د دویمی برخی سره په تړاو کی : په لومړی او دویمه برخو کی دچین لخوا د را پیښیدونکی خطر ډولونه او بیلابیلو هیوادونو د همدغه خطر ځانګړتیاوی چی په لودیز ، امریکا او روسیی کی سیاسی او اقتصادی څیړونکی ورڅخه سر ټکوی ، په بشپړ ډول ورنه یادوونه وشوه . پدغه دریمه برخه کی د لوړو یادوونو په اړوند یوه اجمالی پایله اخیستنه ترسره شویده :
دا ډول تورونه د یوشمیر امریکایی ، اروپایی او روسی څیړونکو لخوا خورا زیات پرچین باندی لګول کیږی . پدی کی هیڅ شک نشته چی دچین بیساری چټکه اقتصادی وده د نوموړو هیوادو په زیان ده ، خوچین دبل هرهیواد پشان حق لری تر ټولو دمخه خپلی ملی ګټی په پام کی ونیسی . که خپل هیواد افغانستان په نظر کی ونیسو ، موږ ته داګړۍ ترچین لا زیات ایران او پاکستان ډیرمضر دی داځکه چی صنعت یی تر موږ پیاوړۍ دی او زموږ دصنایعو په وروسته پاتی والی باندی بد اغیز ښندی . راشې چی پدی اړوند نړۍ په نظر کی ونیسو . د یوه اقتصادی زبرځواک په توګه چین په وروستیو شلو کلونو کی میدان ته راوتلې دی . لدی وړاندی چی امریکا او لودیز مخکښه اقتصادی رول درلود ، ایا دنړۍ کوم اولسونه ددوی دفشار څخه په امان پاته وه ؟ او دچا سره یی خپله شتمنی ویشلی وه ؟ ایا د دوو ورانونکو نړیوالو جګړو انګیزه داقتصادی برلاسیو موضوع نه وه چی دسپین نژادو لخوارامنځته ، دنړي په لسګونو میلیون وګړی یی د مرګ کندی ته وغورځول او ټول اقتصادی بنسټونه یی دخاورو سره خاوری کړل ؟ ایا امریکا او لودیز په منځنی ختیز کی دتیلو ستر کانونه دځان دپاره د پوتنشیالی زیرمو په توګه ندی ساتلی ؟ او ایا د همدغو زیرمو دساتلو په موخه یی اسرائیل هلته د ژاندارم په توګه ندی ټاکلی ؟ او داسی سل نور ایا ایا ډیر شته چی باید یاد شی .
که د چین دنظامی خطر او تهدید خبره راواخلو کوم چی روسی اولویدیزوال څیړونکی یی په ځانګړی ډول دچین د ګاونډیانو په اړوند یادوونه کوی ، نو داسی نور ډیر هیوادونه هم شته چی دخپلو ګاونډیانو سره سرحدی دعوی لری او پکار ده دسوله ایز حل لاره ورته وموندل شی . ترټولو دمخه کولای شو دپاکستان اوافغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرغیړنه کرښه یاده کړو چی د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف پر افغانانو باندی دبرچی په زور تحمیل او تپل شویده . دنړیوالو حقوقو ساتونکی لا څه کوی چی ان کارپوهان یی لا هم یادوونه نه ورڅخه کوی ، نو که افغانستان ته خدای دومره زور او توان ورکړی چی د حل غوښتنه یی وکړی ، بیا نو ددی کار ګناه څه ده ؟ همدارنګه د تزاری روسیی لخوا د افغانستان څخه د پنحده لاندی کول یوه له دغه ډول موضوعګانوڅخه یادوولای شو چی د سوله ایز حل دپاره یی هلی ځلی کول څه غټه ګناه نده .
