونې په برخه کې له 1386 کال څخه را پدیخوا د پوهنې وزارت په کنړ ولایت کې د 14,480,000 امریکايي ډالرو په ارزښت 171 تعمیراتي پروژې پلان کړې وې، چې لدې جملې څخه 69 پروژې بشپړې شوې، 67 پروژې تر کار لاندې دي او 35 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي چې انشاالله په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.


په همدې توګه د غونډې ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترځ کې د مالیې وزیر ښاغلي عمر زاخیلوال د هیواد د ملي بودجې او اقتصادي پرمختګونو په هکله عمومي معلومات وړاندې کړل او هغه پرمختګونه یې یاد کړل چې د کنړ په ولایت کې په دې وروسیتو څو کلونو کې راغلي دي. نوموړي همدارنګه وویل چې د 1390 کال په ملي بودجه کې د کنړ د ولایت لپاره یونیم میلیون ډالره د کنړ خلکو ته ځانګړې شوي چې تاسو به یې د خپلې ولایتي ادارې، په ملي شورا کې د کنړ د استازو او ولایتي شورا د غړو په خوښه پروژو کې مصرف کړی چې یاد شوی مبلغ د همدې محفل په ترځ کې په یوه آواز د کنړ د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو لپاره ځانګړی شو.


غونډې ته د کلیو د پراختیا وزیر ښاغلي جارالله منصوري هم د هغو پروژو یادونه وکړه چې د نوموړي وزارت او په ځانګړې توګه د ملي پیوستون د پروګرام له لارې د کنړ په مختلفو ولایتونو کې تطبیق شوې او د 1390 کال له لوري یې د نوموړي ولایت لپاره د کلیو د پراختیا د وزارت په پروګرامونو په لنډه توګه رڼا واچوله.


د کنړ استازو او ولایتي چارواکو دغه ولایت ته د افغانستان دکابینې د دریو وزیرانو ورتګ ته د زړه له کومي استقبال ووایه او هغه یې د چارو د سمون لپاره یوه لویه لاسته راوړنه و بلله او خپل وړاندیزونه یې د مسوولینو تر غوږونو ور و رسول.


باید یادونه وکړو چې د کنړ والي، په ملي شورا کې د دې ولایت مسوولینو او د ولایتي شورا استازو د خپلو ویناوو په ترځ کې  د نورو پرمختګونو په پرتله د پوهنې په برخه کې پرمختګونه د پام وړ و بلل او په ښو ټکو یې و ستایل او زیاته یې کړه چې د پوهنې له وزارت څخه د کنړ خلک د زړه له کومي ممنون دي چې د دې ولایت له هستوګنو پرګنو سره یې نه ستړي کیدونکي خدمات سر ته رسولي او خدمتونه یې د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې محسوس دي.