دنړۍ په کچه امریکا دخپل هیواد نه بهر نژدی ۱۰۰۰ پوځی اډی لری ( د بروس ریچاردسن په اند د امریکا د پوځی اډو شمیر په ۱۳۰هیوادونو کی ۷۳۷ ته رسیږی . په افغان – جرمن انلاین کی د رحمت اریا ارشیف وګورې ) چی دا په حقیقت کی دسیمی یوشمیرهیوادونو ته یو ډول نظامی ګواښ ګڼل کیدلای شی . دغو اډو دجنوبی قطب پرته پر ټوله ځمکه باندی سیورۍ اچولی دی . دا شی چی دا ګړۍ د یوه واقعی « سپین خطر » په توګه لمس کیږی نو ښه به دا وی چی لومړی ددغه خطر د مخنیوۍ دلارو چارو په لټه کی شو اوبیا دچین لخوا د « ژړ خطر » احتمالی پوتنشیال ته پام واړوو چی همدارنګه یی دهیرولو وړ نه بولم .
دبشر دحقوقو خبره یوه بله موضوع ده چی پرچین باندی یی تور لګوی . زه دامنم دبشر حقوق که د هر چا لخوا تر پښو لاندی شی ، دا یو نه بخښونکۍ جنایت دی چی باید ترعدلی تعقیب لاندی راشی . خو زما په اند که دی خبری ته په نړیواله کچه پام واړوو ، چین به د امریکا ، روسیی او لودیز په پرتله د فرشتی پشان سپیځلۍ راووځی . دومره وحشانه جنایتونه چی دبشر دحقوقو دتر پښو لاندی کولو په اړه یی امریکایی ائتلاف یوازی په افغانستان او عراق کی هره ورځ ان د ډله ایزو وژنو تر کچی پوری تر سره کوی ، چین به ښایی په خپل تاریخ کی هم د نورو اولسونو په اړوند نه وی کړی . دا هم باید له یاده و نه ایستل شی چی دچین په کور دننه کی دیو شمیر اولسونو حقوقو ته پوره پاملرنه نه کیږی ، خو دبشر دحقونو څخه دا ډول تیرۍ په روسیی او امریکا کی هم په پراخه پیمانه تر سترګو کیږی .
د یادوونی وړ بولم چی د لوړو ټکو په اړوند زما موخه تر لویه بریده د یاد شوو هیوادونو هغه کړه وړه ده چی دامهال یی په خپلو هیوادونو یا دهغه نه بهر ترسره کوی . البته دبشر دحقونو څخه هغه سر رغړونی چی په تاریخی کچه د بیلګی په توګه د چین دکلتوری انقلاب پروخت ، په تزاری روسی امپراتورۍ او بیا په شوروی اتحاد کی د اکتوبر ترانقلاب وروسته دستالین د زورورو مټانو نه دیو شمیر فرصت طلبو کسانو لکه دوخت داستخباراتو مسئول – بیری او نورو لخوا د وطن د دښمنانو د ځپلو تر نامه لاندی تر سره شوی او یا په امریکا کی پرتور پوستو اوسیدونکو او نورو کډوالو باندی وحشانه توپیریز تجاوزونه او همدارنګه دبرټانیی او نورو استعمارګرانو لخوا پراشغال شوو ولسونو باندی تر سره شویدی ، دا د تاریخ پرلمن داسی تور داغونه پاته دی چی په هیڅ ډول سترګی ورڅخه پټیدلای نشی .
لنډه داچی خطر که دهرچا لخوا نه وی ، خطر یوه ناوړه او د نه منلو وړ پدیده ده چی باید نه یوازی وغندل شی بلکه باید په نړیواله کچه یی مخنیوۍ وشی مګر باید لومړۍ واقعی موجود خطر ته پام واړول شی چی داګړۍ دامریکا اوائتلاف لخوا «سپین خطر » دی او وروسته بیا د « ژړ خطر » پوتنشیال په نظر کی ونیول شی چی دچین لخوا یی احتمال په را څرګندیدو دی . پای